سکندراعظم او پښتانه
سکندر چې دنيا ٸې د اليګزنډر په نوم هم پيژني ـ د پلار نوم ٸې فيلپ وو چې د مقدونيې بادشاه وو او د يو يوناني دلاسه ووژل شو او بادشاهت سکندر يعني اليګزنډر ته پاتې شو ـ
سکندر د مشرقي مهم آغاز وکړو ـ لس کاله په دې مهم کې لګيا وو څلورو کاله ٸې د پښتنو سره په جنګ کښې تير کړل او شپږ کاله ٸې د اسياٸې صغير يعني شام،بابل،مصر،فارس ، او هند په جګړو او سفرونو کښې تير کړل ـ
مونږ به دلته د سکندر هغه جنګونه چې د پښتنو د ځنو قبيلو سره ٸې کړي دي هغه به ګورو د هغې قبيلو زاړه نومونه به ګورو او د هغوي شتمني به ګورو ـ
سکندر چې کله ايران ته رارسي نو دې وخت کښې د ايران بادشاه دارايوش کردو مانوس وو ـ د يونانيانو او ايرانيانو يعني سکندر او د دارا ړومبے جنګ د ګرانيکس نومې سيند په غاړه وشو چې ايرانيانو ماتې وخوړه ـ دويم جنګ د اسوس په مقام وشو خو ايرانيانو بيا شکست وخوړو ـ دريم جنګ د ګوګاميلا په ميدان کې وشو په دې کښې هم ايرانيانو شکست وخوړو ـ د پوهانو په نزد په دې جنګ کښې د پښتنو فوځونو هم شرکت کړے وو ـ
ياده دې وي چې د سکندر ټول فوځ شپيته زره وو ـ
سکندر د ايران دوه ن سوه کاله زوړ حکومت ٣٣١ق م کښې ختم کړو او په ايران باندې د يونانيانو حکومت شو ـ
سکندر چې سجستان فتح کوي نو اراکوزيا يعني قندهار ته راځي او دغه صوبه هم فتح کوي ـ بيا د کابل په لور راوانيږي په لاره باندې د پښتنو قباٸلو دلاسه ډير زيات تزنيږي ـ کابل ته راځي او بيا د کابل نه سمدستي د هندوکش په درې کښې راتيريږي او دلته يوه چاوڼې هم د قفقاز په نوم جوړوي ـ
د دې نه پس سکندر د کوشن په دره باختر ته راځي او بيا اتلس ورځې پس اندراب ته رسيږي ـ دلته بسوس نومې بادشاه ته شکست ورکوي چې د باختر بادشاه يا ګورنر وو ـ سکندر بره پښتونخوا کښې تقريباً دوه کاله اټال شو او د پسرلي په موسم کښې د کوه هندوکش په درو راتير شو او د کوه دامان کڅٸ ته راغے ـ د دې نه پس نيکاٸيا ته راغے چې د پوهانو په خيال کابل يا جلال اباد چرته يوه علاقه ده ـ د دې نه پس سکندر خپل فوځ په دوه برخو کړل يوه برخه ٸې د هيفاستون او پرويکاس دوو جرنيلانو په کمان کښې په دې غرض د اباسيند اړخ ته وليږله چې هلته يو پل د اوړيدو دپاره وتړي ـ دا په يقين سره نه شي وٸيلے چې دا فوځ به د موجوده د خيبر په دره راتير شوے وي اوکه د کامې لالپورې سره به يې چرته سيند عبور کړے وي ـ او د کړپې او ګنډاو په لارې به د اوسنو مومندو په علاقه راتير وي او په دوابه کې به داخل شوے وي ـ يا به د تترې په خواکې راتير وي ـ خو که په هره دره کې وو خو د پښتنو په علاقه راتير شوے وو ـ دې فوځ پيوکي لوټيس فتح کړو او ګورنر ته ٸې ماتې ورکړه ـ پيوکي لوټيس چې په پشکلاوتي هم مشهور ښار وو چې پوهان ٸې د نن وخت چارسده ګڼي ـ
اوس راځو خپلې موضوع ته مونږ د سکندر په حملو کښې د پښتنو ځنې قبيلې ګورو ـ ياده دې وي چې دا دومره اوګد بحث د سکندر د مهماتو ما ځکه وکړو چې لوستونکي په دې پوهه شي چې سکندر کوزه پښتونخوا ته څنګه راورسيدل ـ
د درياٸې کابل قطب ته هغه غرٸيزه علاقه چې د رود کوڼ پنجکوړې نه سرابيږي د سکندر د حملې په وخت کې په دې علاقه کښې درې قبيلې اوسيدلې چې د سکندر مورخينو ٸې ذکر په خپلو ليکنو کې کړے دے ـ دغه درې قبيلې چې د پښتنو قبيلې يا پښتانه ګڼلے شي او سکندر ته ٸې ډير زيات زيان رسولے دے دغه دي ـ
اساکيني : دا قبيله د پوهانو په خيال باندې د تالاش د کڅٸ نه واخله تر بونيره پورې اباده وه ـ لکه چې دا خبره اوس ثبوت ته رسيدلې چې دا خلق بلڅوک نه بلکښې پښتانه وو ـ د پوهانو په خيال باندې دا خلق د نن وخت اتمان خيل ، سواتيان ، او ګدون يا جدون دي ـ
دې خلقو سکندر دومره بد بد اووهل چې سکندر په ځان حيران شو ـ يو وخت سکندر چې کله دې خلقو زخمي کړو نو دا ٸې د خولې وختل چې ماته خو به خلقو ابن مشتري وٸيل خو اوس معلومه شوه چې زه يو عام انسان يم ـ
اسپاسي : بله قبيله چې سکندر ورسره جنګيدلے ده هغه اسپاسي ده ـ چې پوهان ٸې د نن وخت يوسپزي ګڼي ـ کله چې سکندر په رود ګوڼ راپورې وتل او د هندو راج په غرونو باجوړ ته راکوز شو او يو ښار چې يونانيانو اريګاٸن ياد کړے دے ـ د دې ښار نه اسپاسي يعني دا پښتانه تختيدلي وو او ښار ته ٸې اور ورپورې کړے وو او غرونو ته تختيدلي وو خو سکندر ورپسې هلته هم لاړ او څلويښت زره کسان د سکندر په لاسو بنديان شو ـ خو دې جګړو کښې يونانيان هم زخت زيان شول ـ د پوهانو په خيال د دې اسپاسيانو نه سکندر دوه لکهه ديرش زره غواګانې يونان ته وليږلې ـ تو دا نه وٸيل کيږي چې سکندر دې اسپاسيانو ته مکمل شکست وکړے وو اوکنه خو دا خبره واضحه ده چې سکندر سخت ګير شوے وو ـ او سخت زيان ٸې پورته کړے وو ـ
ګوري : د سکندر سره چې بله کومه قبيله جنګيدلې هغه ګوري قبيله ده ـوٸيلے کيږي چې دا خلق د رود ګوري په غاړه اباد وو ـ يونانيانو د دې دپاره ګوراٸيوس او په مها بهارت کښې ګوري لفظ پکارولے شوے دے ـ د پوهانو په خيال دا بل رود نه دے بلکښې رود پنجکوړه ده ـ لکه بره مو د اساکيني او اسپاسي په حقله اووٸيل چې دا پښتنې قبيلې دي چې اساکيني اتمان خيل ،سواتيان او جدون دي او اسپاسي يوسفزي دي ـ نو دا ګوري کوم خلق دي ؟ د پوهانو په خيال دا ګوري بل څوک نه بلکښې غوريه خيل دي ـ
دا خو ځنې قبيلې وې چې د سکندر سره جنګيدلې وې خو ځنې داسې نومونه هم دي چې د سکندر مورخينو د هغې علاقې يا د قبيلې دپاره اخستي دي لکه : مساګا ، بازيرا ،اورنوس ، اورا ، ديرتا ـ
اول راځو مساګا ته ـ
مساګا ; د مساګا ښار د پوهانو په خيال باندې د ناوګې سره چرته نيژدو اباد وو ـ د ځنې پوهانو په خيال دا ښار د سوات منګلور په مقام به وو ـ
بازيرا : د پوهانو په خيال چې بازيرا به په هغه مقام اباد وو چې نن وخت بريکوټ کلے اباد دے ـ
اورا :_ دا يو بل مقام دے چې د سکندر مورخينو بيان کړے دے ـ د پوهانو په خيال دا مقام د بريکوټ نه څو ميله پورته اوډيګرام په خواکې هغه ځاے دے چې اوس د راجا ګيرا په قلا ياديږي ـ
اورنوس : د اورنوس غر د پوهانو په خيال د مهابڼ غر دے ـ خو ځنې پوهان اختلاف لري او د کاڼه غوربند د درې نه پورته د اباسين ښي غاړه د پير سر په نوم ياديږي هغه مقام يا ځاے ګڼي ـ
ديرتا : د دې ځاے په حقله پوهان څه چپ شان دي خو ځنې پوهان ٸې د مهابڼ نه په قطب چرته يو ځاے ګڼي۔
په دې ټولو مقاماتو کښې دغه درې قبيلې د سکندر سره جنګيدلي دي چې اساکيني ، اسپاسي او ګوري په نوم ياديږي ـ کي شي چې نورې قبيلې هم د سکندر سره په دې علاقه جنګيدلې وي خو د سکندر مورخينو دغه درې قبيلې ښې په وثوق سره يادې کړې دي او سکندر ته ٸې ښه زيان رسولے دے ـ
نوټ : زما د دې ليکنو نه مراد يو عام پښتون وګړے د خپل تاريخ او جغرافيې نه خبرول دي ـ
نور اپريدے
ډیر ښه ، سکندراعظم نا مخکي هم پښتونخوا زمکہ او خلک وو او بيا روسټه هم وو ، سکندر نا مخکي هيروډوټس تير شوې او هغه پکټو او پکټويټ په نوم خلک په تاريخ کښې ياد کړی خو د هغې نا مخکې مکمل تيره ده او دغه تيره هم رڼا کول پکار دی ، په دي ما کوششونه کړي علم
ReplyDeleteالبشريات علم السان ، علم الاسماه ارکيالوجی قديم تاريخ او تاريخ فلسفے د علوم په رڼا کښې د پښتنو ابتدائی تاريخ بنيادونو راښکاره کولو کوشش مي کړې که ژوند مي وو نو انشاه الله کتابی شکل به ورکوم خو د کتاب ليکلو نا زيات وډيو يا فلم په ذريعه خلکو ته حقائق چی کوم ښکاره دی ښودل غواړم چی هلته نا يا هغه خلکو کښې ولاړ يو او خلکو سره هغه ثبوتونو سره وښائم ، هسې سعدالله چان برق صيب هم يو پرواز کړې خو هغه حسب دستور اردو کښې ليکلې نوم د کتاب هندوکش کی نسليں اور پختون
دے