Skip to main content

Moulana khanzeb article

د ثور کودتا تاه او ژوندې ولي.
__________________
                                                          مولانا خانزېب

ولي خان پخپل کتاب ( باچا خان او خدائي خذمتګاري ) کښې ليکي چې داؤد خان چې د نادر خان د رور عبد العزيز خان ځوئي او د ظاهر شاه باچا د تره ځوئي وو زما ورسره ډېرې نزدې اړيکې وې ځکه چې د افغانستان په تاريخ کښې ډېر روڼ او ستر مقام ئې لرلو ېو نظرېاتي او په قام مئين مخلص پښتون وو د خپل چاپېريال سره په نړې وال سېاست هم ښه خبر وو  خو کله چې ده په ظاهر شاه تخت نسکور کړو او کم انقلاب ئې راووست نو ما باچا خان بابا ته ېو ورځ اووئل چې سره ددې نه چې زه ېو جمهوري سړې ېم د جمهوريت لپاره هرډول قرباني ورکوم د شخصي باچائي نه ېم مرګرې خو د داؤد خان په افغانستان کښې ددې انقلاب سخت خلاف ېم ځکه چې د سېاسي فیصلو تقاضا دا وي چې ړومبې دې سړې د خپل چاپېريال صحي تجزيه اوکړي د افغانستان چاپېريال داسې دې چې افغانستان په شلمه پېړۍ کښې هم د شلمې پېړۍ ملک نه دې هلته لا هغه شان قبائلي ټولنه ده د خانه بدوشې معاشره ده تعليم نشته او د سېاسي شعور او پاليسې خو هډول سؤال نه پېدا کېږي .  په قبائلي معاشره کښې ېو قبيله ده بلې مشري نه مني د اجتماعي ژوند تصور نشته دداسې معاشرو د چلولو ېو علاج وي چې ېو داسې معتبر دروند مېنځنه ګړې پښتون سړې دې په واک کښې وي چې د هر ډول ډلو ټپلو نه اوچت وي  ټولې قبیلې ورته درناوښت لري د قبيلو ترمېنځ فیصلې کولې شي او د مينې شفقت لاس په هرچا راښکلې شي پداسې معاشره کښې بېا ددغه حاکم فرض جوړېږي چې خپل وطن ددغه تیارو نه د شلمې پېړۍ رڼاګانو ته رووباسي ، ولې ستونزه داده چې تر څو پورې ددغه اجتماعي ژوند تصور په رڼا کښې د ټولنې سېاسي پالنه او ذهن سازي اوکړې شي چې قبائلي رقابتونه او پرې جمبې د مېنځه په سېاسي شعور سره وېسي  نو ځکه د افغانستان لپاره د باچائي دغه نظام ښه وو دلته بل نظام د چلېدو نه دې اوس خو سردار داؤد دې خو که سبا له دې نه وي نو دلته به حکومت څوک کوي او د واک دسپارلو اداره به کمه وي ځکه چې ادارې نشته د اجتماعي ژوند تصور نشته سېاسي تربيت نشته سېاسي جمهوري ادارې وجود نه لري نو هسې نه چې افغانستان بېا قبائلي ټولنې ته اوګرځول شي ځکه چې بېا به فېصله په سېاست او جمهوريت نه دپښتنو په ګرمه وينه کېږي او داسې مهلکې وسلې چې نن سبا راغلي  فېصله به کوي چې د تشدد به بېا څه اندازه نه وي وينه به د پښتنو بېول شي دغه اړې ګړې به بېا په کور کښې نه فېصله کېږي نو لازمې به بېا بارني قوتونه مداخله کوي دغه بارنې قوت شوري اتحاد کېدې شي او دهغه مقابلې له به بېا امريکا راځي ځکه چې د روس د آمو نه راپورې وتل نه پيرنګي منل او نه ئې امريکا به مني.
داد چا په خېال کښې هم نه وه چې زما دا خبرې به ېو څو هفتی پس رشتېا کېږي  ځکه چې په اپرېل ۱۹۷۸ کښې بل انقلاب رالې سردار داود خان سره د کورنۍ په ډېره بې رحمې سره اووژل شو نور محمد ترکي واک ترلاسه کړو او هغه چې ړومبې تقرير اوکړو نو ټوله نړې او امريکا پوهه شوه چې د آمو د سيند نظرېاتي سرحد مات شو او سوسلشټي ذهن دېخوا راپورې وتو اوددې اثر به په خېبر دېخوا هم راپورې وځي نو تابېا ئې پکار ده .
ړومبې فېصله امریکې دا اوکړه چې په پاکستان کښې د ضیاالحق ناقانونه حکومت کلکول غواړي او پاکستان به د روس خلاف اوس نېغ په نېغه ( front Line state ) ړومبې مورچه وي د سېاسي ګوندونو د حکومت په ځائې د ضياالحق نه امريکا له ګټه اخيستل آسان وو ځکه ېو بې قانونه حکومت هم چې ضرورت شي نو نړې وال قوتونه ئې مني .  
د ثور کودتا تاه سره د افغانستان د تباهي بنېاد کېښودل شو
ما چې څنګه باچا خان ته وائلې وو چې افغانستان انقلاب ته نه دې تېار انقلاب خپل معروضي چاپېريال غواړي داسې انقلاب په خانه جنګې بدلېږي زه نه پوهېږم چې د خلق او پرچم ګوندونو مشرانو دومره سوچ هم نه کولو . د کتابي سېاست هم دغه نيمګړتيا وي داد کتابونو چينجي پدغه خپل شغل کښې دومره بوخت وي او د چاپېريال او اولسي حالاتو نه دومره ناخبره چې سمه اندازه هم اونه لږول شي . نور خو پرېږده هم د دوئي په کتاب کښې هم د پېغمبر د مرتبې مشر ،لېنن ، د انقلاب لپاره سازګار ماحول له ډېر اهميت ورکوي هغه وائي چې د انقلاب مثال د الوچې دې الوچه به نه کچه خورې او نه ډېره پخه دواړه نقصاني وي دا کار  د هوښېارنو دې چې لکه د پخې الوچې انقلاب هم پخپل وخت راولي. چې حالات سازګار نه وي او د انقلاب په نامه کتابي ګام واغيستل شي نو دغه بېا انقلاب نه ! بلکې ضد انقلاب حالتونه پېدا کوي زه نه پوهېږم چې د کابل په ښار کښې ناست دغه مشران د بار حالاتو نه نه وو چې دا ېوه قبائلي ټولنه ده قبائلي خصوصیات اونفسيات لري بې تعلیمه ده او په ځانګړي توګه لکه ددې حقيقت نه هم چې بې خبره وو چې دا ټولنه د مولانو د اثر لاندې ده مولانو د امان الله خان سره د اسلام په نامه څه کړي وو ؟ او د چا لپاره ئې کړي وو ېعنې د اسلام د پاک او سپیځلي نوم نه ګټه پيرنګي پورته کړه او څنګه پيرنګي اسلام او مولا د خپل غرض لپاره استعمال کړو . د دوئي دومره هم نظر نه لګېدو چې پرون پيرنګې د دوئي سره په پوله په هندوستان کښې ناست وو نو نن دهغه پيرنګي نه ډېره قوي امريکا هم د خېبر نه اورته په پاکستان کښې په هر لحاظ موجود ده د کتابي سېاست ناتجربه کارو چنړو او د منطقې اود موجوده زمانې د سېاست او نړې وال قوتونو د ضرورېاتو نه ناخبره خلک وو او دهغوئي د دائرې د تقسيم نه بار وو د خلق ګوند دغه غلطو نه یواځې افغانستان د اور بټې ته ګوزار کړو بلکې دا ټوله منطقه ئې د نړې والو سنډه ګانو ښکرورو اړمونو ته مخامخ کړه او د دوه نړې وال طاقتونو روس او امريکې غوېمه ئې د ختيځ يورپ او مېنځنې ختيځ نه خپلې خاورې ته راوړه .  کم سبق چې پيرنګي وائلې وو هم هغه امريکې هم وائلې وو د خلق ګوند نه امريکا ډېره د افغانستان د ټولنې د بنسټ نه خبر وه او هم د غازي امان الله خان په څېر ئې د هرچا نه خپل کار واخيست د ضياالحق هم پکښې پچه رووتله ډېر زر په ستمبر ۱۹۸۹ کښې حفيظ الامين نور محمد ترکې اووژلو حفيظ الامين ظلمونه شروع کړل خلک پاکستان ته رامات شو حفيظ الامين درې میاشتې پس په دسمبر کښې اووژل شو د پرچم ډلې مشر ببرک کارمل واک ترلاسه کړو روس نېغ په نېغه افغانستان ته د حالاتو قابو کولو لپاره خپل پوځونه داخل کړل کمه دړکه چې په ۱۹۰۷ کښې پيرنګي زارا روس ته ورکړې وه چې که د آمو نه دېخوا رالې نو بېا زما او ستا نېغ په نېغه جګړه وي هم هغه حال اوس ېو ځل بېا بشپړشو روس هغه سرحد مات کړو د پيرنګي وارث پاکستان د پيرنګي هغه دړکه سرته رسولو ته ملا وتړله جرنېلانو ته د مالداره کېدو موقعه په لاس راله امرېکې ته هم د لاس وهنې جواز ميلاؤ شو امریکې ټول بنېاد ګرد راغونډ کړل د پاکستان په خاوره کیمپونه جوړ شو او امریکې د پاکستان په اوږه خپل ټوپک کېښود په ايران کښې هم پدغه کال انقلاب رالې امریکې ته یوبل خطر هم مخې ته شو چې بالاخره په ۱۹۸۰ کښې د امریکې صدر جمي کارټر دا اعلان اوکړو چې د بېروني قوتونو کوشش دې چې د خليج فارس په منطقه خپل کنټرل راولي داد امریکې په حېاتېاتي مفاداتو ېرغل دې او دغه شان حملې سره به مقابله په پوځي قوت او په هره لازمه وسيله کوو او هم داسې کولو ته پراخ تېارې د پاکستان په مرسته اونيول شو .


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso