Skip to main content

History of Cricket In Afghanistan

 افغان کرکټ؛ لنډه تاريخچه:

د افغانستان د کرکټ که اوسنی پرمختګ حيرانونکی دئ، پيلېدل ئې هم تر دې کم نه دي.

څرنګه چي کرکټ يوه انګليسي لوبه وه، افغانستان کي خلګ هغه وخت ورباندي خبر سول چي انګرېزانو په لومړي ځل پر افغانانو يرغل وکړ [۱۸۳۹-۱۸۴۲ع] او دغه لوبه به ئې د #کابل، #جلال_اباد او #کندهار په خپلو انګرېزي کمپونو کي تر سره کوله، خو کله چي انګرېزان له افغانستان څخه ووتل، د کرکټ لوبه هم ورسره ختمه سوه. خو دې لوبي وروسته هغه وخت عامه بڼه واخیستل چي د #امير_عبدالرحمن خان په وخت کي انګرېزي ماهرينو په بيلابيلو ادارو کي کار پيل کړ لکه ماشين خانه، روغتون او نور...

ډېر ژر دې لوبي د امير عبدالرحمن خان د شاهي کورنۍ زړه هم خپل کړ او د امير مشر زوی [حيب الله خان، وروسته #امير_حبيب_الله_خان] به هر مازيګر د ارګ د انګليسي ډاکټرانو سره د کرکټ لوبه کوله. کله چي امير حبيب الله خان امير سو؛ کرکټ د ارګ تر څنګ په باغ بالا [اوس د پل تخنيک انسټيټيوټ] د عامو ښاريانو او انګريزي ماهرينو په لوبو واووښت.

د امير حبيب الله د دورې نامتو اخبار [#سراج_الاخبار] په يوه رپوټ کي ليکي: 

«یوې خواته یوه کړۍ وینو چي د [حبیبیې ښوونځي] زده کوونکي په خورا خوشحالۍ د [کرکټ] په لوبه بوخت دي. د ودانۍ پر مخامخ د ځانگړي ودانۍ لور ته ستر شهزادگان او ورسره ملگري چارواکي، او د ټولواک ځانگړي خدمتگاران د [ټېنېس] لوبه کوي».

د #امير_امان_الله_خان په دوره کي چي ملي او مذهبي ورځو لکه اختر، نوروز او جشن به ځانګړی خوند لاره او پکښي به کرکټ، #واليبال، غېږ ايستل، بيليارډ، #کراټه، #بزکشي او نور تر سره کېده، خو کرار-کرار ددې لوبي ځای [#هاکي] ونيو او کرکټ له منځه ولاړ او دولتونو هم هاکي ته ارزښت ورکړ، د هاکي په لوبه کي هم افغانان وځلېده او په وروسته کي د هاکي ښځينه ملي لوبډله هم جوړه سوه.

زما په اند ښايي د کرکټ لوبه له منځه نه وي تللې بلکي په نارسمي شکل په کراره-کراه په اوسنۍ توپ ډنډه اوښتې وي، ځکه چي په توپ ډنده کي هم توپ وهي او هم منډه لري، بل اړخ ئې سوځوي یا توپ په هوا کي نیسي او یا هم مقابل لوری په ولي.

له يوې خاموشي پېړۍ تېرېدو وروسته اټکل شل کاله د مخه په حيرانوکې توګه د پېښور د خاورين افغان پنډغالو څخه څو ځوانانو د کرکټ د ۲۰۰کالو پرمختګ په ۱۵-۲۰کالو کي تر سره کړ.

کله چي د افغانستان د #اسلام-ي_امـارت [تالبانو] په وخت کي د کرکټ فدراسیون د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۶ع کال کي رامنځته سو او پنځه کاله وروسته [۲۰۰۰ع] د کرکټ د نړیوالي شورا له لوري د دریمي درجې هيواد غړیتوب ترلاسه کړ چي دغه کال د افغان کرکټ په تاریخ کي د ودي او پرمختګ پیلامه سوه چي سربېره پر دې د ډېرو هلو ځلو په پایله کي ورته د کرکټ اسیایي شورا له لوري د دوهمي درجې غړیتوب هم ورکړل سو.

د کرکټ لوبه که څه هم په هيواد کي د ۲۰۰۰ع کال تر نیمایي پوري دومره نه وه مشهوره، خو په ۲۰۰۶ع کال کي د هانګ کانګ له لوري افغانستان ته په نیمه پایلوبه کي د ماتي پر مهال د کرکټ اسیایي شورا جام د افغانستان #کرکټ_ملي_ټیم سره د استعدادونو د راجذبولو او بریاوو په برخه کي ډېره ارزښتمنه مرسته وکړه.

وروسته چي ئې په ۲۰۰۷ع کال په کویټ کي د کرکټ اسیايي شورا له لوري غبرګ جامونه ترلاسه کړل، د ټولیزو رسنیو پام ئې هم ځانته راجلب کړ او په همدې سره هيوادوالو خپلو ملي لوبغاړو ته د اتلانو لقب ورکړ.

په ۲۰۰۹ع کال کي افغانستان د کرکټ بورډ په نامه يوه خپلواکه اداره په رسمي ډول رامنځ ته کړه چي د حساب ورکولو، مسوولیت منلو، روڼتیا او همپالنې پړاونه ووهي.

ښکاري چي کرکټ به د لرغونو مهالونو په اصطلاح توپ ډنډه او يا يو د گېند غورځولو او په يوې ډنډې ټېل وهلو څخه منځته راغلی وي. کرکټ د ۱۶پېړۍ په اوږدو کي د اروپا د انگلینډ سیمي څخه د ټيوډور له مهالونو څخه پېژندل سوی دئ. همدارنگه په ځينو لرغونو سندونو کي ښکاري چي د [گريگ] تر نوم لاندي يوه لوبه د برتانوي شهزاده [اېډورډ] او د هغه د زوی لخوا په نیونډن سیمه کي کېده، چي خلک ئې په اټکل د کريکټ لوبه گڼي، خو داسي جوت لاسوند په لاس کي نسته چي همدا د کرکټ لوبه وگڼل سي. څو نورو ټکو ته په اشارې سره ويل سوي چي د کريکټ توری په ۱۵۹۸ع کال کي د [کرکټ] د ويی څخه چي د برتانيې سوېل ختيځي انگرېزي ژبي گړدود څخه ئې گړنه يادېږي؛ رامنځ ته سوی دئ.

عکس: امير حبپيب الله خان د کرکټ کولو پر مهال، ۱۹۱۰ع/سراج الاخبار

ددې ليکني پوره برخه دلته: shorturl.at/zJLSX

🇦🇫#دافغانستان_تاريخ #Afghanistan_history

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso