ارنسټو ګوېرا ډيلاسرنا ( Ernesto Guevara de la Serna) يا په عامه اصطلاح چې ګوېرا (Che Guevara ) او يا يوازې (Che ) د نړۍ په تاريخ کې، ځانګړې توګه په تېره پېړۍ کې يو نامتو انقلابي پاتي شوی، ۲۰۰۰م کال د جنورۍ مياشت کې ټايم مجلې د تیرې پیړۍ په سلو بااثرو(مؤثرو) خلکو کې وګاڼۀ او د Che Guevara هغه مشهور انځور چې البرټو کورډا ( Alberto Korda) واخيست او زړۀور ګوريلا ( Heroic Guerrilla ) نوم يې ورکړ، د شلمې پېړۍ تر ټولو مشهور انځور او سمبول وګڼل شو. د هغۀ نوم، افکار، روماني انځور د هغو لپاره يو سمبول او د روح يوه برخه وګرځېده څوک چې باور لري، انساني استحصال او ټولنيزې بې عدالتۍ يوازې د انقلابي وسيلو له لارې پاکېدای شي.
په تاريخ کې داسې شخصيت ډېر کم پیدا کېږي چې پوره جذبې سره يې انقلابي افکار خپل کړي او عمل پرې کړی وي. بله دا چې ځينو د دۀ افکارو ته هېڅ درناوی نه درلود خو د دۀ د انقلابي ژوند تل پاتې نوم او تاريخي شخصيت کاريزما ( Charisma ) پرې اثر غوړولی وو.
د تېرې پېړۍ مهمو لسيزو کې انقلابي تحريک نړۍ ولړزوله او دا تحریک خپله ده پیل کړی وو. د مکسيکو د بهرنيو چارو وزير(۲۰۰۰-۲۰۰۳)او سياست پوه د Che Guevara په اړه ليکي:
"Many of us today owe the few attractive and redeeming features of our existence to the sixties, and Che Guevara personifies that era . . . better than anyone"
تر ټولو مهمه، ۱۹۶۷م کال کې د Che Guevara مرګ راپدیخوا ددۀ ۱۹۶۰ کال کې اخيستل شوی انځور په نړۍ کې د ټولنيزو بې عدالتيو په وړاندې د انقلاب او مقاومت يو نړيوال سمبول ګرځېدلی دی. د Che Guevara سمبوليک انځور په کتابونو، بېنرونو، بیرغونو، دېوالونو، ويب سايټونو، او داسې نورو ځایونو کې راڅرګند شوی. د هغه شکل ټولو ته او د هغۀ نوم بيا تر يو بريده د هر عمر خلکو ته، هر ځای، اشنا ښکاري.
د انقلابي افکارو لپاره سرښندنه او تاريخي انقلابي ژوند له امله په نړۍ کې میلیونونو کسانو اتل بللی. هغه يو داسې څوک وو چې نۀ يوازې د خپلو اصولو لپاره يې ژوند وکړ بلکې د هغوی لپاره په مبارزه کې شهيد هم شو. د مرګ وروسته څو لسيزو لپاره هغه د مظلومې طبقې، روشنفکرانو، مدني فعالانو، انقلابيانو، هر ډول چريکي جنګياليو او انټرنيشنل ګلوبل جسټيس مومنټ، لپاره يو د داد او احترام وړ شخصيت وګرځېدۀ. له کيوبا څخه شړول شويو او د ايمپراليزم پلويانو ورنه کرکه کوله او دده انقلابي کړنې يې غندلې. سوشليستي رژيم واک ته رواستلو کې Che Guevara کليدي رول ولوباوۀ او دې رژيم ته ورته انقلاب يې په لاتين امريکا او نوره نړۍ کې هم غوښتۀ.
اوس چې ګوېرا په لاتين امريکا کې د ټولنيز انقلاب زيری ورکوونکی بلل کېږي او ټول وګړي په دې باور دي چې په لاتين امريکا کې انقلاب تر ټولو اړينه غوښتنه ده کوم چې په ۱۹۶۰مو کلونو کې Che ددې خلکو لپاره غوښت.
په لاتين امريکا کې ټولنيزې بې عدالتۍ، شديد ټولنيز عدم مساوات، اوږد مهاله فقر، او سياسي فساد له امله خلکو د Che Guevara انقلابي مثل او افکار ډېر خوښ کړل، د چې ګوېرا انقلابي ژوند سره مخ پر ودې د خلکو علاقې او مينې په ځواب کې يو نامتو هاليوډ فلم ډايرکټر، سکرينرايټر، او cinematographer د چې ګوېرا ژوند په اړه د فرانسې په فلمي جشنواره کې دوه برخې درلودونکی
فلم نندارې ته وړاندې کړ. ۲۰۰۷م کال کې دده تلين او زېږېدنې ورځ نمانځلو لپاره نړيوال کنفرانسونه جوړ شول.
په پراخه کچه په ادبي کتابونو او مقالو کې، ويډيويي ډاکومنټريو کې، هاليوډ فلم کې، ویبسایټونو، سندرو، نظمونو کې، او هنري کارنو د چې ګوېرا په اړه دا په ډاګه کړه چې دا شخصيت به تل پايي، د هغه ليکنې بيلابيلو ژبو ته وژباړل شوې او د هر عمر خلک يې په شوق لولي.
د چې ګوېرا شخصيت ددۀ د مرګ راپدیخوا ډېر شهرت موندلی او د يوويشتمې پېړۍ ځوانانو او ښځو دده انقلابي افکار ډېر خوښ کړل. دده انقلابي افکارو او مثل په اوسنۍ لاتين امريکا کې دوامدار سياسي ارزښت پیدا کړی. له ده وروسته په مکسيکو، اکوادور، نيکاراګوا، وينزويلا او بوليويا کې انقلابي خوځښتونو دده لاره خپله کړه او دی يې وستايۀ، ۱۹۶۰مو کلونو په پای او ۱۹۸۰مو کلونو کې د جنګ ضد او سياسي تظاهراتو کې دغه شعار (Che vive! مانا= Che lives) خلکو بدرګه کړ، په دېوالونو او ودانيو وليکل شو او اوس هم هغومره سياسي ارزښت لري، دا کتاب د Che Guevara د ژوند په اړه يوه جامع ليکنه ده، د هغو لوستونکو لپاره دی کوم چې کم پوهېږي او غواړي نور مالومات هم ترلاسه کړي، د واقعاتو په ترتيب سره د هغۀ ژوند له پیله ۱۹۳۰مو او ۱۹۴۰مو کلونو نه تر ۱۹۵۰ مو کلونو پورې د هغه لاتين امريکا ته يون او داسې نورې پېښې، ۱۹۶۰مو کلونو کې کانګو ته بې پايلې يون، او ۱۹۶۶-۶۷ کلونو ترمنځ په بوليويا کې خپل اخېرنی ميشن، ټولې پېښې راخلي. ددې وضاحت هم کوي چې څنګ چې ګوېرا د سوشليست رژيم د راتلو، د انقلابي چريکي جنګ، او د هغې تيورۍ سره د مرستې سبب وګرځېدۀ.
د يو نامتو انقلابي او نړيوالې سياسي څېرې تر څنګ Che Guevara د سړک او موادو تحليلګر، ميډيکل ريسرچ اسيستنت، ship's nurse ، travelling salesman ، انځورګر، رنځپوه، ليکوال، د کيوبا د مرکزي بانک رییس، فوځي قوماندان، د کيوبا د پلان ګذاري مرکزي ادارې رييس، د صنعت وزير، او يو سياستپوه وۀ. دا کتاب يې ژوند او کورنی ژوند، د هغۀ خوښې او ناخوښې، شخصيتي ځانګړنې، او په ژوند کې مهم خلک او داسې نور ټول څرګندوي. دا کتاب د لاتين امريکا ټولنيزې ستونزې، سياست، اقتصاد، او جغرافيايي حالاتو په اړه هم مالومات ورکوي چې د Che Guevara په وخت کې شتون درلود او ددې تر څنګ يې په بوليويا کې د کې د وژل کېدو کيسه راخلي، د بوليويا ځانګړي ځواکونو سره د امريکا استخباراتي ادارې ایجنټان هم وي، ددوی پراخ حضور او د بوليويا دولت په چارو مستقیمه لاسوهنه دا په ډاکه کوي چې د Che Guevara د وژلو امر دوی ورکړی خو د کتاب ليکوال څه نه دې ویلي يوازې د ايجنټانو تردید خبرې يې راخيستې. Che guevara په خپل انقلابي هلو ځلو کې په ځلونو د دوښمن سرتيري ژوندي نيولي خو يو يې هم وژلی يا په مرک ندی محکوم کړی، Che guevara په بوليويا کې هم څو ځله سرتيري ونیول او د سفر لګښت ورکولو سره به يې بېرته خوشي کړل. يا به يې څو ورځې له ځان سره وساتل، لکچر ورکولو وروسته به يې خوشي کړل. دا کړنې په خپلو ليکنو کې هم راخيستې. د بوليويا په اساسي قانون کې هېڅ د مرګ سزا نه وه خو د سامراج تلې څاټو په مرموز ډول واوژۀ او رسنیو ته خبره کې سره يو نۀ وو، يو به د مرګ کيسه يو ډول کوله او بل به، بل ډول.
د کتاب ليکوال په بوليويا کې له يو پادري څخه د چې ګوېرا په اړه وپوښتل: يو څوک چې په ځنګل کې ژوند کوي، خراب کالي اغوندي او لوږه تېروي، پر سر يې د پیسو جايزه هم وي، د ايمپراليزم پوځي ځواک سره جنګېږي او د ساه لنډۍ په شدیده ناروغۍ اخته وي، که يې مرمۍ ونه وژني، ناروغۍ يې هرومرو وژني، هغه سړی چې د ګناهونو په لويو ښارونو کې شاهانه ژوند، له پيسو، ملګرو ، ښځو سره او نورو خطاکاريو کې تېرولی شوای(خو ده دا هر څه تر انقلاب قربان کړل). مهمه نه ده چې افکار يې غلط او ګنګس کوونکی ول، خو دا اتلولۍ ده، رېښتوني اتلولۍ. څوک چې دې کار ته يوازې انقلاب وايي هغه احمق دی.
دلته د کتاب نه د يؤ څپرکي لنډيز راخلم.
د ايمپراليزم او سوشليزم په اړه د چې ګوېرا نظر:
کال ۱۹۶۵م کې Che د فايډل کاسټرو له حکومته د کابينې له پوسټه پټه استعفا ورکړه او عامو وګړو له مخکې پټ شو، دې کار په خلکو کې ډېر ګمانونه وزېږول، چا به ويل کې فايډل کاسټرو سره په ځينو مواردو مخالف رايه شوی او هغه بندي کړی او يا يې وژلی. چا به ويل چې ډومنيکن ريپبليک )Dominican Republic) کې د خانه جنګۍ پر مهال وژل شوی، خو وروسته داسې ګمان کېدۀ چې په کيوبا کې د شوروي اتحاد ملاتړو او هم نظرو يا د کيوبا لپاره د شوروي اتحاد مشاورينو لخوا په ځينو پاليسيو کې د مخالفت پر سر Che له منځه وړی. په کيوبا کې د کمونيستانو يوه ډله چې د شوروي اتحاد او سوشليستي هېوادونو ډلی سره ټينګې اړيکې پاللي او د هغوی په مشوره تلل، له چې ګوېرا سره يې په ځينو پاليسيو کې مخالفت راغی.
په کال ۱۹۶۱ کې چې ګوېرا کيوبا د صنعتي کولو لپاره څلور کلنې پروژې په لار واچولې، پدې جريان کې به خپله چې ګوېرا اتلس ساعته کار کاوو، که څه هم پروژې د امکاناتو او حالاتو له امله ناشوني وې مسلکي کسان او تخنيک کاران کم ول خو بيا هم چې ګوېرا په انساني ځواک او زيار باور درلود ګوندې زيات کار او وخت ورکولو سره داسې پروژې شونې دي، انقلاب کيوبا له يؤ اړخه ځپلې هم وه، مخکې به له متحده ايالاتو امريکا سره راکړه ورکړه درلوده خو له انقلاب وروسته يوازې څو سوشليستي بلوک هېوادونو سره اړيکې درلودې، او اړ ول چې راکړې ورکړې لپاره د هغوی بهرنۍ پاليسي هم ومني،
چې ګوېرا د هيواد لپاره ډېر نوښتيز پروګرامونه په پام کې نيولي ول خو امکاناتو او حالاتو ورسره مرسته نه کوله، د امريکا له کیوبا سره اقتصادي بنديز، د ادارو کمزوري، د مسلکي او په خپل کار کې روزل شويو کسانو نشتون، د عصري ټکنالوژي نشتوالی، دې ټولو څيزونو د کيوبا زرغتي ودې او پراختيا کې خنډ راوست.
چې ګوېرا خپلو ملګرو ته ويل، ممکنه ده چې موږ صنعتي انقلاب هم راولو او خپله بوره مارکيټ ته او نورو هېوادونو ته صادر کړو، خو د شوروي اتحاد ملاتړو مشاورينو پدې کې ورسره همغږی نه وو او فايډل کاسټرو مشاورينو تر اغېز لاندې وو،
چې ګوېرا په دې باور وو چې د شوروي اتحاد اقتصادي اړيکو يا پاليسۍ بايد داسې نه وي چې د پرمختګ مخه ډب کړي او او که داسې وي نو بيا خو د کپيټليسټ هېوادونو سره هېڅ توپير نه لري، کيوبا ددې حق لري چې د خپل هېواد په پار د صنعت لپاره کار وکړي، او شوروی اتحاد د سوشليستي هېوادونو د سرلاري په هېڅ ورسره کومک او ملاتړ يې وکړي ترڅو کيوبا د شوروي بلوک هېوادونو لپاره د بورې يوه فابريکه جوړه شي.
که څه هم چې ګوېرا په شوروي اتحاد کې خپل خواخوږي لرل خو ددۀ پروګرامونه او پروژې يې غیر حقيقي او نه عملي کېدونکي بللې او يا که کيوبا د شوروي په مرسته خپل اقتصادي تحولات را هم وستل بیا به د کيوبا جوړو شويو توليداتو ته مارکيټ کې ځای پیدا کول ګران وي او داسې به خپل ارزښت او بيه له لاسه ورکړي، خو چې ګوېرا په دې عقيده وو چې د انقلابي مقاومت په پايله کې به د لاتين امريکا نور هېوادونه هم سوشليستي وي او کيوبا به له هغو سره خپله راکړه ورکړه ولري.
په دې وخت کې چې ګوېرا د شوروي اتحاد په وړاندې تنقیدي نظر خپل کړ او د هغوی کپيټليسټ اقتصادي سيستم او کپيټليسټ نظام ته ورته پانګونه، مدیریت او سازمان دهي، په خپلو تقريرونو کې وغندل، پدې يې هم شک پیدا شو ګوندې امريکا او شوروي د کوم پټ توافق له مخې په لاتين امريکا کې د ټولنيز انقلاب مخه نيسي.
چې ګوېرا ددې قوي احساس درلود چې کيوبا بايد د استعماري ځواکونو پر خلاف د درېيمی نړۍ هېوادونه لکه افريقا، منځنی ختیځ، اسيا سره د ازادۍ ملي مقاومت او ټولنيزو انقلاب کې کومک وکړي، پدې جريان کې چې ګوېرا افريقا او اسيا کې ځينو هېوادونو ته په رسمي سفر لاړ او بالاخره چين ته لاړ او د شوروي اتحاد او کيوبا په مخالفتي ټکو د چين له يو شمېر جګپوړو چارواکو سره وغږیدۀ او د شوروي په پرتله چين له چارواکو څخه خوښ او هم فکره هم وۀ،
د خپل رسمي سفرونو په جريان کې چې مختلفو هېوادونو ته يې وکړل له تنزانيا څخه مصر ته او له مصره کانګو ته لاړ، او په الجريا کې د آسيا او افريقا د انسجام په کنفرانس کې راڅرګند شو او د درېيمی نړۍ هېوادونو د ايمپراليزم ضد يوه جبهه جوړه کړه او په خپل تقرير کې سوشليست هېوادونه د سامراجي استحصال او د هغوی همدستي له امريکا سره څرګنده کړه، په سوشليستي هيوادونو يې غږ وکړ ددې پر ځای چې خپله بهرنۍ پاليسي پر مخ يوسي بايد نوي د استعمار په پړو تړليو هېوادونو سره په اخلاص کومک وکړي،
دې کار د شوروي اتحاد مشاورين په غصه کړل، د مصر او الجريا مشرانو پواسطه يې چې ګوېرا ته اخطارونه ورکړل،
له درېيو مياشتو وروسته چې ګوېرا کيوبا ته راستون شو او له خپلې دندې مستعفي شو، ځکه له خپلې رسمي دندې سره يې د ايمپراليزم په خلاف وسلوال مقاومت ته دوام نشوای ورکولای او خپل ټول ژوند يې د يوو سپڅلي سبب له لپاره نشوای وقف کولای، که څه هم د کيوبا په انقلاب کې يې کليدي رول لوبولی وو خو غوښتل يې همدې ته ورته کار بل ځای هم ترسره کړي، نه یوازې په لاتین امریکا کې بلکې افريقا کې هم.
کيوبا، هوانا ته راسېدو سره سم چې ګوېرا له فايډل کاسټرو سره غونده وکړه او د خپل سفر پايلې يې ورسره شریکې کړې او د کيوبا رول په نړيوال اړيکو کې بايد څه ډول وي هغه يې هم څرګند کړ, کاسټرو چې ګوېرا په تقريرونو کې شوروي اتحاد او اړونده هېوادونو باندې د انتقاد او تنقيد له امله وراټۀ، او دا يې ورته په ډاګه کړه چې له داخل څخه او هم له بهر څخه فشار پرې راوړل شوی چې ځان شوروي ته نږدې کړي، د چې ګوېرا راديکال اقدامات د شوروي او امريکا تر منځ سوله ييز چاپېريال کې حريفانه لوبو او ګډ موجوديت ته ګواښ پېښاوو، د شوروي يوو پخواني مشاور په انټرویو کې وويل چې شوروي اتحاد د چې ګوېرا دغه انقلابي اقدامات نه خوښؤل او وېره يې لرله ګونډې لاتين امريکايي هېوادونو کې دغسې انقلاب به د متحده ايالاتو امريکا او شوروی اتحاد ترمنځ پوځي تصادم ته لاره هواره کړي، وروسته يې زياته کړه، که څه هم چې ګوېرا زموږ د ګټو خلاف وو زموږ د ځينو په زړونو کې د هغۀ لپاره همدردي وه.
يو بل کس څخه انټرويو واخيستله، چې د شوروي اتحاد کمونستي حزب او نورو غیر اوروپايي حزبونو سره د اړيکو ساتلو مسؤل وو، وويل، د هغۀ ښکلو سترګو له امله مې ورسره مينه پيدا شوه ځکه په ليد کې سخاوت او ايمانداري له ورایه ښکاریدۀ او انګېزناکې خبرې به يې کولې. او بل کس چې نوم په کتاب ذکر دی، زياته کړه، بل پلوه شوروي په دې وېره کې هم وو که چې ګوېرا په داسې ډول خپل وسلوال مقاومت ته دوام ورکري لرې نه ده چې موږ خپل د سوشليست بلوک هېوادونو د کمونيستي جزب مشري له لاسه ورکړو.
چې ګوېرا هوډمن وو چې په نړېواله کچه يو ريښتونی انقلاب په حرکت راولي او د متعهدو چريکي جنګياليو او ځواک پر مټ په ظالم دولتونو ( په ځانګړي توګه چې امريکا لخوا حمايه کېږي) کې چريکي عمليات په پراخه کچه په لار واچوي، ډېری صميمي ملګري په دې کې ورسره همغږي هم ول، چې ګوېرا ارتهوډاکس کمونيستي حزبونو او د هغوی مشرانو ته ګواښ پېښ کړ، چې ګوېرا په ډاکه هغه هېوادونه وغندل چې د امریکايي ايمپراليزم په وړاندې يې له وسلوال انقلاب او مقاومت څخه درېغ کاوو.
په همدغو شرايطو کې چې له خپلې دندې څخه لاس په سر شو، د هغه مهم ذوق ټکی چې په جنوبي امريکا کې انقلاب په حرکت کړي په ځانګړي توګه په خپل مورني هېواد ارجنټاین کې. له دې سره يې لاتين امريکا کې د انقلابي افکارو لرونکو ډلو سره اړيکې پراخې کړې، غوښتل يې د انقلابي خوځښتونو سره په مشرتابه او وسلوالو ډولو په جوړولو کې مرسته وکړي.
نږډې ملګري فايډل کاسټرو کانګو ته تګ لپاره تشويق کړ او په انقلابي جدوجهد کې د مرستې ډاډ ورکړ، کاسټرو ته مالومه وه چې، چې ګوېرا ډېر ناارامه دی او ورځ تر بلې حالت خرابېږي، غواړي چې د درېيمی نړۍ هېوادونه د امريکايي استعمار او کپيټليسټي استحصال څخه وژغوري.
د دندې څخه مستعفي کېدل په دې مانا چې خپل ډېر نږدې ملکري او کورنۍ غړي يې شاته پرېښودل چې ناپايه مينه يې ورسره لرله، او د چې ګوېرا لپاره ډېره ګرانه پرېکره وه، د تګ په حال کې يې خپلې مېرمنې لپاره څو مينه ناک شعرونه وليکل، د هغو اشعارو څرګندېږي چې دۀ له خپلې مېرمنې سره ډېره مينه لرله. له بوليويا څخه په خپل اخري ليک کې هم خپله ناپايه مينه څرګنده کړې،
چې ګوېرا په خپل پټ سفر کې لومړی کانګو ته لاړ هغلته که څه هم ياغي ډلې وې دده تود هرکلی يې وکړ خو ډېر نواقص يې لرل، يو او پر بل بې باوره وو، چريکي جنګياليو تکتيکونه يې نه و زده، انقلابي جذبې او ځلا يې په بدنونو او سترګو کې نه لیدل کېده، بې نظمي ډېره وه، فداکارۍ ته چا ځان ښه نه بالۀ، د داسې ځوانانو او ډله د مرګ په خوله کې ورکول هېڅ ګټه نه لرله او ماته حتمي وه، بېرته ناهيلی راستون شو، له هغه وروسته له ځينو انقلابي ملګرو سره په پټه بوليويا ته لاړ، په بوليويا کې د يوولس مياشتو جدوجهد وروسته د سامراجي هيواد برم ساتونکو او غلامانو په ډېر بې رحمانه ډول وواژۀ او يوازې د يؤ فينګرپرينټ لپاره يې لاسونه يې ترې غوڅ کړل او په ګروپي قبر کې له خپل کمرېډانو سره خښ کړ. دېرش کاله وروسته يې هډوکي وموندل شول او کيوبا ته راوړل شول او مزار پرې جوړ کړی شو،
خپلو زامنو ته د چې ګوېرا ليک:
کومه ورځ به تاسو زما دغه ليک ولولئ، ځکه شايد زه ستاسو څنګ کې ونۀ اوسم، تاسو به ما هېر کړئ او هغه چې تراوسه لا کوچيني دي له هغوی خو به بشپړ له ياده ووځم، ستاسو پلار داسې څوک پاتې شوی چې په څه يې فکر کړی په هغه يې عمل هم کړی، باور وکړئ هغه خپلو افکارو ته په ټوله مانا وفاداره پاتي شوی.
ځان په انقلابي روحيې وروزئ، په ټکنالوژي حاکميت لپاره پوره زيار اوباسئ، په دې ډول به تاسو فطري ځواک ترلاسه کړئ، په ياد ولرئ که کوم څيز مهم دی نو هغه انقلاب دی او موږ د (انقلاب) په مقابل کې هېڅ ارزښت نه لرو.
تر ټولو مهمه دا چې د نړۍ په هره برخه کې، هر کوم شخص په خلاف بې عدالتۍ له زړۀ احساس کړئ، دا د انقلابي تر ټولو ښه خاصیت دی.
الوادع(خدای په امان )! زامنو، لا هم هيله من يم چې تاسو ووينم، شفقت او مينه.
ستاسو پلار،
هغه کتابونه چې ما د Che Guevara په اړه ولوستل او لومړي نه پرته د نورو ليکوال خپله د چې ګوېرا دی:
1) Che Guevara: A Biography by Richard L. Harris
2) The Bolivian diary of Ernesto Che Guevara
3) Gorilla Warfare by Che Guevara
4) The Motorcycle Diaries: A Journey around South America by Che Guevara (reading now😊)
د Che Guevara په اړه درې لوی اثرونه چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې ليکل شوي:
1) Che Guevara: A Revolutionary Life by Jon Lee Anderson (814 pages).
2) Compañero: A Life and Death of Che Guevara by Jorge G. Castañeda (456 pages).
3) Ernesto Guevara, Also Known as Che by Paco Ignacio Taibo II (704 pages).
همدا کتاب:
Che Guevara: A Biography by Richard L. Harris(240 pages)
نوټ: ليکوال نه يم او نه مې هم ادبيات لوستي، متن کې به ډېرې ستونزې وي خو تر خپله وسه مې هڅه کړې هر څه واضح او څرګند رانقل کړم، د انقلابي ځوان Che Guevara په اړه مې لږ لوستل وکړل، انقلابي هڅو مثل يې بې مثله دی، ډېر اغېزمن شخصيت دی، په لوستلو ارزي. څو موده مخکې زما په ګومان سروش کتاب پلورنځي هم د Che Guevara په اړه يو کتاب چاپ کړی تراوسه لاسته نه دی راغلی، مطلب اړ نه ياست چې همدا انګليسي کتاب ولولئ، يؤ بل هڅاند ليکوال د همدې انقلابي ځون، د لاتين امريکا په سفر، کتاب هم پښتو ته ژباړلی.
#CheGuevara
#biography
#ژباړه
Pashto pedia
pashto Times
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.