طالب جان!
طالبان د همدوی په نامه له جوړ شوي تحریکه له عجیب تاریخي حالت سره مخ دي. طالبان د ټوپکیانو خلاف را پورته شوه، ورو ورو یې موخې نوې کېدې تر څو د کابل په ګدۍ هم کیناستل.
مونږ دلته نه د هغو په تاریخ خبرې کوو او نه یې په ښو او بدو خواوو، طالب په ۲۰۰۱ لومړي کال هغه وخت له کابله پښې سپکې کړې ، چې امریکایان له خپلو نورو نړیوالو انډيوالانو سره په هېواد را تويې او شمال ائتلاف د وږو لیوانو په توګه په کابل را ننوتل.
بن کې د نړۍ د سرنوشت ټاکونکي را ټول شول او دلته یې د قومونو او تنظیمونو داسې ګډوله حکومت د کرزي په مشرۍ تعین کړ، چې لسیزې به وغواړي تر څو ملت له دغو ميراث خورو بیغمه شي.
هر څه چې وه(په دې خبره نو بیا د طالبانو مشران تر هر چا ښه پوهیږي) طالبانو له چا سره جنګ نه درلود او د ژمي په خوب ویده وه، بیا چا را جګ کړه، وسله یې ورکړه او ورو ورو یې ترې داسې قوت جوړ کړ، چې باید افغان لانجه کې مطرح وي. د قطر دفتر جوړ شو، ورو ورو یې د مشروعيت هڅې پېل شوي، بیا غربي او امریکایي ورځپاڼو او چينلونو لابي ورته شروع کړه او دوی ته یې لږ نور باروت هم ور زیات کړل.
د ورځې په تيرېدو پَردِې لرې کېدلې او څېرې بربڼډېدې. یو وخت داسې هم راغی، چې په خواره خوله یې اعلان وکړ: له امریکایانو سره اوربند او افغان ځواکونو سره جنګ لرو.
اوس هغه ساده طالب، چې د دین او افغانستان د ژغورنې په نامه یې ځان وقف کړی وه حک حیران ده، چې مونږ څوک وژنو مونږ غازیان یو که قاتلان؟ او که مونږ وژل کېږو شهیدان یو که باغیان؟
همدغو بې باوریو د طالب له قوت څخه هغه دیني ولولې اخېستې، چې دوی به ورته باور درلود.
د دوحې او کویټې تر مینځ د ځمکې او اسمان معلوم تفاوت، د یوه جنګيالي او بهرمیشتې طالب مشر د امکاناتو اڼډول او داسې نور سره یو ځای شوي او په ټولنه کې یې د طالبانو مقام له لوی ګواښ سره مخ کړی.
جنګيالي طالبان باید د خپلو مشرانو له معاملو ځانونه خبر کړي تر څو د خپلې راتلونکې په هکله ښه پرېکړه وکړای شي.
د کویټې نننۍ پېښه د همدغو اختلافاتو او سوالونو پايله ده
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.