Skip to main content

په پښتو کښې کسکريزم

په پښتو کښې کسکريزم     
 ډاکټر سمندر يوسفزے
په ادب کښې وخت په وخت نوي نوي تحريکونه او مکتبونه راپورته شوي دي نوي نوي موضوعات، نوي نوي فکرونه او اسلوبونه منظرعام ته راغلي دي د ژبې او ادب په لمن فراخه کولو کښې ئې د ذکر وړ کار کړے دے ځکه چې دغه تحريکونه او مکتبونه په شعوري ډول د يو مقصد او غرض په توګه راپورته شوي وو خو په نزدو نزدو کښې په غېر شعوري توګه يو اسلوب او د شهرت په لور يو داسې زغل مخې ته راغلو چې  د ادب د هئيت او ماهئيت په حواله ډېرې خامۍ او کمۍ لري او هم د دغې خاميو او کميو له وجې ورله سنجيده ليکوالو هيڅ توجو ور نۀ کړه بلکې وخت په وخت ئې د دغه قسمه ادب د ودې او شهرت په حواله د تشويش اظهار هم کړے دے  ولې مخ نيوے ئې ګران ؤ، دغه مکتب يا تحريک په کسکريزم بللے شي ـ 
د کسکريزم اصطلاح  په هغه وخت کښې مشهوره شوه کله چې د يو ناپوهه ماشوم فرمان کسکر د  خلې نه د هغه  د قلبي وارداتو بې ساخته اظهار  په ټولنه کښې مشهور شو وروسته دغه مشق متواتر جاري وساتلے شو  چې  نۀ ئې اهنګ لرو او نۀ فرهنګ  خو ناپوهه اولس اوږو ته وخېژؤ ـ  
دغه اصطلاح کۀ هر څو د يو فرد له وجې مشهوره شوه ولې دغه قسمه خصوصيات ډېر افراد لري بلکې اوس پوره ډله ده ـ هر څو کۀ په دغه مېدان کښې د وړاندې نه هم ډېر ښاغلي په منډه وو او  د شهرت حاصلولو په لړ کښې ئې يو در او يو غر پرېښے  نۀ دے، ځانونه ئې ورته وړي وخت رسولې دي او په دې خبرو به ئې برېتونه هم تاؤ کړي دي چې څومره څومره ايډيشنونه ئې د کتابونو چاپ شوي دي خو له ښه مرغه دغه معيار د کسکريزم د راتګ سره عوامو ته په ډاګه شو اوس پوهه طبقه په دې خبره ورسېده چې  معيار د شهرت او مقبوليت سره څه خاص علاقه نۀ لري ځکه چې ډېره معياري او د خپل عصر ترجمانه شاعري اوس هم د لوستو او اورېدو په انتظار ده که نن نۀ وي دغه شاعري به سبا اولس په غور او په شوق لولي او دغه وقتي او غېر معياري شاعري به دفن کېږي ـ 

کسکريزم لکه د پېريانو د ډولۍ را وچته شوې هغه هوا ده چې اوس رو رو په کوزېدو ده کله چې دغه  د پېريانو ډولۍ را وچته شوه نو  هغه  شاعرانو حضراتو ورته  هم په ښۀ نظر نه کاتۀ  چا ته چې خپله چاړه په اوبو کښې ښکارېده ځکه نو داسې غلي غلي به ئې ورته بد هم وې ځکه چې قام په دغه ائين کښې د دوي مخونه هم ليدل   ـ 
  ډېر خلک په دې خبره د وړومبۍ ورځ نه پوهه وو چې دا د پېريانو ډولۍ به ډېره زر کوزېږي  دغه کسکريان به په يړ په خپله زمکې ته راکوزېږي بيا به  ئې څوک په سړه لېټۍ کښې نۀ حسابوي ځکه چې نۀ خو د  دوئي په شاعرۍ کښې فن شته او نۀ څه فکر او  نۀ څۀ نظريه شته ـ  مخاطب ئې هغه ځوانان دي څوک چې د شکور د مېنځ نه خوري  د دې نه نۀ دې خبر چې دنيا څو ډانګه ده او نۀ په شعر پوهېږي محض د يو کسکري شاعر د  خلې نه نيمه  وړومبۍ مصرعه له نۀ وي راوتې او دوي چغې وهي دې ته صبر نۀ کوي چې په شعر کښې شاعر څه فرمائي د هغه صبر ته څه ضرورت دے ځکه چې هغه هسې هم په شعر نۀ پوهېږي او نۀ په شعر کښې د پوهېدو څه وي خو محض د حافظې په زور د هم اوازه  لفظونو بر مار وي ـ 
په کسکريزم کښې څه شاعران کرۀ کسکريان دي څه نيم دي او دا ځينې کسکريان نۀ دي ولې اورېدونکي ئې کسکريان دي يا د کسکريانو په وار پيدا دي هغوي په هغه ځائے کښې خامخا حاضر وي چرته چې د کسکريانو مشاعره وي ـ  دغه د کسکريانو په وار پيدا د احساس کمترۍ ښکار وي د هغوي دا خيال دے  چې ګنې دا د پېريانو ډولۍ به ټول عمر داسې اوچته وي او که مونږ ښکته پاتي شو نو داسې به پاتي يو ـ 
د کسکريزم سره علاقه لرونکي يا خو د خپلې شاعرۍ او ماهرۍ په وجه ښکاره او پېژندے شي او يا د هغوي په غونډو پنډو کښې هغه کۀ سنت وي که واده وي او کۀ خېرات  وي شرکت د ځان د پاره سعادت ګڼي ولې دغه سعادت نۀ دے د ادب او ژبې سره چې کوم زياتے کېږي په هغې کښې پوره پوره شريک هم دي ـ  ځينې ښاغلي دا نظر لري چې مخ نيوے ئې پکار دے خو زه ورته وايم صبر وکړئ دا چې  کومو خلکو اوږو ته خېژولې دي دا به هم هغوئ راکوزوي ځکه چې دوئ دومره د ډېر وخت له پاره په اوږو د ساتلو نۀ دي، البته د کسکريانو په حواله د سنجيده ليکوالو او په پښتو مئينو تشويش او د خفګان څرګندونه په ځائے ده ځکه چې ډېر ښه ښه ليکوال هم په دغه رنګ کښې رنګ شوه د معياري شاعرۍ په ځائے د فن او فکر دواړو جنازه ووته، خو فائده ئې دا وکړه چې په کرۀ او کوټه کښې فرق واضيحه شو ـ د اصلي او سوچه ليکوالو نه ئې د شهرت بيماران جدا کړل ـ اوس لږ ډېرپه اولس کښې شعور پېدا کېږي دغه د پېريانو ډولۍ کوزېدو واله ده د کسکريانو سره چرې ختم دي ـ امېد دے چې پښتانۀ به خپلې معياري شاعرۍ ته رجوع وکړي او دغې غېر معياري شاعرۍ او شاعرانو ته به په مخه ښه اووائي ـ

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso