Skip to main content

Che Masti v aw Zwani V aw Dak Jaam. Complete Nazam Lyrics

Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak jaam. 

Der Gulona Lag Yaran aw Rangeen Ghundi Makham. 

Pashto Nazam. Masti aw Zwani

Poet Ghani Khan Baba



چې مستي وي‌ او ځواني وي او جانان وي او ډک جام

ډېر ګلونه لږ ياران او غمګين غوندې ماښام


عشق څه اور وي‌او څه نور وي، زړه لمبې لکه تنور وي

په دې ژوند به زه ورځار کړم جنتونه ستا تمام


چې زه ټول عمر زلمی يم، زلميتوب به يو عذاب شي

ځکه اوس راباندې ګران دی، چې يې خېشت شي زر تمام


تل سپوږمۍ د څوارلسمې،‌ تل جانان د شپاړسمې

تل ځواني،‌ سيند د شرابو،‌ دا دوزخ دی که انعام



دې دنيا پسې به ژاړم، دا تياره هلال به غواړم

هره ورځ به يادومه، نرۍ لړه د ماښام


تنګ د حورو وفادارو، بې‌وفا جانان به غواړم

ستا آدم په ذات ښکاري دی، د ښکار خوند کوي هر ګام


د مستۍ د سيند په غاړه، ثوابي روژې به نيسم

اسوېلي به کوم يادوم به د ساقي نيمګړی جام




هر يو شی چې ابدي شي، يو آفت شي يو عذاب شي

بس يو تا سره مزه کا دا ازل، ابد، دوام


بنده نوي رنګ محل کې نوی نوی جانان غواړي

بيابان کې سره ګلونه، توره شپه،‌ څراغان غواړي


تل تيارو کې دی ورکېږي،‌ تل رڼا کې هم ړندېږي

دی بچی د تغيير دی، يو حالت کې نه ټينګېږي


که ده ستا جنت له يوړه،‌ دا فطرت او دا وجود

يو څو ورځو کې به سوزي، په سرو سترګو به ژړېږي

اې د لوی فضل مالکه! ما له دا دنيا جنت کړه



فارموله یې ده اسانه، د درې ټکو نه جوړېږي

لکه وېلي مې دي سر کې، بس جانان، ځواني او جام


ډېر ګلونه، لږ ياران، يو غمګين غوندې ماښام

چې زما لېونی سر پې کله کله مشغولېږي


هغه بل د مرګه پس مې ملاجان پسې خيرات کړه

تش د حورو په خوبونو که د خوار ګذاره کېږي



ما له دلته يوه راکړه غونډه، مسته، تکه سپينه

مينه‌ناکه، سپينه شمعه، چې لمبې وهي بلېږي


شل رنګونه یې نظر کې، شل مزاجه په ځيګر کې

د سپرلي هسې خويونه، کله نمر کله ورېږي


يو څرمنه کې دننه،‌ يو حرم د جينکو وي

کله مسته او سرشاره، کله غلې شي شرمېږي


او زما دې ستړي زړه کې شل رنګونه اور لمبه کړي

چې دا اور هسې سوزېږي، د لښتو هسې ګډېږي


چې په يو بېتاب نظر مې داسې مست داسې نشه کړي

ميخانې ورته حيرانې او ساقي ورته پسخېږي



د هغو زرو بدل کې ما له دلته يوه راکړه

د ابد ټوله ځواني مې د څو کالو مشغولا کړه



که دا نه کوې اې ربه! سر بې حورې دې سمبال کړه

نه مې هغلته پکار دی،‌ نه مې دلته کې يادېږي




غټې غټې، سپينې سپينې چې نه سوال نه منت غواړي

ارتې بېرتې وږې سترګې په بخملو به لوغړېږي



ربه اې جانانه ربه! دغه يو سوال خو منظور کړه

ګني لاړ غني دې مړ شو،‌ ورپسې يې ژبۍ کېږي.


شاعري : غني خان

Pashto Times, Lyrics Blog.

Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak jaam. 

Der Gulona Lag Yaran aw Rangeen Ghundi Makham. 

Pashto Nazam. Masti aw Zwani

Poet Ghani Khan Baba.

Singer Gul Panra, Nazia Iqbal, Gulzar Alam, Haroon Bacha, Kifayat Shah Bacha.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso