Skip to main content

Utmankhel of Teera by Tariq Utmankhel

*په تیرا کې میشتـــ اتمان خیل*
تیرا د خیبر، کرم او اورکزو قبایلی سیمو ته غزیدلي ده څه لږه برخه یی د افغانستان شمالي ولایت سرحد ته هم رسیږي دا سیمه د کاڼې د دورے نه واخله تر دے دمه د تاریخ له رویه یاده سیمه ده. په قدرتي وسایلو مړه او پټه سیمه ده. دلته بیلا بیلې پښتنې قبیلې" میشت دي چې په کې اپریدي، شینواري او اورکزې په لوی کچ د یادونې جوګه دي.
ولي د دغه سیمو په اورکزو ضلع کې یو شمیر اتمان خیل هم استوګن دي چې د باجوړ کرلاڼيو اتمان خیلو سره نسلي او نسبي تړاو لري. خو د بده مرغه د لیکوالانو د اورکزو په دولت زو کې ګډ کړي چې یوه تاریخې تیروتنه ده.
ما چې د دغه سیمو د مشرانو سره وکتل نو نو هغوۍ په دے نکته پوهه وو ولي هغوۍ راته د سیاسی، سماجي، مصلحتونو ، ټولنیزو ستونزو، او نورو وجوهاتو خاکه مخې ته کیخوده.
ډاکټر لطیفــ یاد، عبدالطیفــ طالبی، کاکاخیل، او نور ګڼ شمیر مورخ د دودیز تاریخ پر بنسټ لیکې ""اتمان خيل د څوارلسمې عيسوي پېړۍ په پيل کشې د يوسفزيو قبېلې پشه ګډون دټانک او ګو مل د
غرونو نه دکابل او ننګر هار له لارې پېښور ته لاړل او له هغه ځايه په دو ابه او اشنغر کشې د ديوسفزيويو
سره يو ځای په غم او ښادۍ کې شريک شول ٠کله چشې د دلازاکو ، يو سفزيو او نورو قبيلو ترمينځ د لنګر کوټ په ميره يا ګړي کپوره کې جګړه پېښه شوه ،نو په دغه وخت کې دغه قبيله سره له دې چې د
لازاک د دوی سره د قبيلوي خپلوۍ له کبله نږدې و د يو سفزيو پر خوا ودريدل او په دې تو ګه يې دلازاکو ته ماتې ورکړه ،خو يو سفزيو ددوی سره کشو مشه ښېګړه اونۀ کړه . وروسته اتمان خيل له هغه ځايه تېراه ته ولېږدېدل او کله يې چې له هغه ځايه هم لاسونه لنډ شول نو بيا د اړنګ بړنګ سېمې ته لاړل چې لا تر او سه هم په همدې سېمې کې مېشته دي"
دلته دا یاد لرل پکار دي "چې دغه هجرتونه جزوي ډول شوي دي اتمان خیل د تیرا نه تر باجوړ، اشنغر، ملاکنډه، اباد وو. قبایلی، مغلی، فرنګې دوره کې دغه سیمی لنډي تنګی شوي دي حالانکې اوس هم یوه لویه برخه د دوۍ پر نوم ده"
بحرحال تاریخ حیات افغاني کې حیات خان
او تاریخ مرصع کې اتمان خیلو تیرا نه د پیر روښان دوره کې هجرت په دغه ډول افضل خان خټک لیکې
"" چې دے له کابله راغــے و اشنغر ته یاران او مریدان یی جمع کړل د ټوټۍ په غره ننوت بیا له ټوټۍ و تیرا ته راغو اپردي اورکزي دا عالم یی هم مرید شول بیا یی د مغل سره بدي اوشوه ویل به یی چې مغل ظلم پیشه دي په دا پښتنو ظلم تر حد زیات که په هغه اوان په تیرا کې وو اتمان خیل هم په څنګ د څټ ورته میشته وو اول دے په چوره راغــے په هغه وخت وصله په هغه عالم کې کمه وه د چوره درمي په سختن مشهوري دي مریدانو ته یی وویل چې دا درمې پریکوئ سرونه یی تیره کوئ جنګ یی وکړ د مغلو سره نقل که چې هغو درمو به د نیزو کار کوو تیراهی عالم شاید ظاهر دده سره وو او باطن یی د مغل سره رویه درسته وه هغو ته یی وویل چې ناسو په باطن پاسيئ ځما له طریقی مردود طریقه شوۍاوس بویه چې دواړه لاسونه په خپل لاس اوتړۍ راپاسۍ چې ستاسو توبه هم دغه ده هغو له اعتقاد جه په د ده وه یا له ویري څو کس لاسونه اوتړل ورلره ورغلل تیر شو واړه یی جدا جدا مړه کړه یو د بله خبر نه شول هغه باقی یی تاراج کړل تیرا یی له تیراهې نه خالې کړ اپریدیو، اورکزو اونیول بیا یی اتمان خیل د اپریدیو سره دښمنی وکړه اتمان خیل کمزوري شو تیرا یی پريښود اپریدیو ته اړهنګ بړهنګ باجوړ ته لا شۀ هور یی ځایی اونیوو پیر روښان هغه خلک اورکزي اپریدي تمام مرید کړل خپل کتاب خیرالبیان یی کړے دے""
د تاریخ مرصع نه دغه څرګنده شوه چې دغه وخت اتمان خیلو دغه سیمو کې استوګنې لرلــے او دغه پاتی د باجوړ د اتمان خیلو اخلاف او وینه ده دغه یو خلک دي چې دغه قبیلوي جذوي هجرتونو کې د خپلې قبیلــے د وجود نه تروړلــے شوي دي. او مورخینو د دولت زو په روایتې شجرو کې ځایی کړي دي لکه څه رنګ چې مروتو کې د ولي میرزاخیل " په اصل کې خټک او اتمان خیل دي
یا د لورلایی اتمان خیل اصل کې کرلاڼي دي خو کاکړو کې ضم شوي.
یا کووم اتمان خیل ډومیسایل کې افغان لیکلــے او بیا نورو قبیلو کې ورګډ شوي.
د پیر روښان دوره کې اتمان خیل په خپل اصلي ټاټوبې باجوړ، ملاکنډ او نورو شاوخوا سیمو کې هم وو یوه لیکنه کې ډاکټر فصیح الدین لیکې چي پیر روښان 'بایزید انصاري د کوټ ټوټۍ، اګرې نه د خپلي اعتقاد یو شمیر مریدان جوړ کړي ووـ
د تیرا د هجرت کیسه څه ستر مشران له روایاتو څخه داسي بیانوي چې تیرا کې دغه وخت قحط وو بارانونه نۀ کیدل د څاروو ګیاه او نور خواړه موندل ناشوني وو نو تیرا ته ورته اتمان خیلو د خپلو عزیزانو پله هجرت اوکړو او دے سیمو ته راووکوچیدل ولي که د دغه وخت سیاسی، سماجي حلاتو پام اوکړو نو دغه مغلي اکبري دوره وه او یو شمیر اتمان خیل ورسره جنګونو کې بوخت وو چې ډېر ماندل، سواړ خيل یی تیغ کړي هم وو نو ممکن ده دغه وخت تیرا نه تر باجوړه ځايی په ځایی اباد وو لکه څه رنګ چې اوس مومندو کې پړانګ غر امبار او څه لږ نورو تحصلیونو کې میشت دي.
د ګڼ شمیر اتمان خیلو تر ټولو مهم خبره دا ده چې دوۍ زان زیاتر په جذیاتو نه بولي او په جذیاتو کمه کوذه پیژندګلو کوي. په تیرا کې ځایی په ځایی لږ تعداد کې اتمان خیل شتون لري ولي په ګڼ تعداد تمان خیل په اورکزو کې په لاندینۍ اورکزو کې میشت دي.
چې د سر شمیرني په اساس تر پنځلس، شل زرو نه زیات دي دوۍ په دوه سمیو کې استوګن لري چې په ټانډه او بانډه نومیږي د ټانډه اتمان خیل د کوهاټ نه اویا کلومیټره په مزل پراته دي د بانډه اتمان خیل د ادم خیلو د درے نه مغربي اړخ ته او د کوهاټ شمال اړخ ته لس کلومیټره په مسافت پراته دي. د بانډه اتمان خیلو سیمه پراخه ده چې په کې ډېر کلي اباد دي . دا غرنۍ سیمې دي چې ژمــے یی خواره سوړ او اوړے یی معتدل وي. خلک یی خواري کښ دي د کرکښت، څاروي پالني، روزګار، ملازمت او نورو چارو، دندو کې بوخت دي.
د فرنګو پر ضد مبارزو، نښتو کې د تاریخ له رویه د دے ځایی اتمان خیلو ځان ژوندے ساتلــے او خپلې مړانې یی خودلي او په بیلا بیل ګزیټیرز او ملیټري ریپورټسونو کې ئې ډېره يادونه شوي ده.د دغه سیمې نامتو، مخور شخصیات کووم چې بریټش ريپورټس کې یاد شوي دغو کې ملکــ ایوزخان، خان ګل، میا عالم خان، خواجه نور اکرم، ملکــ پاینده خان، ملک عبدالسیم، کانیر، ملکـ حسن خالا خان، فقیر، میاه اکبرحسین او نور د یادونې جوګه دي.
*ليکنه او څیړنه ـ طارق اتمان خیل کوذ دیر*
*نیټه ـــ ۲ــ۵ـــ۲۰۲۱*


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso