Da Send Da Speno Shago Na Me Jor Ko Yaw Mahah. Ghani Khan Nazam
Da Seend Da Speno Shago na me joor kro yow mahal. Lyrics
د سیند د سپینو شګو نه مې جوړ کړو یو محل
دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېران کتل
قالین مې پکښې خور کړو دَ سرو پاڼو دَ ګلاب
اوچت يې دېوالونه وو سازونو دَ رباب
بیا رنګ مې ورله ورکړو دَ خوبونو دَ شباب
هر ګل مې ورله راوستۀ مالیار مې کړو بلبل
دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېران کتل
نرګس مې په غېږ راوړو هم مېلمه مې کړو رامبېل
دَ څانګو دَ شبنم نه مې ښائسته جوړ کړو امېل
نسیم په خندا راوړل زیړ ګلونه دَ چامبېل
شراب مې ورله ورکړۀ بیا دَ اوښکو دَ بلبل
دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېران کتل
رڼا مې دَ سپوږمۍ کړه د زهر'ی پستې غزلې
خندا ته دَ تنزرو ښکلې زرکې ګډېدلې
دَ ستورو مستې سترګې غلې غلې رپېدلې
ورو ورو پرې مستي راغله دَ خدایې اور يې کړو بل
دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېران کتل
یواځې زۀ بادشاه ومه په سر مې تاج دَ غم
په خوا کښې مې دلبره وه مسکۍ سترګې پُر نم
په غاړه يې امېل ښائسته دَ څاڅکو دَ شبنم
ماشومه نازنینه پاکه ښکلې لکه ګل
دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېران کتل
دَ سیند د سپینو شګو نه مې جوړ کړو یو محل
دې ټول خرګي جهان ورته حېران حېران کتل
عبدالغنی خان رح
لمېسون
Taga, Metadata And Keywords To Find This Blog Post.
Da Send Da Speno Shago Na Me Jor Ko Yaw Mahah. Ghani Khan Nazam. Lyrics Of Ghani Khan Baba Nazam Di Tool Kharki Jehan Warta Heran Heran Katal. Da Send Da Spino Shago Na Me Jor Ko Yaw Mahal. Pukhto Nazam, Ghani Khan Baba, Pashto Shayeri, Da Sind Da Speeno Shago Na mi Joor Ko Yaw Mahal..
Da Seend Da Speno Shago na me joor kro yow mahal. Ghani Khan Nazam Poetry lyrics.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.