د ط. البانو تر وروستیو ټاکنو
تېره ورځ مې پر ټویټر ولوستل چې نوي حکومت د حاجي ادریس په نوم یو شخص د افغانستان بانک د رئیس په توګه معرفي کړی دی. د حاجي ادریس د تحصیل او کاري تجربې په اړه هېڅ معلومات نشته دی خو دومره يې په اړه خپاره شوي چې نوموړي دیني زده کړي دي. تر دې مخکې صحت عامې ته یو بل دیني عالم معرفي شوی و، اتر ادارې ته، د اوبو د تنظیم ادارې ته، والیان، ښاروالان، په ولایتونو کې د تخنیکي برخو رئیسان او نور هر څوک چې معرفي کیږي، مختاړی يې «ملا، مولوي» حتما وي. زه د ملا مخالف نه یم، بلکې خپله هم ملا یم، پلار مې هم ملا دی او نیکه مې هم حافظ د قران و. ما شخصا لیسه نه ده ویلې، بلکې د دیني زده کړو له مدرسې فارغ یم، په کوچینوالي کې مې قران حفظ کړی دی، د ګرمیو په رخصتیو کې مې د حنفي فقهې معتبر کتابونه په مدرسو کې ویلي او اوس یې هم وخت پر وخت د اړتیا په صورت کې مطالعه کوم. نو څوک دې داسې فکر نه کوي چې زه د شخص ملا مخالف یم.
په ط. البانو پخوا یو نقد دا و چې دوی هرې برخې ته «ملا» مشر کړی و او مسلکي او تخصصي خلکو ته هیڅ د حکومت په رأس کې ځای نه ورکول کيدلو. د صحت عامې وزیر، فواید عامې وزیر، عدلیې وزیر، داخله وزیر، خارجه وزیر، اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او نور څومره ادارې چې دي د ټولو په رأس کې به ملا و. تخنیکي او مسلکي کسانو د ادارو په رأس کې اصلا هيڅ شتون نه درلود. عین حالت او عین تجربه اوس بیا تکراریږي. هرې ادارې ته په ځانګړي ډول خالص تخنیکي ادارو ته ملایان د وزیرانو او رئیسانو په صفت معرفي کیږي. پرون د افغانستان بانک ته نه یواځې دا چې رئیس بلکې مرستیالان یې ملایان ور معرفي شول (چا چې په بانک کې کار کړی وي هغوی په دې ښه پوهیږي چې بانکداري څومره پېچیده کار او علم دی او پرته له تخصصي پوهې او اوږدې تجربې یې هيڅوک نشي کولای). همداسې د اوبو د تنظیم ادارې، بريښنا ادارې، ماليې وزارت، صحت عامې وزارت او نورو ته ملایان د مشرانو په حیث معرفي کیږي. هرات ښاروال آن د ناحیو آمرین ملایان ټاکلي دي. پکتیا کې په لومړۍ ورځ یو لسانسه چې تر اوسه علمي کادر هم نه دی، د یو دکتور پوهندوی پر ځای رئیس معرفي شو او همداسې نور. اوسنۍ ټاکنې موقتي وي که دایمي خو په هماغه پخواني طرز روانې دي او څومره چې زه مطالعه لرم د ډير تغیر تمه هم نشته دی.
د نوي حکومت توجیه چې هر څه وي خو دا کار یې هم شرعاً سم نه دی او هم د دنیا سره د چلېدو لپاره سم نه دی. الله جل جلاله فرمايي (اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُكُمْ اَنْ تُؤَدُّوا الْاَمٰنٰتِ اِلٰى اَهْلِهَا)، الله جل جلاله تاسو ته امر کوي چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ. مفسیرین ددې ایت په تفسیر کې وايي چې مسوولیتونه (امانت) باید خپل اهل ته وسپارل شي. (ددې ایت سبب نزول هم په همدې اړه دی چې د کعبې کیلي ګانې باید چاته وسپارل شي). نو ډاکتر ته باید د ډاکترۍ مسوولیت ورکړل شي، انجنیر ته د انجنیرۍ، اقتصاد پوه ته مالي مسایل، بانکي مسایل او داسې نور. که څوک یو مسلکي کس پر ځای غیرمسلکي او غیرمتخصص ټاکي دا شرعا ناسم کار کوي. پیغمبر علیه السلام فرمايي (من ولي من أمر المسلمين شيئا ، فولى رجلا وهو يجد من هو أصلح للمسلمين منه فقد خان الله ورسوله) (چاته چې د مسلمانانو د چارو واګي وسپارل شي او دی داسې کس وګماري چې تر ده غوره موجود وي، یقینا دغه شخص د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره خیانت وکړ). بل حدیث کې فرمايي (من قلد رجلا عملا على عصابة ، وهو يجد في تلك العصابة أرضى منه ، فقد خان الله وخان رسوله وخان المؤمنين) (کوم امیر چې یو چاته د قومیت یا حزب پر اساس منصب ورکړي، په داسې حال کې چې په هغه قوم کې تر ده غوره او خلکو ته خوښ شخص موجود وي، یقینا دغه کس د الله، رسول صلی الله علیه وسلم او مومنانو پر وړاندې خیانت وکړ). حضرت عمر رضي الله عنه وايي چې (من ولي من أمر المسلمين شيئا فولى رجلا لمودة أو قرابة بينهما ، فقد خان الله ورسوله والمسلمين وهذا واجب عليه فيجب عليه البحث عن المستحقين للولايات ، من نوابه على الأمصار ، من الأمراء الذين هم نواب ذي السلطان ، والقضاة ، ومن أمراء الأجناد ومقدمي العساكر والصغار والكبار ، وولاة الأموال من الوزراء والكتاب والشادين والسعاة على الخراج والصدقات ، وغير ذلك من الأموال التي للمسلمين ). (چاته چې د مسلمانانو د چارو واګي وسپارل شي او دی د خپلوۍ او دوستۍ په نظر کې نیولو له امله څوک وګماري یقینا دې چارواکي د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او د مسلمانانو سره خیانت وکړ. د مسلمانانو امیر باندې واجب ده تر څو په ټولو چارو کې د ادارې لپاره وړ او اهل کسان پيدا کړي، هغه که مرستیالان وي، قاضیان وي، پوځي مشران وي، لوړ رتبه، ټيټ رتبه عسکر وي، د مالي او اقتصادي چارو مشران وي، وزیران وي، لیکوالان (ویندویان) وي، د خراج، ماليې، صدقاتو او نورو هغه اموالو چې له مسلمانانو يې راټولوی).
پورته حدیثونو او د حضرت عمر رضي الله عنه په قول کې ټول تاکید پر دې دی چې هر چاته خپل مسوولیت ورسپارل شي او مسوولیت هم تر ټولو اصلح او هغه چاته چې په هغه کار باندې قادر وي ورکړل شي. دینداري ممکن د وظیفې لپاره یو شرط وي خو دینداري اصل نه دی، تخصص او مسلک اصل دی. ابن تیمیه رحمه الله په (السیاسة الشرعیة) کتاب کې د امانت دوه ډولونه ذکر کوي، یو ولایات یا مشري دي بل امول. د (ان الله یأمرکم أن تؤدوا الأمانات الی أهلها) ایت د ولایات یا مشرۍ په اړه دی او ددې سبب نزول د مکې د فتحې وروسته د کعبې د کیلي ګانو د سپارولو وه چې له مخې یې بیا د کعبې کیلي بني شیبه ته ورکړل شوه، ځکه بني شیبه د کعبې د کیلي ګانو د ساتلو لپاره اهل ګڼل کیدل. له همدې کبله په ولي الأمر باندې دا واجب دي چې د مسلمانانو چارې هغه چاته وسپاري چې په هغه عمل کې اصلح وي او په هغه چارو تر نورو ښه پوهیږي. وزیران، والیان، رئیسان، آمرین، قومندانان، مالي برخو مسوولین باید داسې کسان وټاکل شي چې په هغه کار پوهیږي، مسلک او تخنیکي پوهه ولري. بل لکه مخکې مو چې وویل دینداري د وظیفې یا مسوولیت لپاره مهم شرط دی خو اصل نه دی. ابن تیمیه وايي چې که چېرته دوه کسان چې یو ښه امین وي او بل ښه قوي وي او دواړه قومندانۍ ته معرفي شي هغه چې ډير دغه کار ته ګټور وي هغه ته باید مشري ورکړل شي ولو که دغه کس فاجر هم وي. ځکه د فاجر ګټه تر هغه ضعیف او کمزوري امین څخه زیاته ده. د امام احمد رحمه الله نه په غزا کې د امیرانو په اړه پوښتنه وشوه چې یو قوي دی خو فاجر دی او بل ضعیف دی خو صالح دی له کوم سره باید غزا وشي یا د چا د قومندانۍ لاندې باید جنګ وشي، هغه ورته وویل چې قوي فاجر د مسلمانانو قوت دی او فسق یا فجور يې خپل کار دی او صالح کس ښه سړیتوب خپل ځان ته دی خو ضعف يې د مسلمانانو دی، نو ته د قوي فاجر مسلمان سره غزا وکړه.
بل حدیث کې پیغمبر علیه السلام د قیامت له علامو څخه یوه دا ګڼلې چې غیراهل ته مسوولیت ورسپارل شي (اذا وسد الأمر الی غیراهله فانتظر الساعة). فلهذا یو داسې چاته مسوولیت یا وظیفه ورکول هغه که په ټيټه کچه وي که په لویه کچه وي، چې هغه پرې نه پوهیږي یا یې مسلک و تخصص نه وي، د هغه وظیفې په بارکیو او تخنیکي مسایلو يې سر خلاص نه وي نو دا شخص به څه ډول هغه اداره مخته بوځي او دده لاندې کارمندان به له یاد غیرمسلکي کس سره څه ډول اداري چارې مخته وړي. بل غیرمسلکي او غیرمتخصص کس ته د یو څه مسوولیت سپارل د امانت ضیاع ده چې پیغمبر علیه السلام د قیامت له علامو څخه ګڼلې ده. نو په کار داده چې کار اهل د کار ته وسپارل شي، تخنیکي او مسلکي برخې خپل د مسلک خلکو ته وسپارل شي، که داسې ونه شي نو دا وړۍ به هيڅکله شړۍ نشي او د علمي کاردونو د تېښتې د مخنیوي لپاره به هیڅ دلیل او توجیه کار ورنه کړي نه به هغوی قانع شي. داسې نه شي کیدلای چې انجنیر دکتور دې آمر د یوې برخې وي او «ملا» یا بل کوم شخص چې د هغه تخصص په مخ کې تېر شوی هم نه وي، رئیس وي او په دکتور متخصص باندې دې خپل احکام عملي کوي. داسې یو چاپيریال کې زما په څېر «ملا» کار نشي کولای پاتې لا غیرملایان.
اکرام الدین کمال
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.