Skip to main content

Dandasa pa Pukhto Tappo Ki. Tappay

Dandasa pa Pukhto Tappo ki. Dandasa In Pashto Tapa. Pashto Tappay 2022 by Latif Yaad


 دنداسه او په پښتو لنډیو ( ټپو) کې یې یادونه

---------------------------------------

دنداسه د غوزانو ( چارمغز) د ونې پوستکی دی ، ددغې ونې پوستکی ددغې دونې د ډډونو نه پرې کیږي او بیا ددغې ونې دنري پوستکي په وسيله ښځې او نجونې خپل غاښونه پاکوي او شونډې پرې سري کوي. کليوالي ښځې او نجونې د دندانسې نه دشونډو دسروکولو او دغاښو د کريم کار اخلي او څرنګه چې يو ډول حامضيت یا ا سیډیک خا صیت لري نو غاښونه ډېر ښه سپينوي .

پخوا به دهغو سیمو خلکو چیرته چې د غوزانو ونې پکې شته د خپلو کليو او باڼدو نه له ځانه سره دنداسه ښارونو ته وړله او خرڅوله به یې . پښتنو ښځو به ترخه دنداسه خوښوله او علت یې داو چې په ترخې دنداسې غاښونه په سمه توګه پاکيږي او له دې سره هغه خپل رنګ هم په شونډو تر ډيره وخته پوري پاتي کوي

پښتنوميرمنو او نجونو په خپلو خوشالیو، ښادیو او اختر ونو په ورځوشپو کې دنداسه کاروله خپل غاښونه به یې پرې سپینول او خپلې شونډې به یې پرې سرې کولې 

نن ورځ چې دغاښونو کریمونه (toothpaste ) یازارونو او مار کیټونه ته راوتلي دي

نو دنداسې هم خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی او ډیر لږ ې ښځې او نجونې یې کاروي 

په پښتني فولکوريکو ادبياتو کې دنداسه ډېره ياده شوې ده موږ په پښتو لنډیو( ټپو) کې هم ددنداسې په اړوندزیاتې لنډۍ ( ټپې ) لرو چې زه یې یو څو دلته دبیلګې په توګه راوړم

Dandasa and Pashto Tappay

په دنداسه دې شونډې سرې کړې

بيا دې نارې کړې ياره تاستې کومه

په زنه شنه خالونه کیږده

شونډو ته رنګ ددنداسې ورکړه مینه

راشه زمانه تپوس وکړه 

چې دنداسه درسره څومره خوند کوینه 

شونډې به سرې په دنداسه کړم 

سترګې به تورې ستا دجیب په رنجو کړمه 

مټې دې ډکې دبنګړو دي 

شونډو ته رنګ ددنداسې ورکړه مینه 

جانان ښه دنداسه راوړه 

چې شونډې سرې شي خامخا مزه کوینه 

زموږ دخوارو ساده مینه 

په دنداسه باندې خپل یار پخلا کوونه

په دنداسه دې شونډې سرې کړې 

بیا دې نارې کړې یاري ستا سره کومه 

په دنداسه یې شونډې سرې کړې 

په غونډه زنه ورته ووهئ خالونه

پېزوان په سرو شونډو مزه کړي 

په سپرو شونډو دنداسه مزه کوینه 

سترګې دې تورې په رنجو کړه 

شونډو ته رنګ ددنداسې ورکړه مینه 

یادې دځایه شونډې سرې دي

یادې په شونډو دنداسې وهلي دینه

رﺍﺷﻪ ﻟﻪ ﻣﺎ ﻧﻪ ﺗﭙﻮﺱ ﻭﮐړه

ﭼﯥ ﺩﻧﺪﺍﺳﻪ ﺩﺭﺳﺮﻩ څوﻣﺮﻩ ﺧﻮﻧﺪ ﮐﻮﯾﻨﻪ

د هر چا خپله خپله خوښه

زه د کونړ په دنداسه خوشحاله یمه

د دنداسې خوله دې رانکړه

د سبو ډکه خوله د ې څه کوم مينه

یار مې چا کلیټ زه پتاسه یم 

دواړه دچین له فابریکې راغلي یونه

په دنداسه مې اورئ خیژي

اوس به په شنو اکوړو شونډې سرې کومه



Dandasa In Pashto Tapa by Latif Yaad. Lyrics of Pashto Folk Songs Or Pashto Folk Tappa.

Pashto Times Pashto Tappay Lyrics Search Increased by 40 % in Last week From 12 December 2021 to 18 December. It Means Pashto Music and Literature lovers also want to read Pashto Tappay Lyrics beside listening and Watching. Pashto Tappay Lyrics Will be Updated regularly with Pashto New Tappay In 2022. Pashto Tappay Lyrics 2022 and 2021

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso