Skip to main content

History and defeats by Dr. Mubarak Ali. Pashto Translation

 History and Defeats by Dr. Mubarak Ali. History and defeats by Dr. Mubarak Ali. Pashto Translation by Haroon Shafiqi.

تاريخ او ماته / ډاکترمبارک علي


ژباړن: هارون شفيقي



د قومونو په تاريخ كې يوازې برى مهم نه وي، بلكه ځينې وخت ماتې هم په ژوند كې ژور بدلونونه راولي، له همدې مخې د ماتې څېړنه يعنې د هغې اړخونه او پايلې د قومونو د تاريخ په مطالعه كې ډېر اړين وي، تر څو د ماتې لامل ونه څېړل شي نو په اهميت يې پوهېدل ګران دي او له دې څخه عبرت نه شي اخيستل كېداى، ځكه ماته د قوم د بنسټيزو كمزوريو څخه پېښېږي، كه د دې له لارې بنسټيزې كمزورۍ په نښه شي او يو قوم له ټولنې څخه هغه كمزورۍ لرې كړي نو خپل جوړښت بدلولاى او خپل قوم ته يوه نوې روح وركولاى شي



په تاريخ كې داسې مثالونه ډېر دي چې قومونو له ماتې وروسته سياسي، ټولنيز او اقتصادي شعور موندلى، د اروپا په تاريخ كې داسې مثال د جرمني دى، كله چې ناپليون په ډېره آسانۍ جرمن ايالتونو ته ماته وركړه او په جرمنيانو فرانسويان فاتحان شول، نو دې ماتو جرمن قوم ولړزاوه او له دې وروسته په دوى كې د ملت پالنې جذبه پيدا شوه چې د همغې له اغېزه يې نه يوازې جرمن ايالتونه سره يو كړل او د جرمني (هېواد) بنسټ يې كېښود بلكه له تاريخي او ټولنيز پلوه يې هم د ملت پالنې احساس په خلكو كې را پيدا كړ. په دې كار كې سياستمدارانو، اديبانو، شاعرانو او مورخينو برخه واخيسته او د جرمن قوم او جرمن كلتور نوى بنسټ يې كېښود. د مليت تر اغېز لاندې جرمني په اروپا كې يو لوى قوت شو چې په ۱۸۷۱ ز كې يې فرانسې ته ماته وركړه او خپله لوړتيا يې بيا وښوده


بل مثال د تركيې وركولاى شو، كله چې په لومړۍ نړيواله جګړه كې تركيې ماته وخوړه او متحدينو يې د دې د برخې وېشلو پرېكړه وكړه، نو داسې انګېرل كېده چې نور به تركيه د يوه آزاد هېواد په توګه ونه پېژندل شي، خو كله چې د متحدينو تر اغېز لاندې يونان بريد پرې وكړ د دې ښارونه يې ونيول، وګړي يې قتل عام شول، نو تركانو دا ماته ونه زغملاى شواى او پر دوى چې د بې وسۍ او مايوسۍ كوم سيورى غوړېدلى و هغه لرې شو، د بريد كوونكو په مقابل كې د دوى په قوم كې يوه نوې حوصله، همت او جرئت پيدا شو.


د كمال اتاترك په مشرۍ دوى نه يوازې يونان ته ماته وركړه، بلكې له متحدينو سره يې هم په نويو شرايطو معاهده وليكله او د نړۍ په قومونو كې يې د عزت مقام وموندلو.


له دې دواړو مثالونو څخه ښكاري چې له ماتې وروسته هم د قومونو قوت له منځه نه ځي، اړتيا د دې وي چې په قومونو كې دا پټه پياوړتيا وكارول شي او دا هغه مهال شونې ده چې په قومونو كې په ټوليزه توګه دا احساس وي چې دوى په قومي منډو ترړو كې برخمن دي، چې په پايله كې به يې دوى د يوه قوم په حيث ګټه ترې پورته كړي او د دوى دا خواري او جدوجهد به يوازې د څو كسانو او ډلو لپاره نه وي



د دوهمې نړيوالې جګړې له برباديو او تباهيو څخه بريالي او ماته خوړونكي قومونه دواړه غېزمن شول، خو تر ټولو ډېر اغېز يې په جرمني و، ځكه جرمني يوازې د جګړې پر مهال وران نه شو بلكې د هټلر په وخت كې د فاشيزم حكومت پر مهال د جرمني ټولې ادارې اغېزمنې شوې، له همدې كبله له جګړې وروسته ماتې جرمن قوم پر دې فكر مجبور كړ چې دا ټول ولې وشول؟ د دوى په هېواد كې د فاشيزم ريښې ولې وځغلېدې، هټلر ولې د يوه قدرت په څېر را برالا شو؟ او بالاخره دا چې په راتلونكې كې جرمني د دا ډول فاشيزم حكومت له منګولو څرنګه وژغورل شي

د جرمني پوهانو د فاشيزم د زېږېدلو لامل دا وښود چې په جرمني كې د جمهوري ادارو او رواياتو ريښې بنسټيزې او كلكې نه وې، چې په پايله كې يې پياوړي كسان رياستونو ته ورسېدل او ټولې ادارې يې په خپله ګټه وكارولې.


نو د فاشيزم د بيا راټوكېدو د لارو د بندولو لپاره د دې پوهانو په وړاندې تر ټولو مهم كار دا و چې په جرمني كې د جمهوريت نظريه او بنسټ زغزوي او پياوړې يې كړي او د حكومت او رياست په ټولو معاملو كې خلك برخمن كړاى شي، تر څو دا جمهوري عمل كوم پياوړى كس له منځه يونه سي.


له همدې كبله له جګړې وروسته په جرمني كې په هره برخه كې جمهوري كارونو ته لومړيتوب وركړل شو، په هره اداره كې اتحاديې جوړې شوې او هر كار به له بحث او مباحثې وروسته د رايې په اچولو سره ترسره كېدو تر څو اختيارات د يوه كس لاس ته ورنشي.


د جمهوري ادارو دومره پرمختګ د جرمنې د ماتې زېږنده دي، د دوى هيله دا ده چې دا جمهوري عمل بايد دومره پياوړى او قوي شي تر څو په راتلونكې كې داسې كوم آمريت او قوت پيدا نشي چې په يوازې ځان د هر څه پرېكړه وكړي.


همدا حال د جاپان و، په جګړه كې له ماتې وروسته جاپانيانو د خپلې ټولنې ريښې بنسټيزې او پياوړې كړې او د جمهوريت له لارې يې په ټول قوم كې يوه نوې ساه پو كړه او د خلكو استعداد يې په صنعتي پرمختګ كې وكارولو.


خو ماته قومونو ته هغه مهال لارښود كېداى شي چې قوم د خپلې ماتې سببونه په نښه كړي او ويې څېړي او تر ټولو مهمه دا چې ماته ومني او له دې وروسته خپلې سياسي او ټولنيزې ريښې كلكې او بنسټيزې كړي، ځكه له دې پرته نه په ټولنه كې كوم توپير راتلاى شي او نه ټولنه له ماتې څخه عبرت اخيستلاى شي


Pashto Times Tags For Post.

Pashto Times History blogs. Pashto Translation of Dr. Mubarak Ali Work on history. Tarikh Pohana in Pashto. Pukhto Tarikh. Da Jwand Tareekh. Blogs about History in Pashto. Translations into Pashto from Urdu.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso