مسلمانان او ساينس
لیکوال: رشید یوسفزی
ژباړه: Arifullah Haqparast
زموږ د پاکستان د ابتداييه ښوونځيو له ساينسي مضامينو نيولې، بيا د هېواد د تر ټولو لوړې دندې لپاره د ازموينې په کورس کې په لومړنيو فصلونو کې د مسلمانو ساينسپوهانو او د هغوی د ساينسي کارنامو کيسې دي. په بيولوژي کې به په وياړ سره د عبدالملک اصمعي د (کتاب الابل)، د امام کمال الدين دميري د (حيوة الحيوان) او د حيواناتو په اړه د جاحظ د کتابونو يادونې کېدې. په کېميا کې به د جابر ابن حيان، په فزيک کې د ابن الهيثم، په رياضي کې د محمد بن موسی الخوارزمي او نورو کيسې بيانېدې او د دوی له فرضي او ورکو کتابونو نه به په دوی پورې داسې کمالونه، څېړنې او اختراعات تړل کېدل، لکه ساينس چې بيخي پر دوی ختم شوی وي. د تعليمي بهير په هر پړاو کې د دغو ساينسپوهانو او د دوی د فرضي اختراعاتو له يادونو به مې داسې احساس اخيست، لکه د يوې مدرسې په نصاب کې چې د اسلامي تاريخ و تمدن افسانې لولم. وروسته مې چې د لرغوني عربي، پارسي او مستشرقينو او غير مستشرقينو په کتابونو او اثارو کې د دغو نامتو ساينسپوهانو د اصلي کارنامو په اړه ولوستل، نو له دردوونکي حيرانتيا سره مخ شوم. د خرافاتو، عربي افسانو او توهماتو دغه امبارونه د ملت ماشومانو ته د ساينسي زېرمې په نامه ورزده کيږي او پرې لوستل کيږي.
عبدالمالک اصمعي د اوښ په اړه کتاب (کتاب الابل) ليکلی دی. په پيل کې يې ليکي: الحمد لله الذی خلق الابل. د اوښ په ليدلو کې ثواب دی. د اوښ سورلي سنت ده. د مهردين عالم په وينا؛ ګواکې ابوجهل او ابولهب دغو خو بيخي په الوتکو او هيلي کوپترو کې ګرځېدل. د اوښ عربي نومونه دا دي. د اوښ ميتيازې چې بيخي زېړې وي، د هغه لپاره عربي کلمه دا ده... که سوربخونې وي، نو دا... يو ځای ليکي: (من اهان الابل فقد اهان الله). اوس دې سړی خدای ج د اوښ له سپکاوي ساتي، کنه نو د پاکستاني ملت مجاهدين خو د سر په پرې کولو کې تر هېچا وروسته نه دي.
د بل نامتو مسلمان ساينسپوهـ امام کمال الدين دميري (حيوة الحيوان) اردو ته ژباړل شوی او د اصلي حکومتي لوی مفتي ظفر عثماني د اسلامياتو ادارې خپور کړی دی. که يو، دوه فصله يې ولولئ، د دغه وياړلي مسلمان ساينسپوهـ له کمالونو به خبر شئ. په دې کتاب کې يو فصل د (الديک/ چرګ) په نامه دی. وايي؛ له خدای ج سره يو داسې چرګ دی، چې سر يې په عرش او پښې يې په تحت الثری کې دي. دا چرګ چې اذان وکړي، نو د ټولې نړۍ چرګان ورپسې اذانونه شروع کړي.
يو فصل پکې د (جمالي) يا اوښ په باره کې دی. د اوښانو داسې کمالونه يې ليکلي، چې د زولوجي او زوفيليا پوهان به ورته توبې وباسي. د يوه مارغه په باره کې يې دا کېمايي نسخه ليکلې ده، چې که وزرونه يې وسوځول شي او ايره يې سړی پر خپل جنسي غړي باندې وموښي، ښځې به ورپسې لېونۍ شي... کمال خو يې دا دی، چې دا هر څه له احاديثو ثابتوي.
د يوه بل ساينسپوهـ د کتاب (کتاب الفرس) په اړه مې ډېر اورېدلي وو. د آسونو په باره کې يې ليکلی دی. چې لاس ته راغی، يو فصل پکې د مفعول آس (فرس ماهون) (Catamite Horse) په باره کې و. وايي؛ په بصره کې يو آس و، چې مسلمانانو په جنسي تېريو بيخي د دغې چارې عملي کړی و. سبحان الله! دا د مسلمانانو ساينس دی.
د ابن الهيثم او جابر ابن حيان نومونو ته منسوبې ځينې رسالې مې په تهران پوهنتون کې له نظره تېرې شوې. د نن ورځې د لوبو د ګوډيو جوړوونکي ماشومان له دوی نه هوښيار راته وبرېښېدل.
په خوارزمي کې البته شک نشته، چې ښه رياضي پوهـ و، خو خوارزمي زياتره شيان له هندوستاني رياضي پوهانو اخيستي دي، خو دلته د هندوستان نوم اخيستل جرم دی، ځکه زموږ ډي اېن اې د عربو سارا ته اړول شوې ده. همدا نن مې د يوه ځوان ليکنه لوسته. ليکلي يې وو: زموږ د مشرانو شاه ولي الله او ابن تيميه کارنامې ټوله نړۍ نشي هېرولی.
د اسلامي فلسفې پر ترکيب او جوړښت باندې پوهېدا زما له وسې وتلی کار دی. د محمد لطفي جمعه کتاب (تاريخ فلاسفه اسلام) مې ولوست. د فلسفې معنا يې رانه ګډه وډه کړه. ابن رشد د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی فيلسوف دی. هېڅکله د عقل اول، عقل دوم، فلک اول او فلک دوم له افسانوي کيسو راونشوای وتلی.
د تېر تاريخ هندوستان... له نېپال و برما نيولې تر هرات، بلخ، خراسان او باميانو پورې سيمه د ساينس و فلسفې رښتينی مرکز و. د دې ځای تمدن يوه بېلګه او له رنګارنګينو ډک و. غميزه دا ده، چې په رسمي ډول د دولتي او حکومتي ماشينرۍ په مرسته ځايي ساينس، فلسفه، تهذيب او تمدن د سيمه ييزو خلکو له مغزو اېستل شوي دي. د پښتنو د هندوييزم د زمانې کيسې بيخي له تاريخه اېستل شوې دي. د پښتنو پلرونه او نيکونه هندوان او بودايان وو. زما پلرونه و نيکونه د سندهـ له ناوې او د مردان له تخت بايي نيولې تر لغمانه پورې هندوان وو... او هغوی تر عربو په زرګونو چنده زيات باسواده او متمدن وو. وږي، تږي عربان دلته د ګېډې مړولو او لوټمار لپاره راغلي وو. دوی هېڅکله اتلان نه وو. دوی د هغې زمانې پنجابي، سندهي او پښتانه مېړونه غلامان او مېرمنې يې مينځې کړې. اتلان ځايي مدافعان وو، چې د خپلو سيمو په دفاع کې يې سرونه وبايلل.
وېل ډيورانټ په (Story of Civilization) کې ليکلې، چې نړۍ ته د پاکۍ او صفايۍ لومړني ښوونکي برهمنان وو. د خولې د پاکوالي، خلال او مسواک اختراع يې د برهمنانو بللې ده او دا خبره خو لا علامه اقبال او ټي. اېس. اېليټ هم مني، چې فلسفه د هندوانو په وينې او رګونو کې ده. د بشرپېژندنې (انتروپولوجي) کارپوهان وايي، چې د نړۍ لومړنی عبادت (نڅا) هندوستان نړۍ ته وروپېژندله. په موسيقۍ کې د هندوانو نوم متل دی. د رياضي اصليت پخپله د عربي کلمې (هندسې) له ريښې معلوم دی. په حساب کې د صفر اختراع د هندوستانيانو ده، چې عربو اروپا ته ورسوله. د هوا او رڼايي له پلوه ودانيز هنر، ودانيز جوړښتونه او ودانۍ د هندوستاني معمارانو کمالونه دي، خو پخپله زما د پاکستان په پاکستاني مطالعاتو کې راښوودل کيږي، چې (هندوان په تنګو او تيارو کورونو کې اوسېدل. عربانو دوی ته د ودانۍ جوړولو هنر وروښود).
پر موږ باندې دلته عربي کولتوري يرغل د (سنت) په نامه راتپل شوی دی. سنت هغه مهال پخپله د عربو دودونه او رواجونه وو. سندهي مورخ (جي اېم سيد) يو ځای ليکلي، چې هر دين به د هغې سيمې د دودونو او رواجونو يوه اصلاح شوې بڼه وه. د اوسېدو او ژوند، ژواک کومې لارې، چارې چې د اسلام د پيغمبر صلی الله عليه وسلم او اصحابو کرام رض وې، هغه پخپله د مکې د مشرکانو هم وې. که خرما خوړل سنت وي، نو ابوجهل او ابولهب هم پيزا او برګر نه دي خوړلي. که پټکی پر سرول سنت وي، نو آيا ابوجهل او ابولهب هېټ (شپوخولۍ) پر سرولې؟ که ږيره پرېښودل سنت وي، نو آيا ابوجهل او ابولهب ږيره و برېت خرېيل؟ په روايتونو کې راځي، چې رسول اکرم صلی الله عليه و آله وسلم پرتوګ خوښ کړ، خو دا چې په عربي کولتور کې پرتوګ دود نه و، نو وايې نه غوست. اسلام د سيمه ييزو دودونو او فرهنګونو هم مخالف نه د ی. په اسلامي فقه کې عرف او دود رسماً ځای لري.
غميزه دا ده، چې د دغو تش په نامه عرب ساينسپوهانو او عربي بدو کلچر په راخپلولو سره موږ له يوه رښتيني ساينسي ميراث او يوې درنې تمدني او فرهنګي زېرمې څخه بې برخې کړای شوي يو. زموږ د اصلي تهذيب او ساينس و تمدن په اړه يوه کرکه او د کمترۍ او حقارت احساس زېږول شوی دی او دا هر څه د سړې جګړې لپاره په پاکستان کې د ملا و پوځ د ګډ حکومتي چوکاټ برکت دی. د يو څو حکومتي او ناحکومتي مجاهدينو د روزۍ او يوې مړۍ ډوډۍ او يو څه د ملايانو او جرنېلانو د ډالرو لپاره زموږ تمدن او فرهنګ راڅخه هېر کړای شو. زموږ مشران له دې ځايه د بغداد و نجد ساراوو ته يووړل شول. آن تر دې، چې زموږ اصل و ريښه او ډي اېن اې واړول شول او دا هر څه د دې لپاره، چې دوی ته د لوبې ګرمولو اړتيا وه او د سرونو د قربانيو او د وينو تويونو دغه ډرامه يواځې د ديوبنديت او وهابيت لپاره له ذهن جوړونې وروسته شونې وه. نن امريکايي سياستوال او پوهان هم دا مني، چې د سړې جګړې پر مهال د سعودي حکومت او پاچا فهد په پيسو د امريکا د نبراسکا پوهنتون په چاپخونو کې په لکونو او ميليونونو د قرآن کريم نسخې، تفسيرونه او د احاديثو کتابونه په اردو او پښتو ژبو چاپ او پاکستان ته راورسول شول او دلته تيت کړای شول. په سيمه ييزه کچه د سپېڅلې تاريخي او فرهنګي ذهن جوړونې ټېکه لوی مجاهد ضياءالحق د پاکستان جماعت اسلامي ته ورکړې وه. کارلوټا ګال، امتياز ګل، احمد رشيد، رابرټ کپلان او جويېن هېرنګ د جماعت اسلامي د هغو پوهانو نومونه هم ليکلي دي، چې د دغه سپېڅلي ماموريت لپاره به امريکا او نبراسکا ته تلل و راتلل او د سي آی اې د کارپوهانو منشي ګيري به يې کوله.
اوس د دې وخت رارسېدلی، چې خپل رښتينی فرهنګ او تاريخ راژوندی کړای شي. که څوک يې راسره مني او که نه، خو دا کار به کيږي.
(د ښاغلي يوسفزي د پوسټ ترجمه)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.