Skip to main content

Khan Shaheed, Khan Abdus Samad Khan Achakzai. A Pashtun Intellectual leader.

 Khan Shaheed, Khan Abdus Samad Khan Achakzai. A Pashtun Intellectual leader.


خان شهید د فکري اوښتون استاد رهبر وو  



لیک    فضل اشنا  


   د شلمې صدۍ ادبي او سیاسي چاپیریال ته که د نړۍ په کچه کتنه وکړو نو به هغه لاس ته راوړني ولرو، چې د نړۍ قامونو خپلواکي د نړیوال شکېلاک څخه څنګه واخیسته ؟


د نشاة ثانیې را ورسته درې پېړۍ داسي وې چې د نړۍ سترو زورواکانو د افرادي قوت په سوب د نړۍ نورو پراخو سیمو ته وغزېدل تر شلمې پېړۍ پوري د نړۍ تاریخ د لویو لویو خونړیو پېښو شاید پاته سو ، د نړۍ په خونړي تاریخ کې پښتون افغان هم خپل یو ځانګړی باب لري،که د نړۍ د تاریخ څخه دغه یو څپرکی یا باب ولوستل سي، نو به د پښتون افغان تاریخ هم د خونړیو لویو پېښو لوبغاړی وي کله چي د نړۍ نورو قامونو د مرګونه پرله پسې لړۍ درول نو زهین سازي یې را منځ ته کړه تر څو جنګسالاران په سیاست پوهانو بدل سوه په هم دغه اجتماعي زهین سازي کې د ادبي لټريچر لوی لاس دی 



پښتون افغان هم غالبًا څلور پېړۍ په جنګونو کې یې تر شلمې پېړۍ پوري سفر راکړی وو ،خو فکر او نظریه یې جنګي وه، کله چې نړۍ د توفک ایښولو ته تیار سو خو پښتون ملت توفک زیور او کلتور باله نو اوس دا ملت سیاسي مبارزې ته څنګه راغلی ؟


د شلمي صدۍ په لومړۍ لسیزه کې یعني په ۷م جولایې ۱۹۰۷ کې یو داسي ماشوم پښتني ټولنې ته راغلی چي پلار نیکه ور نیکه تر نیکه یې د وطن خاوري په ننګ ستري مبارزې ترسره کړې وې. دا ماشوم چې عبدالصمد نومېده د ځان سره د ملت د شعوري زهین سازۍ ماغزه په سر کې راوړل 


    د فرنګي نظام توده دوره وه ژبه، خاوره، کلتور ، وسائل ، یې د ښکېلاک په ولکه کې وو، ماشوم ځلمی سو چې د شعور دنیا ته ننوتی نو پوه سو چې غلام یم نو غلام باید څه وکړي؟ که څه هم غلام باید په جنګ لاس پوري کې خو ځلمي صمد خان د ملت د زهین سازي فکري بدلون او د یو ملت په حیث یې سیاسي تګلاره خپله کړه چې نور جنګونه د ملت په درد نه خوري سیاسي مبارزه ملي وحدت شعوري فکري زهین سازي او بیداري دا خاوره د دشمن د منګلو ژغورلی سي،

    هر هغه نوی ټولنیز بدلون به له ځانه او له کوره شروع کیږي داسي بابا هم دا لار د خپل کلي د لمونځتون ( ماجت ) څخه پېل کړه 


 شپه و ورځ یې د قام د زهین سازۍ او د فکري بدلون دپاره هلې ځلې کولې د ژوند پر هر ډګر به د ملتپالنې پر موضوع ږغېدی چې کله به زندان ته ولاړی نو د اولس سره به یې اړیکه وشلېده بیا به یې د کتابو په لیکلو او ژباړو خپل د ملت د شعوري بیداري دپاره تنده ماتوله 


   بابا په داسي حال کې چې پښتون ملت د درس و تدریس د عامه رسنیو او د نورو لوړو زدکړو څخه بې برخي وو فکري بدلون ته کار کاوه د ملت د اړتیا هغه توکي چې ورباندی یو ملت قیام کوي بابا دا ټول وژباړل تر څو ملت یې پوه سي ..

خان شهید یو سیاسي فهمیده فکر لرونکی مدبر استاد رهبر وو، ځکه که موږ نن د پښتون ملت ټولنیزو ستونزو ته کتنه وکړو نو هم هغه بابا ورباندي عالمانه کار کړی دی، تر څو ملت یې په مستقبل کې هم د دغه ستونزو سره لاس و ګرېوان نه وي د بیلګې په توګه د مزهبي ستونزي دپاره اسلامي ژباړه، د خپلي ژبی پښتو د ارزښت دپاره فارسي شعر ژباړه، او د خاص مهم کار چې نن هم پښتون ملت ورسره لاس وګرېوان دی ، هغه لکه پښتو لیکدود ؛ بابا خپل د پښتو ژبي دپاره لیکدود مرتب کړ او د ازادی افق په نوم ژباړه يې د انګريزي ژبي څخه خپلي پښتو ژبي ته په دې موخه وکړه چې د ټولنیز ژوند او  کړنو د ازادۍ خبره کوي د بابا انتخاب هم خوندور دی چې دغه کتاب یې خپل ملت ته وژباړی او داسي نوري ډیري سیاسي او ادبي کارنامې لکه سائیں کمال خان شېراني صېب د راډیو په یوه مرکه کي داسي وویل چې

ما چي کله د افلاطن ږغاوي په نوم کتاب د انګریزي څخه پښتو ته وژباړی نو مې خان شهید ته ورښکاره کړ چې دا څنګه دی ؟ 


خانشهید راته وویل چې که یې نوره ګټه وه که نه نه وه  دا يې ګټه سته چې سوچه توري خو به خوندي سي ..

هغه وخت هم بابا ته معلومه وه چې د پردۍ ژبې اثرات را روان دي 

د بابا تقریرونه خطونه، ژباړي، ورځپاڼه، جیلونو قربانیو، دا ملت د جنګه وساتی او د یو ملي سیاسي خوځښت رنګه یې خپل دشمن ته لیکه کش کړه او زورور دشمن یې پر کوډو کړ ځکه نړۍ د پر امنه سیاست لار خپله کړې وه، په پښتون افغان ملت کې لومړی شخص خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی دی چي د پر امنه قامي سیاست او قامي مبارزې خښته یې کښېښول او کمال یې ووګوره ! د نړۍ هر سیاسي غورځنګ په لویو ښارونو کي جوړ سوی دئ او کلیو ته رسېدلی دئ خو خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي په کلي کې د قامي سیاست کمبله وغوړول او په لږ وخت کي تر لوی ښارونو ورسول ...

په داسي وخت کې چې په سیمه کې د فرنګي په خلاف وسلواله مبارزه ښه توده روانه وه خو خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي د اولس د زهین سازۍ او فکري اوښتون دپاره شپې روڼولې او پښتون ملت ته یې د نړیوالو سره اوږه پر اوږه د تګ کولو لاري ښولې 


   خان شهید د جنګ خاتمه هم د سیاسي مبارزې د لاری کول او د زدکړو لوی غوښتونکی وو چې نور موږ جنګي سالارانو ته اړتیا نه لرو نور باید د سائنسي نړۍ سره روان سو تر څه د ښه ژوند او ښه سبا خاوندان سو


   د خپلواکۍ ګټه په ملي یوالي کې ده د اتفاق کور به خپله ډوډۍ خوري بې اتفاقه چي هر څومره ډیر وي خو د بل سترخان ته به ګوري تاسو تش اتفاق وکئ، ستا سو وطن د من و سلو‘ی سترخوان دی نه خلاسیږي ملي یوالی وکئ 



د فرنګي په مراعات یافته دوره کې د فرنګي لاس پوڅي چي سردار ،ملک، نواب ،خان، ملا، پیر فقیر ، سرمایه داره ، مځکه وال دا ټول د خانشهید بابا سره په تریو تندي ژوند کاوه او دا یې د پردیو دسیسه بلل چي دا صمد  بل چا خطا ایستلی دی خو خان شهید به ورته وویل چی دا انګریز دی دا زما وطن ته راغلی دی زما خاوره وسائل او واک یې قبضه کړی دئ . زه د خپلي خاورې او قومي واک او اختیاره دپاره مبارزه کوم دا فرنګی به خامخا یوه ورځ زما له خاورې ځي، نو تاسي زما سره کن و بوغز مه کوی زه ستا سو سره هیڅ سیالي نه کوم ما د فرنګی سامراج سره را اخستېده او زه د فرنګي دشمن یم ستا سو دشمن نه یم  تر څو چي ژوندی یم ورسره اخته به یم 


خلکو به خان شهید لیونی باله  خو چې کله فرنګی ووتی ډیر هغه خلک خان شهید ته راغله او ورسره ملګري سوه★

دا خبري ما د ډیري څېړني ورسته دلته درسره شریکي کړې چي د خان شهید کار او زیار د پښتون ملت د فکري اوښتون سره د پښتنو د ملي تشخص پیلامه هم وګرځېده خان شهید په یوازي سر د قوم د زهین سازۍ لوی کار تر سره کړ او ګڼ شمېر لاري یې ورته وټاکلې د هم هغه لارو په زریعه یې د زهین سازی او فکري بدلون دا مکتب ودان وساتی نن چې په سل کي اتیا سلنه پښتانه د جنګ او د بربادیو څخه کرکه کوي نو دا هم د خان شهید د فکري بدلون د مکتب حاصلات دی ...

   د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی ژوند لیک "زما ژوند او ژوندون" که ولوستل سي نو دا به د یو تاریخ دان فولکلوریک، ادیب ،ژورنالسټ، سیاستمدار یونلیکونکي، څېړنکار، کره کتونکي، شریک اثر وبولو مطلب دا چې خان شهید دا زیار د لوړ علم او پوهې عکاسي کوي، خو موږ ترې مننه کوو چې په داسي علمي تاريخي اثر يې ونازولو ... کله چې د وخت تور دشمن د تاریکو زامنو د روښانه څراغ وژل وغوښتو، نو بابا د مکتب مسئولیت خپلو بچیانو ته وسپاری او په جګه غاړه مرګ ته په غېږ ورغلی هم دا د فکري بدلون لوی استاد پر دویم دسمبر ۱۹۷۳ کې په خپل کور د نيمي شپې پر مهال په بمونو شهید کړل سو 


            لهده نیسه یې قرار په غېږ کي ....


نوټ  د ملګرو په ډېر اصرار او غوښتنه مې بيا ځلي درسره شريک کړ .‌.   اشنا 

            

 ليک    فضل اشنا 

Fazal Ashna Article on Khan Shaheed.

Pashto Times Pashto Blogs and Pashto Articles.

Pashto article about Life works and leadership of Abdus Samad Khan Achakzai. 

This Blog Includes.

Who was Khan Shaheed? Abdus Samad Achakzai.

Life story of Abdus Samad Khan Achakzai.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso