دَ خپل ډېر ګران اؤ زړۀ ته راتېر فهد آیوب ورور پۀ غوښتنه دَ سائل صېب دَ کتاب((دَ ویر پۀ چم کښې وار دَ نغمو دے)) نه یوه ډېره مشهوره اؤ انقلابي سندره ټولو قام پاله ملګرو اؤ مینه والو ته پۀ ډېر پُښتنه مینه ډالۍ ـ مینه اؤ مننه
🎀🌺💚️💐️❣️💚️💞🍀🌺🍀💐💚🌺🎀
را واخلئ بیا دَ انقلاب سرۀ نشانونه پُښتنو ځلمو
دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو
چې پۀ خندا کړو دَ ژوندون مړاوي ګُلونه ګُلالو ځلمو
دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو
دَ دغې خاورې دے وطن پۀ خاطر
ملګــرو پاڅئ بېداري پېدا کړئ
دَ دې تالا والا ګُلشـن پۀ خاطر
ملګــرو پاڅئ بېداري پېدا کړئ
دَ سُـور سپـرلي دَ ګُلبـدن پۀ خاطر
ملګــرو پاڅۍ بېداري پېدا کړئ
شلول به غواړي زولنې اؤ زنځیرونه لېونو ځلمو
دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو
توئي پۀ وطن کښې دَ ځلمیانو وینې
ځلمـو پۀ تاسو باندې سوال کوي
دَ خوئېندو مئېندو ماشــومانو وینې
ځلمـو پۀ تاسو باندې سوال کوي
دَ دهقانانــــــو مـــــــزدورانو وینې
ځلمـو پۀ تاسو باندې سوال کوي
کۀ ځان ګټل غواړئ نو اوشیندئ سرونه لېونو ځلمو
دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو
یؤ خوا پُلاؤ بل خوا ساړۀ آنغري
ملګـرو دغه څۀ دي دا څۀ کیږي
یؤ خوا خندا بل خوا سلګۍ خوراکه
ملګـرو دغه څۀ دي دا څۀ کیږي
دَ یؤ وطن دَ یؤ آدم ځامنــــــــو
ملګـرو دغه څۀ دي دا څۀ کیږي
سېزل به غواړي دا نظام دا رواجونه لېونو ځلمو
دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو
زما وطن دَ سرو اؤ سپینو نه ډک
زۀ مـــزدورو پسې بهر ګرځمــه
زۀ یؤ پُښتون خانه بدوش دَ وطن
کډه پۀ ســـر اؤ در پۀ در ګرځمــه
زۀ پۀ ګُناه اؤ ثواب څۀ پوهېـــږم
پۀ جنتي خاوره نهر ګرځمـــــه
راځئ چې ورک کړو دا تضاد دغه ظلمونه لېونو ځلمو
دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو
🎀🌺💚️💐️❣️💚️💞🍀🌺🍀💐💚🌺🎀
پۀ ډېر درناوي جمیل خان
🎀🌺💚️💐️❣️💚️💞🍀🌺🍀💐💚🌺🎀
Da,khawra inqilaab ghwari
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.