Skip to main content

Qisa khwani massacre

د قصه خانۍ خونړۍ پېښه:
د پښتنو د يوه ستري قربانۍ کيسه... چي بايد هر پښتون يې ولمانځي...!
"په هند د پيرنګي د قبضې خلاف چې کوم زورور تحريک چليدۀ په دې تحريک کښې د پښتونخوا د پښتنو د ازادۍ تحريک د ټول هند په نسبت ډېر زورور او چست وۀ هم دغه وجه وه چې دلته څومره تحريک زورور وۀ دومره د پيرنګي مزاحمت تيز وۀ او هم د دغه مزاحمت په رڼا کښې چې هغوي د طاقت کوم استعمال کړے وۀ او د بې ګناه انسانانو کومې وينې ئې تويې کړي دي نو د تاريخ پاڼي به په سرو لفظونو يادې ساتي۔ په دې پېښو کښې د ۲۳م اپرېل ۱۹۳۰ د قصه خانۍ پېښه ډېره مشهوره او ذکر وړ پېښه ده۔ باچا خان په خپل کتاب "زما ژوند زما جدوجهد" کښې د دې پېښې په حواله داسې ليکي:
"دلته ماته دپېښور ملګرو وويل چې په ۲۳م اپرېل ۱۹۳۰چې تۀ ئې نيولې نو په دغه شپه د پېښور ښار کښې مونږ ټول هم ګرفتار کړو۔ الله بخش برقي صاحب چې د کانګرس کمېټۍ سکرټري وۀ په دغه شپه دي په دفتر کښې وو پوليس دۀ پسې کور ته تلي وو دې کور نۀ وۀ نو د شپې د ګرفتارۍ نه پاتې شۀ سحر پوليس دي هم دفتر کښې ونيولو چې دې څۀ وخت ګرفتار شۀ او خلق خبر شو نو ډېر خلق راغونډ شول دې ئې د پوليسو موټر کښې کښېنول غوښتل خو خلقو نۀ پرېښودۀ نو پوليس پياده کابلۍ تاڼۍ ته روان کړو او د خلقو جلوس ورپسې شوچې تاڼې ته رسېدل نو ډېر مخلوق راجمع شوي وو چې دې ئې تاڼې ته دننه کړو نو دروازه ئې بنده کړه او خلقو ته ووئيل چې خوارۀ شئ خو خلق نۀ خورېدل کشمکش زيات شۀ نو فوج ئې راوغوښتو دا فوج هندوستاني او اوګړواليان وو هغوي ته ئې حکم ورکړو چې په دې خلقو ګولۍ وچلوئ خو هغو انکار وکړو ځکه چې هغوي ووېل چې خو تش لاس خلق دي نۀ جنګ کوي نۀ فساد نو مونږ پرې ګولۍ ولې وچلوو؟ هغوي ئې ليرې کړل او ګوره فج ئې راوغوښتو هغوي د راتلو سره په خلقو ګولۍ وچلولې او ډېر خلق مړۀ او زخميان شول"
(عبدالغفار خان، باچاخان، زما ژوند زما جدوجهد، صفحه ۳۷۶، کابل مطبع ۱۹۸۳)
هم دغه رنګه ليک د احمد کاکا په کتاب کښې شته۔ د دې پورتنې راخستې شوې د باچاخان بابا د حوالې نه دا ثابتېږي چې دغه تحريک اولسي تحريک وۀ په قام او وطن مئين بغير وسلې او طاقته بې يرې ترخې د خپلو مشرانو سره اوګه په اوګه ولاړ وۀ يوه نکاتي اېجنډا وه او هغه د ازادۍ نکته ۔۔۔ په دې دائمي نکته هيڅ قسمه مصلحت او سياست نۀ وۀ۔ خلق يو موټے وو، دغه صرف د باچا خان بابا تحريک نۀ وۀ بلکې د لکونو انسانانو مشترکه بيانيه وه او مشترکه مبارزه، ګني باچاخان خو په بله شپه ګرفتار وۀ خو دغه وخت هر سړے باچا خان وۀ هر سړے د وطن مجاهد وۀ۔ زلمے سجاد ژوندون په خپل کتاب د ازادۍ تحريک او باچا خان کښې د شهيدانو د شمېر او پېژندګلو په حقله داسې ليکي:
"په 30 اپرېل 1930 چې کومه پېښه وشوه او کومو پتنګانو د وطن د ازادۍ په شمع سر ورکړو هسې خو د هغوي تعداد په سوونو دے خو ولې انګرېز چې کله دوي په کومه طريقه سېزل او دفن کول نو د هغې وجې نه د چا د نوم او پېژندنې هيڅ پوره معلومات په لاس رانغلل ۔ خو د مختلفو ذريعو نه چې کوم نومونه معلوم شوي دي هغه دادې:
1. بابو عبدالصمد خان محله نوبجوړي د پي ډبليو ډې ملازم
2. عبدالحکيم خان نان بائي ، پېښور
3. محمد عثمان د پلار نوم نظام الدين سبزي خرڅونکے پېښور
4. سردار رکها سنګھ ، چکه ګلۍ پېښور،
5. اکرم خان زوے د غٖفور خان ، سواتي محله پېښور
6. موتي لال، سراسيه پېښور
7. فضل رحمان زوے د داود، ملنګان پېښور
8. نزېر احمد د شپږم جمات ذده کونکے ، پېښور
9. عبدالجليل زوے د داود ، محله جټا پېښور
10. ولي محمد زوے د جمعه خان ، هوتے مردان
11. ملنګ شاه زوے د احمد شاه ، محله ککړا پېښور
12. قمرګل زوے د خان ګل ، ګلاب خانه پېښور
13. سوبهه سنګھ ، هوتے مردان
14. جوګندرا لال ، بنو
15. سدهېر کشن ، چکه ګلي پېښور
16. کرشن چندر، نوښار کلان
17. اوتار سنګھ ، شربت خرڅونکے
18. مظفر علي ، مسافر
19. شاد محمد ، مسافر
20. افسرعلي شاه ، مسافر
21. عبدالحميد زوے د رحيم بخش ، ګلاب خانه پېښور
22. پيرمحمد زوے د محمد زرين، ګلاب خانه پېښور
23. محمد عالم زوے د فضل نور ، پېښور
24. ګل محمد زوے د غلام جېلاني، پېښور
25. صفدر زوے د جمال ، کچه وړۍ
26. مستقيم ، ککړا پېښور
27. عبدالله جان ، مسافر
28. پهلوان ګل ، مسافر
29. ګل رحمان زوے د شير دل ۔ ککړا پېښور
30. ګل خان ، نمک منډي پېښور
31. محمد اشرف ، نمک منډۍ پېښور
32. غلام جان زوے د جمعه خان، شېخان
33. مياں داود ، هزارخوانۍ
34. رمضان ،نمک منډي
35. فضل دين زوے د محمد بخش ، ضلع هزاره
36. محمد افضل ، مسافر
37. فضل محمد زوے د نور محمد ، پېښور
38. اغه محمد زوے د عمر بخش، ډبګري پېښور
39. محمدالدين ، پېښور
40. دلاور ، مسافر
41. اکرم، مسافر
42. غفور ، هزارخوانۍ
43. زاهد الله ، نامعلوم
44. کريم شاه زوے د داود شاه ، پېښور
45. مداح ، پېښوور
46. عبدالاحد زوے د محمد ، چکله پېښور
47. فقير محمد، پېښور
48. عبدالغفار ، ګنج پېښور
49. دادګل، سوړېزے
50. ملنګ، ګنج پېښور
51. شاه افضل ، پېښور
52. سيد محمد، پنډي ګېپ
53. سواتي خان مسافر
54. مستقيم ، اچيني پايان
55. رام چند، مسافر
56. لالي سنګھ مسافر
57. بلونت سنګھ ،پېښور۔۔۔
د دې نه علاوه اتۀ دېرش مړي هسپتال والو دفن کړل او څلرېشت شهيدان خپلو بچو ځان سره کورونو ته يوړل ۔ د پينځو سوو نه زيات ژوبل د صوبې په مختلف روغتونونو کښي داخل شول ۔ د کانګرس رضاکارو چې کوم مړي اوچت کړل هغه ئې په قصه خوانۍ کښي د دفتر خوا و شا کښې او ګير چاپيره مقبرو کښې ښخ کړل ۔ د ځينې غېر مسلمانانو لاشونه وسېزل شول ۔ د دېرشم اپرېل خبر چې کله باچاخان او د هغه ملګرو ته ورسېدو نو هغه سره د څلورو ملګرو عبدالاکبر خادم ، ميا احمد شاه او شاه نواز خان سره پېښور ته روان شول چې لاره کښې ګرفتار کړے شول او نېغ ئې د رسالپور جېل ته ورسول ۔ هلته خان بهادر قلي خان دوي ته د ايف سي ار مطابق د درې کالو سزا واوروله او ګجرات جېل ته ئې ولېږل"
(د ازادۍ تحريک او باچاخان،ژباړه سجاد ژوندون، مخ ،۸۸ چاپ ،۲۰۱۷اعراف پرنټر)
✍ اېم اې هوتي



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso