دَ خپل ډېر ګران اؤ زړۀ ته راتېر فهد آیوب ورور پۀ غوښتنه دَ سائل صېب دَ کتاب((دَ ویر پۀ چم کښې وار دَ نغمو دے)) نه یوه ډېره مشهوره اؤ انقلابي سندره ټولو قام پاله ملګرو اؤ مینه والو ته پۀ ډېر پُښتنه مینه ډالۍ ـ مینه اؤ مننه 🎀🌺💚️💐️❣️💚️💞🍀🌺🍀💐💚🌺🎀 را واخلئ بیا دَ انقلاب سرۀ نشانونه پُښتنو ځلمو دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو چې پۀ خندا کړو دَ ژوندون مړاوي ګُلونه ګُلالو ځلمو دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو دَ دغې خاورې دے وطن پۀ خاطر ملګــرو پاڅئ بېداري پېدا کړئ دَ دې تالا والا ګُلشـن پۀ خاطر ملګــرو پاڅئ بېداري پېدا کړئ دَ سُـور سپـرلي دَ ګُلبـدن پۀ خاطر ملګــرو پاڅۍ بېداري پېدا کړئ شلول به غواړي زولنې اؤ زنځیرونه لېونو ځلمو دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو توئي پۀ وطن کښې دَ ځلمیانو وینې ځلمـو پۀ تاسو باندې سوال کوي دَ خوئېندو مئېندو ماشــومانو وینې ځلمـو پۀ تاسو باندې سوال کوي دَ دهقانانــــــو مـــــــزدورانو وینې ځلمـو پۀ تاسو باندې سوال کوي کۀ ځان ګټل غواړئ نو اوشیندئ سرونه لېونو ځلمو دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ م...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.