Skip to main content

A Letter To God From Afghanistan.

 Pashto Letter to God.

روزي رسان او مهربان خدای ته لیک


سلام ګرانه خدایه، زما ښه خدایه، مهربانه خدایه او روزي رسان خدایه!


هیله ده چې حال مو... وبخښه خدایه زه فقیر او حقیر بنده ډیرې نیمګړتیاوې لرم نژدې مې پوښتنه درڅخه کړې وه چې څه حال دې دی؟


حتما ته ښه یې ځکه ته خدای یې او ستا حال خو هر وخت ښه وي. فقط لږ لطف وکړه او زموږ حال لږ ښه کړه


له ځمکې لیک در ته لیکم، له تاسې به یې څه پټوم له ټولې ځمکې یې نه در ته لیکم له افغانستانه یې لیکم، د امپراتوریو او زبرځواکونو له ماتوونکې ځمکې، له کابله یې لیکم چې د نړۍ د زبرځواکونو ګور دی. په دومره تفاوت چې په قبرونو کې یې د زبرځواکونو د جسدونو په ځای د وږو او نویو زیږیدلو ماشومانو جسدونه دي هغه چې ستا د لارې فدایانو په ګولیو سوري سوري کړي دي



زما شیرینه خدایه! ستا ځمکه تازه په تازه د اسلام مجاهدینو فتح کړې ده، د اسلام مبارکه لمن په ټول افغانستان خوره شوې ده او د شهیدانو د وینو سیلاب د غرب د اشغال ټغر ور ټول کړی دی. د ښځو ناولي قدمونه له ښار، بازار، مکتب او پوهنتون څخه بند شوي دي. په ښار کې د نرولۍ بوی خور دی. هر طرف چې ځې ږیره ده، ویښتان دي او وړۍ دي. لنګۍ دي او کندهارۍ خولۍ دي. البته روسي کلاشینکوف، غربي ایم فور او پاکستانۍ چپلکې هم لیدل کیږي


شیرینه خدایه! لعینې او امپریالستې غرب له دې ځمکې څخه د وتو سره سم  ډوډۍ وړې ده. ۲۲ میلونه خلک وږي دي. په ځمکه کې ستاسې نماینده ته مو مراجعه وکړه، ۱۰۲ ورځې یې منتظر کړو ویل یې چې امریکا مو په رسمیت پیژني او هر څه ښه کیږي خو نه امریکا په رسمیت وپیژندو او نه کوم شی ښه شو. ۱۰۲ ورځې وروسته ستا نماینده مخ پټ کړ، خوله یې خلاصه کړه او ویې ویل چې زموږ وظیفه د اسلام حاکمیت و، ډوډۍ له خدایه وغواړئ

مجبور شوم چې تا ته لیک ولیکم


ستا د نماینده د خبرو مطابق او ستا د مستقیم قول په بنیاد "وما من دابة في الارض الا علی الله رزقها." په ځمکه د ټولو ژویو رزوي له الله سره ده


زموږ روزي ستا غاړې ته در اچول شوې ده او هر څومره ژر چې کیږي باید اقدام وکړې، که نه له ولږې مرو


له تا غربي ډالر نه غواړو، لږه اندازه د سعودي ریال، د اماراتو درهم او پاکستانۍ کلدارې راولیږه. که په ضمن کې ورسره ژمني توکي هم راولیږې عالي به وي ځکه برق نشته او د ګازو بیعې غربي ډالرو پسې تړلې دي.  ډالر دومره لوړ شوی چې په کتو یې د سړي خولۍ غورځي، سر یې لوڅیږي، چې خولۍ وغورځي نو بیا امارتي سرباز سړی کونې ته په سوټي وهي.


خلاصه دا ده چې بندګي دې دومره دردمنه شوې ده چې مه کوه پوښتنه. شکر چې په تا خو د بندګۍ درد نه دی بار که نه وضع تر دې هم بدتریده چې اوس ده


لطفا ډوډۍ راولیږه که نه مړه کیږو.


په احترام

ستا وږی بنده

رفیع جسور. ترجمه: س. ش

Copied From Asad Hassan FB Wall.

A Letter To God From Afghanistan. Pashto Times.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso