Skip to main content

Pata Khazana. Pashto Article

"پټه خزانه" يو لرغونی ادبي تاريخ او اهم تاريخي اثر....! 
پټه خزانه د پښتو ژبې يوه داسې لرغونی ادبي او علمي تاريخ دی چې روغ رمټ او په صيح  بڼه تر موږه رارسيدلی دی، دا لرغونې ادبي تذكره په كال (۱۱۴۱) و (۱۱۴۲) هــ كښې محمد بن داود خان بن قادرخان هوتك د د کندهار د باچا شاحسين هوتك په تشويق او غوښتنه په كندهار كښې تاليف كړې ده، په دې ادبی تاريخ كښې د مولف په شمول د (يو پنځستو) پخوانيو شاعرانو او ليكوالانو د ژوند حال او د هغو د عملي او ادبي اثارو نمونې راغونډې كړل شوې دي، علامه عبدالحى حبيبي صاحب د پټې خزانې په سريزه كښې په دې اړه داسي وايي: "اين كتاب درسال (۱۱۴۱) و (۱۱۴۲) هجري قمري بامر پادشاه مليت پرور افغانستان اعليحضر ت شاه حسين هوتك ازطرف محمد بن داود خان بن قادرخان هوتك يكى از رجال دربار اين بادشاه علم دوست در قندهار تاليف ګرديده و تاريخ ادب وشعر پشتو را از سنه (۱۱۰) تا (۱۱۰۰) هجري قمري در برګرفته و محتوى شرح حال و اشعار (۵۰) نفر شعراى قديم و معاصران مولف ارجمند مي باشد " د دې تاريخ کتاب يوازينۍ مسوده چي د كوټې له (ملا عباس كاسي) نوم کس سره خوندي وه د علامه عبدالحى صاحب لاس ته ورسيدله چې وروسته نوموړى ليكوال له خپلې يوې  لنډې سريزې او پاړسي ژباړې سره په كال (۱۳۳۹) هجري شمسي د افغانستان د افغانستان د (پوهنې) د وزرات لخوا په كابل كښې چاپ كړه، د دې لرغونې او تاريخي اثر په هكله مولف په خپل بيان كښې يو ځاى داسي وايي: "ښكاره دي وي چه ما له دېر شو كالو راهيسى، د ډېرو شاعرانو د پښتو، احوالونه راټول كړى دى، او هغه وقتونه، چه د پښتونخوا پر لتو ګرزيدم، له وګړو څخه مي ډېر ښه حالونه اوريدلى دى، اوس هغه ټول، د خپل پادشاه ظل الله په غو ښتنى كاږم، د دې كتاب نوم دى "پټه خزانه" ځكه چه دلته هغه احوالونه راغلى دي، چه پټ، ؤ ، او نه ؤ ښكاره، خالق تعالى دي ټوله مسلمان و بخښې، او زموږ د پادشاه سيورى دې تل وې او دايم، په دغه كتاب چه ما په كښلو ابتداء وكا، ورځ وه د جمعې ۱۶ د جمادالثانې سنه وه (۱۱۴۱) هجري"
پر مخ داسي زیاتوي:"دغه كتاب په درو خزانو منقسم دى.
لومړى خزانه: په بيان دهغو شاعرانو چه پخوا تير سوي دي. 
دوومه خزانه: په بيان كښې د هغو شاعرانو چه ژوندي دي.
درېيمه خزانه: په بيان كې د هغو ارتينو او ښځو چه دوى په پښتو شعرونه پاته كړى دى"
په دې لرغونې تذكره كښې چې د كومو لرغونو شعراء او ليکوالانو ذكر راغلى دي د هغو نومونه په دې ډول دي، بابا هوتك، شيخ ملكيار، اسماعيل و خرشبون، شيخ متي، امير كروړ، شيخ اسعد سوري، ښكارندوى، ابومحمد هاشم سرواڼى، شيخ تيمن، شيخ بستان بړيڅ ، شيخ رضي لودي، نصر لودي، شيخ عيسى مشواڼى، سلطان بهلول لودي، خليل خان نيازي، خوشحال خان، زرغون خان، دوست محمد كاكړ، عبدالرحمن، شيخ محمد صالح، ملا باز توخى، شاه حسين هو تك، ملا زعفران، محمد يونس خان، محمدګل مسعود، عبدالقادر خان، بهادرخان، ملامحمد صديق، ملا پير محمد مياجي، الله ياراپريدي، بابو جان بابى، ريدى خان مهمند، ملا محمد عادل بړيڅ، محمد طاهر، محمد عمر، محمد اياز نيازى، ملامحمدحافظ باركزى، نصرالدين خان اندړ، ملا نور محمد غلجى، حافظ عبداللطيف اڅكزى، سيدال خان ناسر، نازو توخى، حليمه حافظه ، نيكبخته ، بي بي زينب، زرغونه، رابعه، داود خان هوتك او مولف محمدهوتك.
د پټې خزانې شمېر د پښتو ژبې دلرغونو او تاريخي كتابونو په قطار كښې د يو مستند، لرغونى او تاريخي اثر په څېر كيږي، ځكه يې علمي او تاريخي ارزښت ډېر لوړ مقام او ځاى لري، كه څه هم "پټه خزانه" يو تذكرياتي علمي او ادبي اثر دى، خو په څنګ كښې د تاريخ د ډېرو تيرغونو، تيروتنو اوافسانوي دليلونو اصلاح او سمونه هم كوي.
کتابیات
(1). پټه خزانه 
(2). د پښتو ادب هینداره


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso