Skip to main content

Tajak or Tajiks, History of Tajaks in Pukhtunkhwa. Pashto Research Blog

Who Are Tajiks Or Tajaks? Pashtuns And Tajak Relations In History.



د پښتنو قبيلوي شخړې او تاجک قبيله



پښتانه د زرګونو کاله نه د دې خپلې خاورې دننه خلک دي که څه هم وخت په وخت د دوئي نه ډېر ټبرونه د هند عرب او ايران په لور تلي خو د پښتنو د وطن خپله سينه کله هم د خپلو وګړو نه تشه نه ده پاتي شوې هم دغه لامل دې چې ددوئي په خاوره هروخت که ېو اړخ ته غټ غټ زورور راغلي تېر شوي او پښتانه ئې څپولي او پښتانه هم ورسره په ډغره شوي کمه څرپه ئې پې نه ده کړې خو پښتانه هيچا پحېث د قام نابود کړې نه دي لکه څنګه اوسنې څلوېښت کلن اخ وډب چې دې چې په مېلينونو پښتانه ئې قرباني شو او کيږي خو پښتانه بېا هم په کمېدو نه په زیاتېدو دي 


 هم دغه راز د پښتونخوا خاورې ته د نړې د هر لوري نه وخت په وخت ډېرو قامونو ټبرونه . عرب ، ايراني، هندي ،يوناني، ګوجر ، منګول ،وغېره په لوئي غټو ټبرونو کښې راغلي خو د پښتنو د قامي لړمون ډوغل دومره ارت دې چې دا ټول قامونه ئې د ځان سره پخپله خاوره زغملي ځائې ورکړې قبول کړې دي او څو پېړې پس ددغه بارنو خلکو کړه وړه هرڅه په پښتنوالې وربدل شوي او سوچه پښتانه ګرځېدلي چې د افغان د ملي نوم شاته هم دغه د زغم او هضم کړه وړه ښکاري . پښتانه دغه خلک هم لکه د ځان پښتانه ګنړي او په نسلي توګه هيڅ کم توکم پالنه نه ساتي هم دغه خبره په ېو حديث پاک هم د خدائې پیغمبر ص وائلې ، من بطاء به عمله لم یسرع به نسبه ، څوک چې خپل کردار شاته کړه نو حسب نسب ئې نشي مخې ته بوتلې


 هم دغه د نسلي ضم او ېو کېدو عمل د نړې په سر په انساني ټولنه کښې په هر ځائې کښې شوې او کيږي دا یواځې د پښتنو کمه ځانګړتيا نه ده . پښتو او پښتون ولي څه خپلې لارې لري چې د برق صېب د وېنا ترمخه پښتو وائل او پښتون ولي ئې ډېر ستر بنسټونه دي کله هم چې دغه ېو چا پريښي نو که د پښتون ټبر کښې ولې نه وي  خو د پښتون د قاميت نه هغه بار کيږي لکه کله په امروزه ژوند کښې چې کم پښتون بېخونده کار اوکړي نو خلک وائي ته خو هډول پښتون نه ئې حال دادې چې ښه سوچه پښتو به وائي ! دغه شان که بار څوک راغلي ېا راشي خو چې پښتو او پښتون ولي خپله کړي نو څه وخت پس د پښتنو د قامي وجود برخه شي او هرګز دغه خلک د پښتون ولې نه څوک نشي بار کولې 



 په عامه توګه که تاسو اوګورې نو د پښتنو په ټولنه کښې کسب ګر هنرمند او ستانه دار خلک هم ډېر دي که د پښتنو په ټبرونو خېلونو کښې دا دننه نه هم وي خو بېا هم د پښتني کلتور رېښې او بنسټ دومره کلک دې چې دغه خلک هم ښه کلک پښتانه دي د قام کېدو او ماتېدو دا عمل په انساني ټولنه کښې د نړې دننه د هر قام دننه هم دغه شتون لري چې دا کمه ناشنا خبره نه ده . که په ېو قام کښې قبېلې خېلونه ټبرونه کندي وي نو دا تش د پیژاندګلو ېوه وسيله ده نه کم افتخارات لکه د ېو پلار خپلو بچو له بېلا بېل نومونه ځکه خو د جديد پرمخ تللي رياست په لړمون کښې دا ځانګړتياوې ټولې ور ېو کيږي او ايک ېو د شهريت اکائي د پېژندګلو لامل ګنړل شي .
باچاخان پخپل کتاب ،زماژوند او جدوجهد، کښې دپښتنو د ځان ښه او اوچت ګنړل او بل رور لاندې ګنړلو د ذهنيت او نفسیاتي رنځ په اړه ليکي ! ما د ،ټالسټائي، په يو کتاب کښې چې شپږويشت قیصې پکښې ليکلي، ( ټالسټائي يو ستر روسې ليکوال وو )  دا قيصه لوستې ده . چې يوه چينه ده دهغې نه هر محلت ته نلکه راغلې خو دهر محلت خلک پدې انښتې دي چې زمونږ د ،نلکې، اوبه پاکې او خوږې دي او ددې نورو نلکو اوبه ناپاکې او ترخې دي.  دې ته هيڅوک فکر نه کوي چې دا ټولې نلکې د يوې چينې نه راغلې دي نو څنګه د يوه هغه پاکه او خوږه شوه او نورې ناپاکې او ترخې شوې  اسلام خو دا تعليم ورکوي چې مسلمان به پدې کتاب هم ايمان او عقيده لري او په وړاندې مذهبونو او کتابونو هم ،والذين يؤمنون بما انزل الیک وما انزل من قبلک. داددې ثبوت دې چې اسلام د ټولو مذهبونو سره رواداري غوره کړې ده



د نړې د انسانانو ترمېنځ که په هره عقيده وي  لوېه رشته د انسانیت ده  هیڅ کم انسان ددغه پوړې نه غورځول نه دي پکار قرآن هم انسانیت ته وېنا کوي. د اسلام د يو امت کېدو شاته هم د انساني وګړو په ېو رورولې وردننه کول دي . هم دغه وجه ده چې په موجوده پرمخ تللې نړې کښې د ،ملل متحد، د سوري لاندې يو نړې وال تړون هم شته چې د بشري حقونو د څارنې او سر ته رسونې غږ تې کيږي



پښتانه هم د انساني ټولګي يوه برخه ده خپله خاوره ژبه وګړي او ځانګړې کلتوري  لري پښتانه په حيث د قام او ملت يو لوئي ټولګې دې چې څه کم سل مليونه وګړي لري .
دا وګړي لکه د نورو انسانانو خپله، قبيله ټبر ،  خيل ،کندې، او کورنې ،لري خو دا ټولې اکايانې دوئې په يواځيني قاميت ورننباسي . قبيلوي پيژاند ګلو د هرچا شته خو په ځائې ددې چې پښتانه دغه ،امتيازات ،په يو قاميت وربدل کړي يو وجود او يو تن جوړ شي خو د بده مرغه دغه قبيلوي علامتونو پښتانه ځان د ېوبل نه بېل کړي او هره قبيله ځان بېل بېل قام ګنړي هره قبيله د بل د حال نه ناخبره هر يو ځان د ځان له ژغورلو هڅه کوي خو دېته سوچ نه کوي چې ټوله نړې اوس په يو کلې بدل شوې ده د کابل او پيښور د کوئټې او مردان د واڼا او باجوړ ستونزې يوشان شوې دي څوک وائي زه، وزير، يم څوک وائي زه، مسید، يم څوک وائي زه، مومند ، اتمانخېل ،اپريدې ،ايسپزئې، ځاځې ،درانې، غلجې، او ،پلانې پلانې ېم ډيرو خلکو د خپلو قبيلو په نومونو په سماجي رسانو پانړې جوړې کړي او ټوله هڅه ئې پدې باندې وي چې ېره زما د قبيلې نسلي څيړنه نه ده شوې مونږ بس برتر او ناشنا خلک يو مونږ په تاريخ کښې ياد شوې نه يو هلکه ! که پښتون ئې خو په تاريخ کښې هم ياد ئې او تاريخ دې هم شته او که ته ځان د خپل قامي وجود نه ماتوې نو نور به هم ورکيږې او غورځيږې ځکه چې پښتانه وائي چې کمه مرغې د سیل نه بيله شي هغه ورکيږي کمه ګډه بزه چې د ،رمې، نه بيله شي هغه شرمښ ماتوي .دغه راز ځنې پښتانه څېړنکار د اوسنو شجرو په اړه هم ډېر شکونه وړاندې کوي د عربيت د نومونو ګډون دغه شجرې نورې هم مشکوکې کړې دي او د پښتنو د شجرو لرغونيت ئې وران ويجاړ کړې ځکه چې د څلورمې پېړې هجرې نه مخکښې د پښتنو په خاوره د عربيت هيچ کم اغېز نه دې پاتي شوې نو د زرګونو کالو پخوانو ټبرونو نومونه څنګه په عربې کښې شو. ښه او بد ټولنيز ښه والې او صفات په هره انساني قبيله کښې وي خو دا هرڅه د قام په ،وندر، کښې  راښکيل وي 


ډير کم خلک دا وائي چې زه ،پښتون يم افغان يم،  په ډير لاندې قامي اکائي کښې ځان ښکېل او بند ساتل د يو رنځورې ټولنې نښه وي .بله ېو تېروتنه چې نن سبا ئې د پښتنو په ټولنه کښې ددې ټولګو په نتيجه کښې د ،غلط العام، مرتبه موندلې هغه دا چې هر کس خپلې قبیلې ته قام وائي او ځنې خو پکښې خپل خېل او کورنې ته هم د قام سند ورکوي زما په فکر دا ډول سوچ خورول په قام کښې د قامي يون او ېوالي لپاره لوئي ناسور دې چې د پښتنو د ستر قاميت کچه دومره راغورځول شي چې هر سړې پکښې د دوه ګټو جومات جوړوي او هغې له د تقدس رنګ ورکوي خو په حقيقت کښې دا ټولګي بېا د مسجد خېر نه د مسجد ضرار درجه لري. . د ېو قام پرمختګ خلاصون دا د يووالي او قامي مټ په زور ممکن وي هم دغه وجه ده چې د  مغل سره پيرنګيانو هم د خلکو په ټولګو ټولګو کښې ويشل د خپل زورواکې د استبداد لپاره يوه لويه پلمه ګنړله د پيرنګي زورواکې په وخت کښې د اوچې وړې سيمه په 564  وړو وړو ریاستونو ويشل شوې وه 



 په نړې کښې د قامونو يو کېدل د يو قام د بقا او خلاصون راز وي چې دغه د قاميت په لاره نن هم د پرمخ تللي قامي رياستونو بام ته ختل کيږي۔ د قامونو تحليل کول خپل قامي نسبت بدلول نه منل  د مذهب رياستي زورواکې د علمي فکري مغالطو په اساس يوه ستره تيروتنه ده اسلام کله هم د چا قاميت نه تحليل کوي بلکې د قاميت شتون ېو انساني فطري جذبه ګنړي ځکه خو قرآن وائي چې هر پیغمبر مونږ د خپل قام نه رالېږلې بل ځائې وائي مونږ تاسو قامونه او ټبرونه جوړ کړي وې چې ېو بل اوپېژنې چې خپل قام پخپله ژبه ښه په آسانه پوهه کړي د قاميت ماتول   کله هم د چا په خير نه ده تمامه شوې

 مولانا عبيد الله سندهی وائي چې د قاميت د حقيقت نه انکار د اسلام د رورولې د فلسفې نه ناخبرتيا ده  اسلام نړې وال تګ لاره او تاريخي ارزښتونه تل د انسانانو قامي تنې ته درناوښت لري. زه  په ځانګړي توګه د پښتنو هغه پوهان ستائم چې هغې د قاميت او وطن پالې په تړون کلک باور ساتي چې ېو اړخ ته دغه پوهان د پښتنو قبيلوي نسلي څېړنه د ېو تاريخي زیار ترحده  هم کوي نو بلخوا دغه خورې ورې اکاېانې په ېو واحد قام کښې د قامي شعور د ارتقائي پړاوونو د لارې ور ېو کول هم غواړي بلخوا ځنې هغه نيم ګړي ليکوالان چې هغه تش قبیلوي څیړنې کوي خو د قاميت د یووالي کم پېغام نه ورکوي او د قاميت د تقدس نه هم منکر وي نو زما په اند دغه خلک هیڅ کم د خېر کار نه کوي بلکې د قاميت د یووالي نه پغېر دغه قبيلوي رېښې هسې ځان کړول دي او پدغه ځان  ځان  الوت به هيڅ کم خېر هم رانشي 


 قبيلوي ېا نسلي څیړنه تش ېوه تاريخي هڅه وي پدې نومونو باندې د قام ټغر لنډول کم سم کار نه دې ده څه وخت نه دغه کار د پښتنو په ځنو سيمو کښې وينو چې خلک تش د خپل ټبر غږ کوي او ده هغه پښتنو نه چې اوس ئې په پښتون والا کښې هيڅ کم شک نشته په زور په لاشعوري ډول ځان د دروند او تاریخي قام د وندر نه چپه کوي بس پښتون بلل شې دا ډېره ده . دغه شان په پښتنو کښې هغه رونړه چې نسلي رېښه ئې د بل قام سره وي د خپل تاريخ نه دې ځان خبر ساتي خو بلخوا دغه نومونه د کرکو او کينو لامل دې چرې هم نه ګرځول شي او نه دې ځان د پښتون  قاميت د تړون نه اوباسي ځکه ددې خبرو ډېر بد عواقب وينو 


هم داسې د بار نه راغلي خلک  زمونږ په ټولنه کښې ښه ډېر شتون لري خو دي اوس سوچه پښتانه ېو پکښې ،،تاجک ،، قبيله هم ده دا خلک په تاريخي اساس څوک دي ؟ د مېنځنې آسيا په خاوره ېو خپل وطن هم لري دغه شان د مېنځنې آسيا په ډېرو هېوادونو کښې په لکهونو میشت دي د افغانستان په ډېرو سیمو کښې هم مېشته دي خو د افغانستان په خاوره کښې چې کوم دي نو هغې خپله ژبه او کلتور اوس هم ساتلې د آمو نه په ختيځ لور چې کمه خاوره ده ډېر نور قامونه هم د پښتنو سره د زمانو نه مېشته دي دغه خلکو له ئې ځائې ورکړې خو خاوره د پښتنو ده دغه راز د کوزې پښتونخوا په ډېرو سيمو کښې هم د ډېر وخت نه دا خلک مېشت دي چې لوېه برخه ئې په کوز دیر کښې ده خو د پښتنو ټول کلتور دغه خلکو خپل کړې او د پښتنو سره ئې هېڅ کم توپير نه دې پاتي چې ممکن ده د دوئي راتګ هم د محمود غزنوي د وخت سره کم تړون لري ځنې څېړنکار تاجکان ايراني النسل بولي پخوانو سواتيانو ته هم تاجک وائي خو ولې پدې اړه د ،حېات افغاني ، ليکوال ېو ډېر علمي او تاريخي نظر وړاندې کړې چې په تاريخي توګه سم مالوميږي د حېات افغاني ليکوال د تاجک قبيلې په اړه خپلې څیړنې څه پدې ډول وړاندې کوي


په افغانستان کښې به داسې ډېر لږ ځايونه وي چې ځان له پښتانه دې پکښې مېشته وي . تاجک په لويديځو برخو او دهند په ختيځه برخه کښې د پښتنو سره اوسيږي . دلويديځ افغانستان په مختلفو برخو کښې تر آسيا پورې خواره واره دي . دوئي د اوزبکو په ملک کښې هم اوسيږي د ايران خلک دوئي تاجک بولي . د ايران په ېو شمېر ښارونو اصفهان ترکستان  کښې هم استوګن دي . دوئې  ته ،پارسي بان ،هم وائي په افغانستان کښې چې کم اصلي پارسي وانان دي نو هغه هم تاجک دي چې په مېنځنې آسيا کښې خپل ېو جلا ملک هم اوس لري . د تاجک د کلمې په اړه ډېر رواېات دي خو درسته داده چې دا د  ،تازي تازيک، کلمې نه اخيستل شوې. په قديم پهلوي ژبه کښې عربو ته ،تازي ،وائل کېدل او د تصغير کاف په ېو ځائې کېدو سره ،تازي، په ،تازيک، او زا په استعمال کښې په ج بدلولو سره ،تاجک ،شو . تاجک د دېګانانو نه جلا خلک دي ځکه چې دېګانان ډېر مخکښې او تاجک د اسلام راتلو نه پس د عربو په نسلي ګډون مېنځ ته راغلي . په فارسي ژبه کښې عربو ته اوس هم تازي وائي او د پارس د لغاتو په کتابونو کښې ده تاجکو په اړه راغلي چې تاجک د هغه عربو اولاد دې چې په پارس ېا نورو ملکونو کښې پېدا شوي 


  په ړومې هجرې پېړې کښې د پارس ټول هېواد تر د اوزبکو پورې عربو اونيولو د دغه سيمو د نیولو سره دغه خلک مسلمانان کړې شو او دوئي ته ئې خپله ژبه هم ورايزده کوله په افغانستان هم پدغه وخت کښې ېرغلونه د عربو نه راتلل خو د اوزبکو او پارس پشان د پښتنو سيمې د مزاحمت له کبله  په پوره ډول اونه نيول کېدې څه ښارئې به ئې اونيولې خو د غرونو خلک تر درېمې هجري پېړۍ پورې د عربو سره په جنګونو بوخت پاتي وو  . په پېل کښې د پارس لويديځ افغانستان او د اوزبکو په سيمه چې کم خلک اوسېدل نو ددوئي ژبه د پخوانې پارسې په اساس مخې ته راغلې چې کله عربو پدې خلکو غلبه اومونده نو موجوده مروجه پارسي ژبه هم پدغه وخت کښې مخې ته راله چې د پخوانې پارسې او عربې په ګډون جوړه شوه هم دغه خلک د عربو اولاد دې چې څه وخت پس د نورو خلکو سره خلط شو او هم دغه خلک د تاجکو نيکونه دي د پارسي وانو او عربو د ګډون نه بېا ترکستان او چيني ترکستان هم مېنځ ته راغلې 

 د چنګېز خان په وخت کښې  د اوارو سیمو تاجک اوڅپول شو او کم تاجک چې په غرونو کښې وو تر د بدخشان هغې آزاد وو د افغانانو په مقبوضه سيمو کښې هم تاجک رورو  آباد شو چې تر اوسه شتون لري چې په ،ننګرهار ، ګردېز، لغمان، او د افغانستان په ټولو لويديځو سيمو کښې مېشته دي  تاجکان ډېر نرم خوېه خلک دي جنګېالي نه دي


ليک مولانا خانزيب...




Pashto Times Tags For This Blog Post.

History of Tajiks or Tajak In Pashtunkhwa. Pukhtunkhwa Ki Da Tajak Qoom Tarikh. 

History Of Tajaks In Pashto. Tajik History In KPK. 

How Tajik Tribes Settled In Khyber Pukhtunkhwa?


Where Are Tajik Pashtuns Came From? Maulana Khanzeb Bajaur Research About Tajiks And Pashtuns Relation Over The History. 



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso