Skip to main content

Bette Dam about Taliban and Mula Umar

د نیدر لینډ د جرنلسټې Bette Dam د ملا عمر په اړه د کتاب لوستلو نه پس زه په دې نتیجه ورسیدلم که چرې هم د افغانستان په جنګ یو ازاد کمیشن جوړ شو او هغوي په دې جنګ کې د ټولو فریقینو نه پوښتنې وکړې نو مالومه به شي ، چې دلته طالب چا پمپ کړی؟
او چا ترې ګټې اخستي؟
او د امریکې په افغانستان کې د شتون نه د افغانستان جنګسالارانو څومره ګټې پورته کړي ؟
د طالب نه څومره مقامی او بین الاقوامي سرمایه دارانو او بدمعاشانو ګټې پورته کړي ؟
د Bette Dam په دې کتاب کې تر ټولو نه مهم باب د مولا عمر ژوند پس د ۲۰۰۱ نه دی ، په دغه لوستلو باندې سړی ګوته په خوله او خیران دریان پاتې کیږي ، چې صرف د مولا عمر د نامې نه طالب او د افغانستان جنګسالارانو څومره استفاده کړې؟
جرنلسټې Bette Dam په دې کتاب کې د مولا عمر د ټولو پخوانیو طالب مشرانو انټروئ بیان کړي چې پکې په کوئیټه کې د ISI د چتر لاندې میشت طالبان مشران هم شامل دي .
په دغه کتاب کې د مولا عمر د نژدې ملګري مولوي جبار عمري انکشافات د څیړلو وړه دي .

د مولا عمر یو بل ملګری عبدالسلام راکټی وایې کله چې زمونږ رژیم د کال ۲۰۰۱ په اخره کې وغورځیدلو نو د طالبانو اخرئ غونډه په کندهار کې د یو سوداګر کور ته راوغوښتلې شو چې د مسقبل لپاره خپل پلان جوړ کړي . په دغه غونډه کې مولا عمر د خپلو ملګرو نه پوښتنه وکړه چې اوس به څه کیږي ؟
نو موږ ټول تر یو څو لحظو پورې چپ وو زما د خلې ووتل چې بله هیڅ لار نشته بې د حامد کرزئ سره د سیاسی جوړ جاړي نه ، باید مونږ وسلې وغورځوو او د افغانستان په ودانې کې برخه واخلو ،
مولا راکټی وایې دغه وخت د مولا عمر په لاس کې ټوپک وو او زما ګمان وو چې په دې خبره کولو به ملا عمر ما قتل کړي خو ولې بله چاره نه وه .

مولا عمر خاموش پاتې شو او ماته په دغه غونډه کې ناستو ملګرو ویل چې هم دا رای زمونږ وه خو تا راله خاموشي ماته کړه .

مولا عبدالسلام راکټي وایې ددغه غونډې نه پس مونږ کرزئ ته پیغام ولیږلو خو ولې د امریکې د هغه وخت وزیر دفاع ډونلډ رمز فیلډ ته او ګل اغا شیرزۍ ته دا هیڅکله قبوله نه وه چې د طالبانو سره دې جوړ جاړې وشي . څه ورځې پس ګل اغا شیرزئ په دغه مهمو طالبانو کومندانانو نیولو او وژلو پسې شو او د طالبانو لخوا د تسلیمیدلو پلان یې دړي وړي کړو .

څه مشران لاړل کویټې ته او مولا عمر د معتصم اغاجان لخوا پاکستان د تللو دعوت رد کړو او د مولا جبار عمری سره زابل قلات ته لاړو او هغلته د عبدالصمد استاذ په کور کې دواړه دیره شو .
په دغه علاقه کې اکثریت د هوتک قبیلې وو نو یوه وجه دغه هم وه چې د طالبانو د هوتک قبیلې سره تعلق لرونکي مشران هغلته د خپلو قبایلی مشرانو سره دیره شي .

څه وخت پس په دغه کې زیاتره طالبانو د کرزئ د دولت سره سیاسی جوړ جاړې وکړو او پر امن ژوند کولو ته لاړل ، خو ولې خالت ډیر زر بدل شو کله چې د امریکې لخوا د حزب اسلامی پخوانی جنګسالار حمید الله توخی د زابل ګورنر وټاکل شو هغه څه موده پس هغه تسلیم شوي طالبان وټکول .

جبار عمری وایې کله چې د حمید الله توخی لخوا مونږ ته خطر پیښ شو نو مولا عمر د کویټې ملګرو ته کیسټ پیغام ټیپ کړو په هغې کې مهمه خبره دا وه چې طالبان دې خپل مشر مولا عبیدالله اخوند وټاکي ، کله چې دغه کیسټ د مولا عمر اوخی عزیز الله واخستو نو کویټې ته د رسیدلو په وخت ISI ونیولو او دغه کیسټ یې ترې واخستو او په کال ۲۰۰۷ کې پاکستان مولا عبیدالله اخوند ځنداني کړو او هغلته یې په کال ۲۰۱۰ کې قتل کړو .

جاری دی



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso