د ټالیب بدل
لنډه کیسه
پاکستانی مولانا د سټیج په سر وعظ کوي. په سټیج ورسره شاوخوا افغان ملایان ناست وي چې ډیری یې د ټالیبانو د کویټې د شورا غړي وي. ورته ناست عام افغانان وي چې اکثره یې ټالیب پلوي وي. پاکستانی مولانا د اصحابانو د فتوحاتو قیصې کوي. ټالیبان له اصحابانو سره تشبیه کوي او افغان دولت له کافرو سره. ورته ناست ټالیبي مشران ورسره په موافقت کې سرونه ښوروي. عامو افغانانو سرونه ټیټ اچولي وي او د ده خبرو ته یې غوږ نیولی وي.
دی لا خبرې کوي چې په منډه منډه یو ږیرور چڼی سټیج ته وخیژي او د پروګرام کوربه ته چې په قاري مشهور وي په غوږ کې څه ووايي. لده سره قاري راپورته شي او د پاکستاني مولانا په غوږ کې څه ووايي. پاکستانی مولانا شاته شي او قاري مایکروفون ته ودریږي او ووايي چې مبارک مو شه. دا اوس خبر راغی چې مجاهدینو پنځه ولسوالۍ فتحه کړې. لدې اوریدو سره ټالیبي مشران په لوړ غږ الحمد للله او الله اکبر چیغې پیل کړي. لاندې ورته ناست ټالیب پلوي د ناره تکبیر او الله اکبر او د اسلامي امارت زنده باد نعرې پیل کړي. پاکستانی مولانا دوی ته ګوري او ځان سره مسکی مسکی کیږي.
وروسته خپلې خبرې ژر ژر خلاصې کړي، له سټیجه ښکته شي او د غونډې نه یو څو متره لرې د یو دیوال څنګ ته ودریږي او ټیلیفون راواخلي.
چې زنګ تیر کړي نو له هغې خوا د جې ایچ کیو جنرال ټیلیفون پورته کړي او ورته وايي.
جنرال: کرنیله څنګه یې.
پاکستانی مولانا چې په حقیقت کې د پاکستاني پوځ برحال کرنیل (ډګروال) وي ځواب ورکړي.
کرنیل: سر جي زه ښه یم. تاسو څنګه استئ؟
جنرال: مونږ هم ښه یو. وایه څنګه دې ټیلیفون وکړ.
کرنیل: سرجي اومبارک شه نن پنځه ولسوالۍ سقوط شوې.
جنرال: مونږ دوه ګهنټې مخکې خبر وو. زمونږ سپیشل فورس مونږ ته له هغه ځایه په وخت احوال راکړ. طالیب مشرانو ته مو ځکه ژر احوال نه لیږه چې زمونږ فوجیانو نیول شويو افغانانو نه تحقیقات کول. کله چې تحقیقات خلاص شول او هغوی یې ووژل بیا مو طالب مشران خبر کړل. زمونږ فوجیانو سره دا یره وه چې هسې نه د دومره ډیرو افغانانو په وژلو د کوم افغاني طالب غیرت راپورته نشي او مونږ باندې ډزې ونکړي. افغانیانو باندې اعتبار نه دی پکار. کار ترینه اخلئ او بیا یې لړه کوئ.
کرنیل: نه جي د دې خو بیخي هډو فکر ونکړئ. دا خلک مو په اسلام دومره دووسان کړي چې ښځې هم ترینه بوځې نو بیا به هم ستا وفادار وي. ولې د شمالي په جګړه کې مو ترینه ښځې بونه تلې؟ خو بیا هم تر اوسه مونږ سره ولاړ دي. ملاعمر مو ورله وواژه، ملا برادر مو څو کاله جیل کې بند کړی وو، ملا یاسر مو ورله د ټولو مخکې په ګاډي پسې راښکاږه او ومو واژه، له سفیر نه مو ورته پرتوګ وویست خو بیا هم دا خلک مونږ ته وفادار دي. بس جي چې تر څو دوی په دین سر قربانوي پاکستان به پرې خپلې ګټې کوي. زمونږ ملیانو دوی ډیر ښه کنټرول کړي.
جنرال: بالکل خو بیا هم احتیاط ښه شی وي هسې نه د کوم یو ضمیر راویښ شي او زمونږ په فوجیانو ډزې وکړي.
کرنیل: هو تاسو ټیک وایئ جي.
جنرال: ریشتیا څه وخت دلته راځې. کویټه کې دې ډیرې ورځې وشوې. راشه دلته دا نورو افسرانو سره هم ملاقات وکړه او رپورټ باندې دې هم کار وکړه. او بله خبره دا چې ستا د خوښې ویسکې مې یو بوتل راپیدا کړې. چې راشې دلته به پروګرام جوړ کړو. او اې! زه خو وایم چې له مولیانو سره دې ډیر وخت تیر کړی له کورنۍ سره یو ځل د یورپ چکر هم ووهه چې فکر دې بدل شي.
کرنیل: مهرباني سرجي. خو تاسو ما سره یوه بله وعده هم کړې وه. تاسو ویلي وو چې دا ځل مې ډیوټي خلاصه شوه بیا به راته هغه هم پیدا کوئ.
جنرال: ههههه یاره ستا هم ډیره تیزه حافظه ده. بس ځکه خو پخپل کار کې ډیر کامیاب یې. والله ډیر ورپسې وګرځیدم خو هغسې کابلی جینۍ مې درته پیدا نکړه. بس دا ځل چې کابل ونیسو سم به دې پرې موړ کړم. خو اوس مې یوه سواتۍ جینۍ درته پیدا کړې. هغه هم ډیره سپینه او ښکلې ده. کورنۍ یې ټوله د فوج په اپریشن کې وژل شوې او دا ځانله وه. زمونږ یو دوست اوس ځان سره ساتلې. چې راشې یو څو ورځې ورسره تیرې کړه ستا به هم ډیره خوښه شي.
کرنیل: سمه ده جي. خو زما دې د کابل نیولو ته لا زیات زړه وکه.
جنرال: غم مه کوه بیا به یې ونیسو. زمونږ فوجیان ډیر کامیاب روان دي. خو دا ځل به یې سم نیسو او د پاکستان دښمنان به دا ځل داسې ختموو چې بیا کوم افغانی د پاکستان په خلاف خبره هم ونشی کړای. بیا دې په کابل کې په کومه لوړه عهده مقرروم چې څه دې زړ هوي هغه کوه.
کرنیل: زما چې څومره دې خلکو سره تجربه شوې دا ډیر ډارن خلک دي. مونږ اته کسه فوجیانو به ځان سره څلور کسه طالبان مخکې کړل او د دوی د ټولې ولسوالۍ سړي به مو راټول کړل. چا هم دومره غیرت نشو کولې چې مونږ ته بد وګوري. چې په چا به مو شک راته چې افغان حکومت ته کار کوي بس همالته به مو وویشت. کله کله خو به مو همداسې هم یو څه کسه ووژل تر څو نور ویریږي. دا خلک مو دومره یرولي چې دا ځل به که خیر وي ډیر په اسانه کابل ونیسو.
جنرال: بالکل همداسې ده. ما هم چې مجاهدینو سره کار کاوه نو همدا تجربه راته وشوه. د دې خلکو د کنټرول لپاره بهترینه وسیله دین ده. په دین یې کنټرول کړه بیا به لکه روبوټان هر څه چې ته ورته وایې درته به یې کوي. بس د کوم اصحابي یا عربي قیصه ورته وکړه بیا به زوی پلار وژني او پلار به زوی.
کرنیل: تاسو بالکل ټیک وایئ جي. ریشتیا کله کله راته فکر راشي چې هسې نه پاکستاني ملیان مونږ نه شرعي نظام ونه غواړي. وايي به چې افغانستان کې شریعت دی او زمونږ ملک کې نشته.
جنرال: د دغې خبرې خو هیڅ غم مه کوه. زمونږ ټول ملیان زمونږ غوندې پاکستان ته وفادار دي. دوی به هیڅکله هم پاکستان کې چاته د جهاد اجازت ورنکړي. دا اویا کاله پدې ملک کې د دوی د جوماتو څنګ کې هیرامنډیانې، د شرابو کارخانې، او نور غیراسلامي کاروبارونه کیږي خو دوی هیڅ غږ هم نه کوي. دوی سره زه ډیر ناست یم. له طارق جمیل نه تر فضل رحمان پورې دوی اول پاکستانیان دي بیا مسلمانان دي. دوی ته پاکستان تر اسلامه اهم دی. د افغانستان په کنټرول کې دوی هم لکه پاکستاني فوج په شان ډیره قرباني ورکړې.
کرنیل: پوه شوم سر.
جنرال: ریشتیا بله خبره دا چې راځې نو ږیره دې شیو که چې څوک دې دلته ونه پيژني.
کرنیل: همداسې به وکم جي. زه هم له ږیرې نه ډیر تنګ یم خو بس څه وکو جې د پاکستان لپاره خو به قرباني ورکوو.
جنرال: ههههه هسې نه چې ته اوس ووایې چې ږیره ثواب لري او شیو نه کوم.
کرنیل: ههههه نه سر جي. زه په دیني ډرامو کې نه یم. دین مې د دې لپاره زده کړی چې د پاکستان خدمت وکړم. خپله دا عربي درامې نه منم او نه یې ځانته غواړم.
جنرال: زه هم همدغسې یم. ښه ده چې ودې ویلې. کنه پورته مې ریپورټ کولې چې پدې کس کې د دین چینجی راپورته شوی ههههه. بیا خو خبر یې چې پورته کسان دینداران په فوجي لوړو عهدو نه پریږدي.
کرنیل: هههه نه نو ریښتیا دې ریپورټ کولم؟
جنرال: خفه کیږه مه. ته زما ملګری پاتې شوی یې خو د ملک خبره چې راشي بیا مې ماته ملک تانه ډیر اهم دی.
کرنیل: دا خبره دې سمه ده. مونږ ته باید تر هر څه نه ملک مخکې وي. کنه افغانیانو غوندې به مونږ هم تباه شو.
جنرال: بس ښه ده چې پدې خبره پوه یې. ښه زه نور ځم. که څه خبره شوه بیا ماته زما په موبایل ټیلیفون وکه. د خدای په امان.
کرنیل: ټیک ده جي. په مخه مو ښه.
چې څنګه کرنیل ټیلیفون کیږدي نو د دیوال له شا نه ورته یو ټالیب قومندان چې تشو متیازو ته راغلی وو راتاو شي. کرنیل لږ وارخطا غوندې شي. دا ټالیب قومندان یو وخت د افغانستان د اردو د بیس مشر وو. خو عقیده پرې زوروره شوه او ټالیب ورته ریښتیني ښکاره شو ځکه نو خپل ټول بیس یې سره له افرادو او وسلې ټالیب ته تسلیم کړي. ټالیب هم لس لکه پاکستانۍ کلدارې ورکړي او د یو څه وخت لپاره یې کویټې ته راوست تر څو لکه کرنیل غوندې پټ پاکستاني پوځي افسران ترینه معلومات واخلي.
کرنیل چې تر څو خبره کوي: قومندان ورته ووايي.
قومندان: ما دې ټولې خبرې واوریدې. تاسې منافقین زمونږ په عقیده لوبې کوئ او زمونږ وطن ورانوئ.
کرنیل هم پوه شي چې اوبه له ورخه تیرې دي، نو ورته ووايي:
کرنیل: منافقین مونږ نه تاسې یاستئ چې خپل ملک سره غداري کوئ. مونږ خو هر څه د خپل وطن لپاره کوو. زما د ملک ګټه د افغانستان په تباهي کې ده او مونږ به تر هغه ارام کښيننو چې افغانستان د نویمې لسیزې غوندې یو ځل بیا تباه کړو. او په تاسې بیغیرته افغانیانو به یې تباه کوو. او د دین په اړه به دا ووایم چې ما ته مې ملک تر اسلامه مهم دی او کله هم ورته اسلام قربانولای شم.
دې سره قومندان په کرنیل ورټوپ کړي او چیغې جوړې شي. د ټالیبانو ملایان او عام خلک ژر راشي او دوی سره خلاص کړي. کرنیل ژر خلکو ته ووايي چې دا سړی د ملي امنیت جاسوس دی. ما یې اوس له کابل سره خبرې واوریدې. ویې نیسئ. کرنیل لا خبره خلاصه کړې نه وي چې د ټالیبي ملایانو ګاردان او پنجابي مجاهدین (پاکستاني عسکر) دا کس ونیسي. قومندان ډیرې چیغې ووهي چې دا دروغ وايي دا د پاکستان پوځي دی. زه بیخي ټیلیفون نلرم...) خو څوک یې خبرو ته غوږ کښینږدي. پنجابي مجاهدین دا کس موټر ته واچوي او روان یې کړي. وروسته یو ټالیب مشر د کرنیل خواته راشي او د خلکو مخکې ورته ووايي.
ټالیبي مشر: مولانا صیب داسې بیغیرته افغانان زمونږ ټولو نوم بدوي او زمونږ جهاد را خرابوي. ښه ده چې تاسې پیدا کړ. اوس یې سم ووهئ او معلومات ترینه واخلئ.
کرنیل: مننه مولوي صیب. ستاسې د جهاد خو زه ګرنټي درکوم چې پاک دی او سل سلنه حقانیت لري. زما دې په هغه لوی ذات قسم وي چې دا کاینات یې پیدا کړي چې تیره هفته مې هم په خوب کې نبي کریم صل الله علیه وسلم لیدلی وو. ما ته یې په سر لاس کیښود او راته یې وویل چې له طالبانو سره ستا د مرستې په بدل کې به ستا ځای جنت کې له ما سره وو. دا یې هم راته وویل چې طالبانو ته ووایه چې تاسې به ډیر ژر پخپل ټول هیواد خپل سپین بیرغونه ورپوئ او دښمن به مات کړئ. همت مه بایلئ او مه وارخطا کیږئ. الهي نصرت له تاسې سره دی. زمونږ د پیغمبر خبره خو دروغ کیدای نشي. نو سر له اوسه د کابل د نیولو مبارکي درکوم.
بیا د کرنیل سترګې راډکې شي او ووايي: قسم مې دې په هغه ذات وي چې زما روح یې په لاس کې دی ما تر اوسه دا خبره نه کوله خو نن مې چې ستاسې دا ایماني جذبه ولیده نو نوره مې زړه کې نشوای ساتلای.
دې سره د خلکو سترګو کې اوښکې راشي او د نعره تکبیر الله اکبر او الحمدللله چیغې شروع کړي. ځینې راشي او د مولانا لاسونه ښکل کړي ځکه مولانا یې رسول الله لیدلی او اوس د یو صحابي هومره درجه لري.
وروسته کرنیل د ټالیبانو له مشرانو سره یو بیل ځای ته لاړ شي. هلته د ټالیب یو بل مشر ورته ووايي:
ټالیب مشر: مولانا صیب دا څو وخته مو ډیرې سیمې ونیولې خو ډیر تلفات مو هم ورکړل. خو نن چې تاسې راته وویل چې زمونږ خوږ پیغمبر ویلي چې مونږ به کامیابیږو نو اوس خو بیخي ډاډه یم چې مونږ به کامیابیږو.
کرنیل: دا تلفات نه دي. دا شهیدان دي او شهیدان مړه نه ژوندي وي. وګوره څومره ډیر ماجر ځوانان بې روزګاره ګرځي. دوی خدای د همدې جهاد لپاره پیدا کړي کنه. دوی ته ووایئ چې محمد رسول الله وايي چې لاړ شئ افغانستان کې جهاد وکړئ او کابل ازاد کړئ. د دې نه علاوه د پښتنو سیمو کې هم جوماتو ته ځئ او پاکستاني پښتانه هم درسره جهاد ته افغانستان ته بیایئ. زه به د ډیرو نورو پاکستاني مجاهدینو چې ښه ټریننګونه یې کړي بندوبست هم وکړم. دا ځل به که خیر وي ټول ولایتونه نیسو او بیا په کابل حمله کوو. لږ انتظار کوه زما ډیر پاکستاني مجاهدین شاګردان شته چې د افغانستان جنګ ته غواړي لاړ شي.
بل ټالیب مشر: سبحان الله. پاکستانیانو تل زمونږ هیواد کې د اسلامي نظام راوستو لپاره قرباني ورکړې. افغان ملت به د پاکستانیانو دا قرباني هیڅکله هم هیره نکړي. افغان ملت د پاکستانیانو په ځانګړې توګه تا غوندې دیني علماو قرضدار دی.
کرنیل مسکی شي. له لږ خبرو وروسته غونډه خلاصه شي او کرنیل روان شي. د پنجابي مجاهدینو (پاکستاني عسکرو) موټر کې کیني او پخپله مخه روان شي.
په موټر کې ناست یو پاکستاني عسکر ته ووايي چې هغه افغانی مو څه کړ؟
هغه ورته ووايي: جي هغه مو تورې کوټې ته ورساوه. نور به رانه رڼا ونه ویني.
کرنیل مسکی شي او ووايي: ډیر ښه. چې درنه خلاص نشي دا د رزیل زامن. چې څوک هم زمونږ په اصلیت پوهیږي بس ختموئ یې. دوی نه صرف ګټه اخلئ خو چې نور ترینه کار نه اخیستل کیده نو بیا یې وژنئ.
دې سره موټر کې ناست ټول په خندا شي.
لږ وروسته کرنیل قطر ته د ټالیب د سولې نماینده ته ټیلیفون وکړي او د ټیلیفون لاسپیکر چالان کړي. هغې خوا نه ملابرادر ځواب ورکړي.
ملابرادر: کرنیل صیب اسلام علیکم
کرنیل: وعلیکم څنګه یې برادر بهایی
ملا برادر: بس صیب ستاسې په دعا یو. تاسې څنګه یاستئ؟
کرنیل: مونږ هم ښه یو.
ملابرادر: څنګه دې زمونږ پوښتنه وکړه. راپور خو مې دوره ورځې مخکې د جنرال صیب دفتر ته لیږلی وو.
کرنیل: هو ما ولوستلو. ما د دې لپاره ټیلیفون درته وکړ چې درته ووایم چې ستا دا سټریټیجې ډیره کامیابه روانه ده. بس په همدې چل یې د سولې په نوم غلطوه لکه دا څو کاله دې چې غلط کړل. لږ وخت نور هم ځان کلک کړه بیا به د سولې ضرورت نه وي او ټول کابل به ونیسو.
ملابرادر: پوهیږم صیب. لس کاله نور هم دا پسه ملت د سولې په ډرامو درته غلطولای شم. بس ستا دعا پکار ده.
کرنیل: هههه ته خو پوهیږم چې زه په دعاګانو عقیده نلرم او کار غواړم. که مونږ هم د کار په ځای دعاګانې کولای زمونږ ملک به هم افغانستان غوندې وو.
ملابرادر: ههههه پوهیږم کرنیل صیب. ریښتیا کرنیل صیب ګوره چل خو به مې منې. سوله مونږ نه کوو خو خلک دولت ملامتوي.
کرنیل: تا هم منم خو دا هم ومنه چې د افغانانو غلطول دومره سخت کار نه دی. دا اوس مې یې یوه غټه ډله غلطه کړه. هههههههه
ملابرادر: ههههه بس چې زمونږ ژوند ښه وي دا خلک همداسې ذلیل ښه دي. دې ملک مونږ ته هسې هم هیڅ هم نه دي راکړي نو مونږ ولې ورته څه ورکړو. همداسې وران ښه دی. بس ستاسو نه مننه چې په ما مو دومره اعتبار وکړ.
کرنیل: هیڅ خبره نه ده. تاسره خو زمونږ ملګرتیا ده. ريښتیا زوی مې ستا لور ته تحفه درلیږلې وه چې در ورسیده که نه؟
ملابرادر: هو صیب راورسیده. ستا زوی هم ستا غوندې تکړه او غټ سوچ والا انسان دی.
کرنیل: هو کنه اخر زوی د چا دی. زما زوی به دخیره یو وخت فوج کې جرنیل شي.
ملابرادر: ستا زوی ما ته هم لکه زوی غوندې دی.
کرنیل: مهرباني. نور خو به څه نه وو؟
ملابرادر: نه صیب که څه خبره وه بیا به درته ټیلیفون وکړم.
کرنیل: سمه ده. نور د خدای په امان
ملابرادر: په مخه مو ښه په خدای مې سپارلي یاستئ.
کرنیل وروسته موټر کې ناستو عسکرو ته ووايي.
کرنیل: افغانیان ټول دغسې خپل ملک څه چې خپله مور هم خرڅوي. دې کس ته مونږ سختې سزاګانې ورکړې او ډیر وخت راسره جیل کې وو خو نن بیا هم مونږ ته وفادار او د خپل وطن دښمن دی. دې بیغیرته ویل چې وطن ماته څه کړي؟ خو دې بیغیرته دا نه ویل چې دې وطن ته څه کړي؟ بس خدای دې مونږ دومره نه بیغیرته کوي چې خپل ملک سره غداري وکو. ههههه د ده خیال دی چې زما زوی به دده لور سره واده وکړي. خو نه ما مې زوی ته ویلي چې ټایم ورسره پاس کړه او واده به بیا کومې پاکستانی جینۍ سره وکړي.
بیا ډریور ته ووايي: د کرنل حمید کره ځو چې هغه نن شپه پروګرام جوړ کړی. روسی وډکا یې مونږ ته ساتلې. تاسې هم یو ګیلاس ګیلاس وسکئ چې طبیعت مو لږ جوړ شي. او دا د ټیپ غږ له اوچت که چې مونږ یې هم واورو.
موټر روان وي چې یو دم درز شي. د دوی موټر د بلوچ جنګیالیو په راکټ ولګیږي. او ټول پکې ووژل شي.
دوه ورځې وروسته کویټه کې ټالیبي ملایانو ته یو بل نوی پاکستانی مولوي د مولانا (کرنیل) د مرګ خبر ور ورسوي. د ټالیبي ملایانو وینه بلوچ جنګیالیو ته په جوش راشي چې د افغانانو یو غمخور دیني عالم یې شهید کړ. د دې خبر اوریدو په سبا په کندهار کې په یو بلوچ بیلتونپال مشر ځانوژونکې حمله وکړي او د خپل پاکستاني غمخور بدل ترینه واخلي.
له حملې وروسته په کویټه کې ټالیب جنګیالي نوي پاکستاني مولوي ته مبارکي ورکړي چې مولوي صیب مبارک شه د خپل غمخور بدل مو له بلوچ جنګیالیو واخیست. پاکستانی مولوي مسکی شي او ورته ووايي. هو نو تاسې خو ډیر غیرتي خلک یاستئ. ۵۲ هیوادو ته مو ماتې ورکړې.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.