Skip to main content

The Fake Story of Qais Abdur Rasheed

تاريخ خان جهانى و مخزن افغانى دا مغالطو نه ډک تاريخ:-

( قيس عبدالرشيد بن عيص حقيقت يا افسانه )

سوال نمبر ٨: آيا قيس د عبرانى ژبے لفظ دے ؟ 

سوال نمبر ٩ : حضور صلى الله عليه وسلم ته چه کوم وفود راغلے دى هغے کښے يه د قيس بن عيص نومى سړى نوم په عبدالرشيد بدل کړے دے او که نه ؟ 
دے دواړو سوالونو جواب به يوځاے بحث کوو ـ ځکه چه د يو بل سره تړلے دى ـ 

جواب:- 

قيس تورے :- 
قيس تورې د عربى دے ـ چه معنى يه ابو الفضل مولانا عبدالحفيظ بلياوى خپل کتاب مصباح اللغات کښي داسي کړے ده ـ
" قاس يقيس قيسا وقياسا ــ په ناز سره تلل يا اوږے کيدل ــ الطيب قعرا الجراحۃ : د زخم د منبع ناپ کيدل ــ صفت قاٸس -- الشى بغيره او على غيره ــ د يوشان والے اندازه کول ـ ـ قايس قياسا ومقايسۃ بين الامرين ــ اندازه لګول ــ تقيس ــ د قبيله قيس غيلان سره ځان ګنړل ـ  
نو د مطلب دا شو چه د قيس معنى اندازه لګول ـ يا پيماٸش ده ـ
دغه شان د قيس معنى په " المغرب في ترتيب العرب للمطرزي" کښے داسے ذکر کړے ده ـ
" (ق ي س) : (الْــقَيْسُ) مَصْدَرُ قَاسَ وَبِهِ سُمِّيَتْ الْقَبِيلَةُ الْمَنْسُوبُ إلَيْهَا ابْنُ أَبِي نَجِيحٍ الْــقَيْسِــيُّ وَالْعَيْنُ تَصْحِيفٌ " 
يعني په معنى د اندازه يا پيماٸيش ده ـ 
او دغه شان " مختار الصحاح للرازي" د قيس معنى داسے ذکر کړې ده۔  
" ق ي س: (قَاسَ) الشَّيْءَ بِالشَّيْءِ قَدَّرَهُ عَلَى مِثَالِهِ. وَيُقَالُ: بَيْنَهُمَا (قِيسُ) رُمْحٍ وَ (قَاسُ) رُمْحٍ أَيْ قَدْرُ رُمْحٍ. " 
دوى کښے هم په معنى د پيماٸش يا اندازه لګول دي ـ 

حبيب سالمون په "قاموس عربي انجليزي متقدم للمتعلمين" کښے د قيس په معنى ليکلے دى ـ

" قيس
قَاسَ (ي)(n. ac. قَيْس
قِيَاْس)
a. [acc. & Bi
or
'Ala], Measured by; proportioned, compared with; judged
inferred from.
b. Walked with measured steps, stepped proudly.
c. ['Ala], Judged by comparison with; copied, took as a
model.
قَيَّسَa. see I (a)
قَاْيَسَ
a. [acc. & Bi
or
Ila]
see I (a)b. Measured; calculated the measure of.
c. [Bain], Compared.
d. [ coll. ], Fitted in, adjusted (
rafters ).
تَــقَيَّسَa. Belonged to the tribe called قَيْس .
تَقَاْيَسَa. Compared (qualities).
إِنْــقَيَسَa. Was measured; compared.
b. Was determined, judged of by analogy.

إِقْتَيَسَa. see I (a)
& III (b).
c. [Bi], Was like, took after, imitated.
قَيْسa. Name of an Arab tribe.

قَاس (a)
قِيْس (a)
مَــقِيْس []
a. ['Ala], Model, exemplar, standard; pattern.
b. see 23yi (e)
قَائِس []
a. Measurer; comparer; reasoner.
b. Prober.

قِيَاس [] (pl.
أَــقْيِسَــة)
a. Measure; measurement.
b. Comparison; analogy.
c. Rule; paradigm.
d. Syllogism; premises.
e. Example, model.
f. Ratiocination, reasoning.
قِيَاسِيّ []
a. Mensural.
b. Comparative.
c. Ratiocinative.
d. Syllogistic.
e. Analogous; regular.
قَيَّاس []
مِقْيَاس []
مَقَاْيِيْسُ)
a. Measure, measuring-instrument.
b. Probe.
c. Quantity.

مُقَايَسَة [ N.
Ac.
قَاْيَسَ
(قِيْس)]
a. Measure, measurement, proportion.
b. Comparison; valuation.

قَيْسًــا
a. By measure, by rule.

عَلَى القِيَاس
a. Regularly; measurably.

مِقْيَاس النِّيْل
a. The Nilometer.

قَيْسَــب قَيْسَــبَانِيّ
a. see قَسَبَ

[[قيســر -]]
قَيْسَــرَ - —
قِيْسَــارِيَّة 
a. Cæsarea (city). "

دے پورته حوالو نه د خبره مونږ خکاره شوه چه قيس د عبرانى ژبے تورے نه دے بلکه د عربى تورے دے ـ 

د قيس نوم په عبدالرشيد بدلون :- 

د تاريخ کتابونه ، سيرت صحابه کتابونه او د جرح تعديل کتابونه چه هر څومره دي د ټول چه اولټے په يو کتاب کښے به هم د څوک ثابت نه کښے چه د قيس نوم رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم په عبدالرشيد بدل کړے وى ـ او عبدالرشيد يه څه کښے چه څوک د هم نشي ثابت کولے چه د قيس نوم يې بل نوم ته هم ندے بدل کړے ـ کومو کتابونو چه د قيس نومے صحابه کرامو  او تابيعينو ذکر کړے دے په هغے کښے لوٸ علماء کرام شامل دى چه هغے کښے يو نوم هم په قيس عبدالرشيد ندے بدل شوے ـ لکه د مثال په توګه د ابن عبدالبر کتاب  " الاستيعاب في معرفة الصحابة" کښے د قيس د نوم صحابيانو ذکر شته ـ د ابونعيم الاصبهانى کتاب مغرفۃ الصحابه کښے د قيس د نوم د صحابيانو ذکر شته ـ دغه رنګ په التاريخ الکبير د بخارى، د ابن حبان په الثقات کښے، د ابن اثير په اسدالغابه کښے، د ابن حجر په الاصابه کښے، د ابن ابى حاتم په الجرح والتعديل کښے د قيس د نوم د صحابه کرامو رض ذکر موجود دے ـ هو يو قيس نوم هم په عبدالرشيد باندے بدل شوے نه دے ـ د کتابونه په نټ باندے موجود دى هر يو کس يه کتلے شے ـ او سوال داځے د را پورته کيږى ـ چه ولے يو عربى نوم يه په عجمى نوم بدل کړو ـ رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم چه څومره نومونه هم بدل کړے دى زيات تر يه په عبدالله او عبدالرحمن نوم باندے بدل کړي دى چه خالص د عربى نومونه دي ـ او ځکه يه بدل کړے دى چه د هغے معنا درست نه وے ـ د مثال په توګه د ابن سعد د کتاب " طبقات الکبرى " نه يو څو حوالے راوړم چه کوم قسم نومونه رسول الله صلى الله عليه وسلم بدل کړے دى او ولے يه بدل کړے دى؟ ـ 
ابن سعد د وفد جهينه په باب ذکر کړے دى چه ابو عبدالرحمن نه روايت دے ـ وى چه کله رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم مدينے ته تشريف راوړو نو تاسو ته عبدالعزى بن بدر بن زيد بن معاويه الجهني چه د بنى العربه بن رشدان بن قيس بن جهينه نه وو ـ د وفد په شکل کښے حاضر شول ـ رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم عبدالعزى ته وفرماٸيل چه ستا نوم عبدالله شو ـ او ابو روعه ته وفرماٸيل چه انشا الله ته به دشمن ته ډير نقصان ورکښے ـ بيا نبى عليه السلام دوى نه پوښتنه اوکړه تاسو څوک يې ـ دوى ورته اوٸيل چه بنى غيان( د غيان معنى سرکشى ده) يو ـ نو نبى عليه السلام ورته اوفرمٸيل چه تاسو بنى رشدان يې ( رشدان معنى هدايت موندلو واله ده ) ـ د دے خلکو د وادي نوم غوى وو ( چه مطلب يه ګمراهى او سرکشى ده ) ـ رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ورله نوم بدل کړو او وادي رشد يه ورله کيښودو ـ 

دغه شان ابن سعد بل ځاے ذکر کوى چه د بنى هلال بن عامر وفد رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ته حاضر شوـ  دوى کښے يو کس نوم عبد عوف وو ـ رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ورته نوم بدل کړو او عبدالله ورته کيښودو ـ 

دغه شان ابن سعد د بنى سليم بن منصور کښے ذکر کوى چه دى وفد کښے د يو کس نوم غادى بن عبدالعزى وو ـ رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ورته وفرماٸيل ته راشد بن عبدابه شوے ـ( غادى معنا ګمراه ده ـ او راشد معنا هدايت موندلو واله ده )

اوس د پورته حوالو نه دوه خبرے مونږ ته خکاره شوے ـ وړمبى د چه نبى عليه السلام هغه نوم بدل کړے دے چه معنا يه صحيح نه وه ـ دويمه ده چه کوم نوم يې بدل کړے دے ـ نو په عربى نوم باندے يه بدل کړے دے ـ دے نه علاوه عجمى نوم باندے ندے بدل کړے ـ اوس عبدالرشيد يو عجمى نوم دے نو څنګه به قيس چه يو عربى نوم دى بدل کړے وى ـ بل اهمه خبره دا ده چه رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم  رحمۃ العالمين وو ـ چه د يو قيس نوم يه بدل کړے وو ـ نو پکار دا وه چه د قيس د نوم چه څومره صحابه کرام وو چه هغوى نومونه يه هم بدل کړے وے ـ ځکه رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم قول دے "چه کوم څيز ته ځان د پاره خوښوے نو د بل مسلمان روور د پاره هم هغه خوښ کړه ـ"  نو پکار هو د وه بيا چه يو قيس نوم يه بدل کړو ځکه د هروى صيب مطابق وى دا ده عبرانى ژبے وو نو په عربى يه ورته بدل کړو نو بيا يې چه د نورو صحابه کرامو هم بدل کړے وے ـ 

نتيجه :- دپورته خبرو خلاصه دا ده چه د قيس بن عيص نومے وفد هو اول رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ته تلے نه دے ـ نو نوم به يه ورله د قيس نه څنګه بدل کړے وى په عبدالرشيد  ـ هروى صيب يو افسانه جوړه کړے وه او زمونږ پښتنو ټول تاريخ يه د مغلو په ايما مسخ کړے دے ـ چه حقيقت سره هيڅ سمون نه خوري ـ بل هروى صيب دے کښے هم تيروتے دے چه قيس د عبرانى لفظ دے ـ قيس سوچه د عربى تورے دے 

The Story of Qais Abdur Rashid
Pashto Times
Pashto History

 

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso