Skip to main content

Taliban new Constitution for Afghanistan

 د اسلامي امارت اساسي اصولو مسوده په یو سلو نهه اویا مادو کې  ترتیب او چاپ شوي او په مجازي نړي کې یې موندلي شي .

تر یو حده لاندې مسایل درسره شریک کوم. 

   

۱. د دغو اصولو د ۷ مادې له مخې د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري دي ملي ژبه پښتو ده  .

۲.د افغانستان بیرغ سپین رنګلری سور یې د اوږدوالی نیما یې دی په منځ کې یې د  ( لااله الاالله محمد رسول الله) مبارکه کلمه او په پورتني برخه کې یې د افغانستان اسلامی امارت نښان کښل شوئ . 

۳.د افغانستان پایتخت کابل دي. 

۴.اتیایمه ماده یې لیکی چې د اسلامي فقهاوو عالی شورا تر ټولو لوړه مرجع ده


۵. يو اتیا یمه  ماده

د اسلامي فقهاوو عالي شورا د افغانستان د اسلامي امارت د امیر المؤمنین د رهبریت لاندې د ولسمشر، سترې محکمې قاضي القضات او غړي، د اسلامي شورا مشر، او د امیر المؤمنین له خوا دهېواد د هر یو ولایت څخه یو تن د ټاکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره تعینېږي جوړه ده


۶. ولسمشر د افغانستان اسلامي امارت د اجرائیه قوې مشر دی، چې خپل واکونه د اسلامي امارت د

 اساسي اصولو د احکامو سره سم په مقننه، اجرائیه او قضائیه قواوو کې پلي کوي.ولسمشر یو مرستیال لري چې د رهبرۍ عالي مقام له لوري منظورېږي


۷. :1. د اسلامي فقهاوو عالي شورا غړي.  

2. د نفوسو په تناسب د هر ولایت څخه د (۰۱ ـ ۰۱) تنه غړي. 

3. قاضي القضات او غړي.

 4. لوی څارنوال او د لويې څارنوالۍ د شورا غړي.

22

5. وزیران. 

6. والیان. 

7. د اسلامي امارت د اساسي اصولو په سر د څارنې او د تطبیق د خپلواکې ادارې رئیس او

غړي.


8. د هېواد نخبه علماوو، روحانیونو، سیاسي، ټولنیز، علمي شخصیتونو او حقوق پوهانو

څخه د رهبرۍ عالي مقام له لوري (۰۱۱) تنه ټاکل.


۸. حکومت د هېواد اجرائیه قوه ده چې د کابینې د وزیرانو څخه جوړه شویده، ولسمشر د کابینې رئیسدی.  یو سلو شپږمه  ماده وزیران د ولسمشر له خواټاکل کېږي او د تائید او اعتماد لپاره ملي شورا ته معرفي کېږي، د وزیرانو شمېر او دندې د قانون له لارې ټاکل کېږي. یو سلو اوومه  ماده هغه څوک چې د وزیر په توګه ټاکل کېږي باید لاندې شرطونه ولري:

1. د افغانستان تبعه، مسلمان، افغاني مور او پلار نه زېږېدلی او د بل هېواد تابعيت ونه لري. 2. پنځه دېرش (۵۴) کاله عمر ولري. 3. د لوړو زده کړو لرونکی، کاري تجربه او نېک شهرت ولري. 4. د محکمې له خوا په خیانت او بشري جرمونو او د جنایت په ارتکاب محکوم شوی نه وي

او هم له مدني حقوقو څخه نه وي محروم شوی.

یو سلو اتمه  ماده

وزیر د وظیفې له پیل مخکې د ولسمشر په وړاندې په لاندې الفاظو لوړه کوي: بسم الله الرحمن الرحیم: د لوی الله تعالی په نامه لوړه کوم چې د اسلام د سپېڅلي دین د احکامو متابعت، حمایت، ددې اساسي اصولو او د افغانستان د نورو قوانینو رعایت، د اتباعو د حقوقو ساتنه، د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د ملي وحدت ساتنه وکړم، په خپلو ټولو اعمالو کې الله  حاضر وګڼم او خپلې راسپارل شوې وظیفې د الله تعالی په مرسته د مسؤلیت لهمخې په رښتینولۍ سرته رسوم


۹. ملي شورا د دوه مجلسونو ولسي جرګې او سنا مجلس څخه جوړه ده، هېڅوک نه شي کولای چې په یو وخت کې د دواړو مجلسونو غړی وي. یو سلو اته  لسمه  ماده د ولسي جرګې غړي د خلکو د ازادو، عمومي، پټو او مستقیمو ټاکنو له لارې انتخابېږي، د ولسي جرګې د کار دوره د څلورم کال د حمل د میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او نوې شورا په کار پیل کوي. د ملي شورا د غړو انتخابات د دېرشو (۵۱) ورځو څخه تر شپېتو (۰۱) ورځو پورې تر سره کېږي. د ملي شورا او ولسمشرۍ ټاکنې هم مهاله او یو ځای تر سره کېږي. یو سلو نولسمه  ماده ټول هېواد یوه انتخاباتي حوزه ده او هر مستحق افغان د هېواد په هر ګوټ ګوټ کې رأیه ورکولای شي، د انتخاباتو اړوندې چارې د قانون له لارې تنظیمېږي. یو سلو شلمه  ماده دمليشورادغړوشرایطپهلاندېډولدي:

1. د افغانستان تبع، مسلمان او د افغان مور او پلار څخه زېږېدلی او د بل هېواد تابعيت ونه لري.

2. د محکمې له خوا د بشري ضد جرمونو جنایت په ارتکاب محکوم نه وي او یا له مدني حقوقو څخه محروم شوی نه وي.

3. د لوړو زده کړو لرونکي وي. 4. د کاندیدېدو په ورځ عمر يې د دېرشو (۵۱) کلونو څخه کم نه وي. 5. په ټولنه کې د ښو اخلاقو شهرت لرونکی وي او هم په خپله سيمه کې با نفوذه شخصيت

وي.


دغه اصولو په ترتیب کې تقریبا د افغانستان د ټولو اساسي قوانینو استفاده شوي

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso