Pashto Folk Song For Kids " Ako Bako".
Pashto Folk Poem for Children. Ako Bako.
Ako Bako Sar Sendako, Ghwa me lara pa trapako.
اکو بکو نظم
اکو بکو سر سيندکو
غوا می لاړه په ترپکو
اباسين بېړۍ بېړۍ پکې ناسته درخانۍ
څوک داسې وائي اباسين ټالۍ ټالۍ
دا د ماشومانو لوبه به په وړوکوالي کی مونږ وئيله
خاصه توګه انجونو ماشومانو به ډېره وئيله
دا لوبه لر او بر خاصه توګه د لوی پېښور خواؤ شا بيا ننګرار نه داسې تر د کابل کلو کندار هلمند پکتيا وغيره کې او داسې لويه پښتونخوا کې د ماشومانو
د خوښې لوبه د
په دې کې د اباسين ذکر او کابل ذکر شوی دې
ددې په لر او بر کې يو تاريخي اړخ هم دې
بيا د ماشومانو نورې همداسې بلها سندرې او لوبې وې
چې ماشومانو به وئيلې
څه وخت مخکې سردار علی ټکر او فرهاد دريا بيا ډېر ښه انداز کې ماشومانو سره په شريکه دا لوبه ريکارډ کړه.
پخوا د پښتنو ماشومانو خپلې لوبې سندرې او ډېر څه وو
چې اوس هم کلي ته راشم
نو د ماښام وخت کې د ماشومانو نه دا د اکو بکو سندره واؤرم.
يا د بزرګې شپې هغه څو شعره داسې د روژې
کله چې جديد دور راغې نورو قامونو په هره کچه پرمختګ وکړو
پښتانه په لر او بر کې مخکوم قام وو او دې
دوي هېڅ داسې د ژوند سندرې او ماشومانو دپاره څه نلري.
تر ننه په شپيته مليونه پښتنو کې د زيږون د ورځې سندره نيشتې.
دا د تير دور زاړه يادونه دي
نن مې فکر کوو چې کاش پښتو ددې منطقې او خلکو ژبه نه وې څومره به ښه وې.
څه وخت مخکې د هند وزير اعظم پښتو د نصاب ژبه ګرځولو څه اعلان کړې وو اوس معلومه نه ده څه وشو.
داسې د ايران په زاهدان کې ايراني خکومت د پښتو د رڼا په نوم يو ټولنه جوړه کړې وا
يو کس د سوابۍ وو هغه چلوله اوس خداۍ خبر څه وشو
خو د ايران ددغې کار تر شا لږ مذهبي رنګ وو
خو بيا هم هرکلې ئې پکار وو
پښتو په پښتونخوا او افغانستان کې څه کوي
دلته خو وشرميده رسوا شوا سپکه شوا وکنزلې شوا.
دغه د وړوکوالي د اکو بکو سندره د چم په ماشومانو نن هم وايم خو هسې هم لا نن هم وړو ته ياده ده
ايمل
By Aimal Khan Gadoon.
Lyrics of Pashto Nazam for Children Ako Bako is Pashto Folk Old Poetry once included in Govt Primary Schools Pashto Book of KP ( Then NWFP)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.