د پېښور اهاړ، د باړه ګلۍ سوړ، باراني موسم او له مور بي بي زیتون بانو سره د پېژندګلوي ګرم آغاز
لیک. زلمي هیواد مل
د 1992 ام کال د جولای په میاشت کې د پېښور پوهنتون د شرقي ژبو د پوهنځی پښتو څانګې، د پښتو نثر د ارتقا د سیمینار جوړولو تابیا کړې وه او د پېښور پښتو اکاډمۍ هم د پښتو املا په باب غونډه جوړوله.
پیښور ته زما د تګ دوې، درې میاشتې کیدې. د پښتو څانګې مشر مرحوم دوکتور محمد اعظم اعظم ماته بلنه راکړه چې په سیمینار کې له ګډون سربېره، د پښتو نثر د ارتقا په باب په سیمینار کې خبرې هم وکړم. د دوکتور اعظم بلنه مې په مننه ومنله، خو چې سیمینار نزدې شو د پښتو اکاډمۍ د مشر مرحوم محمد نواز طایر بلنه هم را ورسېده.
په ټاکلي ورځ د پښتونخوا له ډېرو لیکوالو سره په بسونو کې باړه ګلۍ ته ولاړو. زما افغان ملګري د مخه هم د باړه ګلۍ سمینارونو ته تللي وو، خو زما اول ځل ؤ چې باړه ګلۍ ته ولاړم.
ما لپاره ددې سیمینارونو یوه ګټه دا شوه چې د پښتونخوا ډېر لیکوال او شاعران مې له نزدې ولیدل او له ډېرو سره مې آشنایي پیدا شوه.
باړه ګلۍ ته د رسېدو په مازیګر، مرحوم استاد پسرلی، جناب حبیب الله رفیع، صمیم صاحب، انځور صاحب او زه د باړه ګلۍ په یونیورسټی کمپس کې د مازیګر د چایو لپاره خوړنځي ته ورغلو، که ګورو چې مور بي بي زیتون بانو هم هورې د یوه مېز ترشا ناسته وه. زما په ملګرو کې یوازې ما زیتون بانو نه وه لیدلې. که څه هم له نامه او آثارو سره مې یې د شلمې پیړۍ د اویایمو کلونو له ابتدا چې زه لا د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي محصل وم، آشنایې درلوده، خو مخامخ دا لومړی ځل و چې ملاقات مو سره وشو.
د زیتون بانو دروند شخصیت او خوږ مجلس زما د زړه ستنې د هغې لوري ته کږې کړې. له مور بي بي سره زما لومړۍ پلا لیدنې پرما ډېر اغېز وکړ او هره ګړۍ مې د خوشحالۍ احساس کاوه.
دوه سیمینارونه وو، تر اوه نۍ زیاته موده مو په باړه ګلۍ کې تېره کړه، هره ورځ به مو په سیمینارونو، خوړنځای او د تفریح پر مهال څو څو ځله سره لیدل، په هر ځل لیدو او خبرو به ددې په وړاندې زما د احترام او درناوي کچه لوړېده، حتی تردې چې مور بي بي زیتون بانو یوه ورځ، انځور صاحب ته ویلي وو: " کاش هېوادمل زما زوی وای" انځور صاحب چې داخبره راته وکړه، بله ورځ مازیګر بیا د چایو لپاره خوړنځي ته ورتلم چې مور بي بي مې مخې ته راغله، ما ورته وویل: "زه ستا زوی یم، له خپلې سکنۍ مور ماته هېڅ کمه نه یې."
زه شاوخوا اته کاله په پېښور کې پاته شوم، کله نا کله به په غونډو او سیمینارونو کې سره مخامخ شوو.
زیتون بانو د پښتو معاصرو ادبیاتو نه تکرارېدونکې هستي وه. د دې لنډو کیسو پښتو ادب د سیمې د نورو ژبو له ادبیاتو سره د مقایسې او سیالۍ جوګه کړ. د مرحوم ایوب صابر په یوه اردو لیکنه کې مې ډېر پخوا لوستي وو چې د بانو ځینې لنډې کیسې د نړیوالو لنډو کیسو معیار لري.
زیتون بانو د پېښور د سپینې وړۍ د بخاري ساداتو له یوې درنې کورنۍ سره تعلق درلود. نېکه یې پیر عبدالقدوس تندر د پښتو انقلابي شاعر او مبارز اخبار چلوونکی ؤ. ده د انګریزي استعمار ضد اخبار (انګار) هم چلولی ؤ.
د پیر عبدالقدوس تندر دا بیت به د تېرې شلمې پیړۍ د لومړیو لسیزو، انګریز ضد مبارزانو تل زمزمه کاوه:
دوران لاړو د طوفان پرې باندې تیر شو
په انګار باندې اوس وار د تندر راغی
پیر عبدالقدوس تندر له انګرېزانو سره د مبارزې په لړ کې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته هم کډه شوی ؤ. د افغانستان د وخت پاچا په مزار شریف کې زمکه ورکړې وه. د اباسین یوسفزي په قول: پیر صاحب به له خپلو زامنو سره پردې زمکه پخپله کار کاوه.
زیتون بانو او د دوی د کورنۍ ټول مشران دې- چې زموږ د فرهنګ ځلاند ستوري وو- خدای وبخښي.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.