Skip to main content

A Greek City in North east of Afghanistan

#تاريخي_يادښتونه📖 آی خانم؛ د افغانستان یو لرغونی ښار/د يونانيانو يادګار ښار:
A Greek city in north-east Afghanistan
کله چي ستر سکندر له ميلاده ۳۳۰ کاله د مخه افغانستان پخپله امپراتوري راوست، دې وخت کي د #سکندر يوناني امپراتورۍ د یونان له خلیج څخه تر هیمالیا پوري مساحت لاره او پکښي ۱۰۰۰ستر ښارونه وه چي پکښي مشهور ئې [ای خانم ښار] وو چي د اوسني افغانستان په شمال کي د تخار د امو او کوکچې سیندونه سره یو ځای کیږي موقیعت لري، دا ښار د شمال ختیځو سیمو د ساتني په موخه جوړسوی چي پکښي پراخو استحکاماتو، ساختمانونو، عامه او نظامي کلاوو لرونکی د نړی ستر ښار وو، په يو نيم کلوميټر کي جوړ دې ښار شاوخوا خټينه ساتونکې کلا هم لرله چي ويل کېږي پر ټولو دېوالونو ئې پر مصري کاغذونو فلسفي جملې ليکل سوی وې.
د هغه مهال د سکندر جنګي کلاوي او ښارونه داسي ځای ودانول اړخونو ته به ئې رودونه/غرونه او يا بل طبعي ساتنه لرله، دغه ښار له همدې امله دلته ودان سو.
په ۱۲۶ قبل مسیح کي د چین یو سیلاني او تاریخپوه ځنګ کیان د باختر سیل کړی او وايي: "ددې ښار د ساکانو سیمي تر ټولو شتمني او خوشاله وې.."
د ياد ښار بنسټګر [#کينياس] وو چي دا خبره يې ډېره مشهور ده چي: "په ماشومتوب کي ادب زده، په ځوانۍ کي نفس قابو، په زړښت کي انصاف او په سپينه ږيره ښې مشورې ورکوه، بيا چي مړ سې نو پښېمانه به نه يې".
په ۱۴۸ ق م کي هندي يوناني واکمن ډيميټريوس په باختر حمله وکړه او د آی خانم اوسېدونکو د بيري کډه وکړه او د يونان باختر وروستي باچا [هېليوکلز] هم خپله پلازمېنه د ببگرام ته يوړه. د آي خانم ټولي لوی ودانۍ په اور وسوځول سوې او هيڅوک ورته بېرته رانغلل.
په ۱۹۶۱ع کال پخوانی پاچا محمد ظاهرشاه د ښکار د پاره شمال ته ولاړ او دغه دېوالونه/ ځايونو ئې له نږدې وليدل او په رسمي شکل يې ددې ښار د سپړلو امر وکړ، په حيرانونکي شکل د خاورو د لږ اړولو وروسته يو ښار وموندل سو چي پکښي ګڼي خزانې، مجسمې، سيکې او په زرګونو شکلونو وموندل سول او نړۍ له خبرېدو سره سم راتګ پېل کړ.
دې کي تر ټولو لويه ستونزه روسانو جوړه کړه چي لوېديځوال به د روسانو پولو ته نږدې افغان دولت نه پرېږدي، او يا به روسانو د څارولو اجازه ورکول کېږي. خو دولت کوښښ کاوه چي افغانان پخپله ددې ښار پلټنه بشپړه کړي، د ثور کودتا او روسانو راتګ څېړني ودرولې او د هغه وخت دولت له ساتني هم لاس واخيست، سيمه ايزه خلګو به پر خپل سر د خزانو د لټون په نيت کيندني کولې، د کورنۍ جګړې پر مهال جهادي ډلو هر څه يو مخ چور او #تاجکستان کي بازارونو کي خرڅ کړل.
دې کسانو کي تر ټولو ډېر مواد #احمدشاه_مسعود او د هغه يوه قومندان [سبحان قل] ډېر اثار غلا کړل چي د يوه باوري کس له خولې ياد قومندان د تاجکستان په يوه بازار کي ددې ښار ۱۰۰۰تاريخي اثار په ۲۶۰۰۰زره ډالر ورکړل چي په شپږ ځله؛ څرخي الوتکه کي يوړل سول، يوه بل روايت د همدې قومندان په اړه خبره ده چي لس داسي کسان چي په اړه ئې اوازه وه چي خزانې ئې موندلې، همدې قومندان وګواښل او له يوه تن څخه ښځه بوتلل چي تر څو دي وړي خزانې راوړي نه وي، ښځه دي همدلته وي.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso