A da lewanyano Neka by Ghani Khan baba.
اې د لېونيانو نيکه
اې د لېونيانو نيکه لمونځ ښه که مستي ښه ده
حسن جوړېدل ښه دي، که حسن پرستي ښه ده
وې ښه ده مستي ښه ده، خو زړه پاک لکه اينه غواړي
دا درياب هضمول د سمندر غوندې سينه غواړي
حسن جوړېدل د بنده عشقد کمال دى
تور د غم درياب کې سور خمار د وصال دى
او اې زما بچيه! د جانان يې مينه لا ښه ده
نوم يې ښکلى لا ښه دى، جلوه يې رنګينه لا ښه ده
اې د لېونيانو نيکه مار ښه دى که ملا ښه دى
تن مې ډک له زهرو که زړه ډک مې د بلا ښه دى
اې زما بچيه، وې ډېران لره انګار ښه دى
مږې به پېشو ښه ده، چيندخې له ښامار ښه دى
تا له لېونتوب ښه دى، مستي ښه ده، صحرا ښه ده
چا له طاعون ښه دى، چا له سيورى د مولا ښه دى
دا دنيا رنګ دى، دا دنيا رنګينه لا ښه ده
زيړه ښه ده، توره ښه ده، تکه سپينه لا ښه ده
اې د لېونيانو نيکه حسن که بلا ښه ده
برخه د مجنون ښه ده که برخه د ليلا ښه ده
وې اې زما بچيه! د دلبر د خولې هوا ښه ده
يخه نرمه لا ښه او تېزه ګرمه لا ښه ده
تاو د مخ د يار لوپټه سره رنګينه لا ښه ده
زيړه ښه ده، توره ښه ده، تکه سپينه لا ښه ده
نو اې زما بچيه! حسن ښه دى هم وفا ښه ده
برخه د مجنون ښه ده، هم برخه د ليلا ښه ده
ښه ده فقيري نيکه که ښه ډېره دنيا ښه ده
ګل د صنوبر ښه که قلا د محبوبا ښه ده
وې اې زما بچيه! سور عقاب له د غره سر ښه دى
ګل دى صنوبر له ښه او ګل له صنوبر ښه دى
جام له قلارى او سمندر له طوفان خوند کوي
سترګو له مستي خوند کړي او زړه له ارمان خوند کوي
نو اې زما بچيه! فقيري ښه ده که دنيا ښه ده
تخت د سليمان ښه دى، جونګړه د عيسا ښه ده
مشره لېونيه وزيري که جيلخانه ښه ده
ښه مې خپل لروکى دى، که قرض توپخانه ښه ده
اې زما بچيه! يار ژړلو له صحرا ښه ده
تخت د رقيب ښه نه دى،ټکورى د ليلا ښه دى
دوست د يزيد ښه نه دى، شهيد د کربلا ښه دى
واک چې يې د بل وي د دې نر نه زنانه ښه ده
او اې زما بچيه وزيرۍ نه جېلخانه ښه ده
#غني خان
لټون : مخ يا صفحه (540_541)
د غني کليات : مخ ګڼه (455)
The Legend Great Ghani Khan
Vocalist : Junaid Kamran Siddique/ Arsalan Shah .
Ghani Khan Pashto Poems lyrics latest 2022. Pashto poetry lyrics. Pashto ghazal Songs.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.