Skip to main content

Saka or Aswaka. Article in Pashto

Saka or Aswaka. Article in Pashto

By Saadullah Jan Barq

ساکا که اسواکا

محترم سعدالله جان برق صېب خپل نوي ليکلي شوي تاريخ کې ځنې بلکل نوې خبرې کړې دي چې يوه پکې د  " اسواکا " د نوم خبره ده ۔ هغوۍ وائي چې دا نوم اس سره منسوب دے او اساکا اولنے خلک وو چا چې اس پيژندلے وو او په کار يې اچولے وو۔ 

کوم پښتانه چې د تاريخ مطالعه کوي هغوۍ ته مالومه ده چې ارياي تهذيب کې د اس ډېر لوړ مقام وو او ډېر  شان او دبدبې واله ځناور بلل کيدو ۔ د هغه زمانې د ډېرښته خلکو نومونه اس سره ايښودل شوي وو لکه اسي ، اسپي ، اسپينان او داسې نور۔



زما په خيال اسواکا د ساکا نه ډېر غوره نوم دے ولې چې مانا يې واضحه ده او د ارياي تهذيب سره يې تړون سم راځي ۔ د ساکا د نوم تر اوسه پورې چې هندي ، يوناني يا ځايي سرچينو کوم تاويلات کړي دي هغه سم نه بريښي ۔ يونانيانو ساکان هغه خلک بللي دي چې د دويۍ په لاسو کې پيالۍ وي او دغه پيالو کې دويۍ د هوما يا سوما نشه ي مشروب څښي ۔ هندي مورخينو د دې مانا د اونې سره کړې ده چې دا يو داسې ټبر يا نسل دے چې څانګې يې لکه د اونې په يو مخ او بل مخ خپرې شوې دي او پارسيان وائي چې د ساکا مانا غشے دے ۔ دغه ټول تاويلات په خپل ځاے خو د اسواکا مانا ډېره زړه پورې او سهي بريښي 



د برق صېب دا خبره هم ماناوره  بريښي چې اويستا د پارسيانو او رګويد د ساکانو مذهب وو خو دا خبره ټوله سهي نه ښکاري ځکه چې اويستا مذهب مشرقي افغانستان کې د ساکانو په زمکه راټوکيدلے وو او د دې ځاے هغه خلکو منلے وو کوم چې د اسونو نه راکوز شوي وو، په يو ځاے اباد شوي وو او کسبونه يې شورو کړي وو البته هغه ساکان چې تر اوسه پورې يې کوچيتوب کولو ، په اسونو  سپاره ګرزيدل او جنګ و جدل کې بوخت وو هغوۍ لکه چې د اويستا دين خپل کړے نه وو۔ اويستا دغه خلک " توران" ګناه ګار بللي دي ۔


ارين د دغه ټبرو نوے نوم دے چې غالبآ دا نوم ورته پارسيانو ورکړے وي خو ارين يوازې ساکان نه وو ، په دې کې هغه ټولې ټبرې شمير وې کومې چې مرکزي اسيا او د مرکزي اسيا نه ختيځ او لويديځ کې اوسېدې چې دغه د ساکانو نه سربيره پارسيان ، ماديان ، پارتيان ، سرمستان او ترشيان وو۔ برق صېب يې ارين نه مني خو ارين منلو کې څه قباحت نشته ۔

Pashto Times

Saka Aw Aswaka By Saadullah Jan Barq. History Of Pashtuns. History Of Saka In Pashto. Pashto Article About Saka And Aswaka History. Pashto Blogs. Pashto History Blogs. Pashtun History Blogs by Saadullah Jan Barq

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso