Skip to main content

Khushal Khan Khattak Baba Nazam Gella.

 Khushal Khan Khattak Baba Nazam Gella. 

Da Yousafzai Qabeli Na Da Khushall Baba Gela Aw Da Mughal Sara Fitna.

(دَ خوشال بابا دَ پښتون قام نه ګیله اؤ دَ مغل سره فتنه).

 دا کلام ئي په ۱۰۸۶ کښې په برمول کښې لیکلے وو.



وضاحتــــ!! د بابا ښکنځل  پښتنو ته د نصیحتـــ په توګه ؤ بعید د شعرونو غلطه تشریخ اونه کړے شې.


بیا له کومه راپېدا شو دا بهار

چې په هر لورې ئي ملک کړو یؤ ګلزار

ارغوان دی ضمیران سوسن ریحان دی

یاسمن دی نسترن نرګس ګلنار

دَ پسرلي ګلونه ډېر په هر هر رنګ شته

ولې سرۀ لالا دي لا پکښې اوڅار

جونه موټی موټی ګل ږدی په ګریوان کښې

دَ ځوانانو ګلدستي دي په دستار

مغنی په چغانه لیندئ کېږده

په نغمو په پردو وغواړه هر تار

ساقی راشه ډکې ډکې پیالي راکړه

چې دَ میو په مستئ کښې شم سرشار

پښتنو زلمیو بیا لاسونه سرۀ کړۀ

لکه باز منګولی سرې کړ کا په خپل ښکار

سپینی توری ئي ګلګونی کړي په وینو

په اهار کښې شګفته شو لالازار

ایمل خان دریا خان دواړه مرګ ئي مۀ وے

هیڅ تقصیر دواړو ونۀ کړو وار په وار

دَ خېبر دره ئي سره کړله په وینو

په کړپه ئي هم روان کړو دندوکار

تر کړپه تر باجوړه سمی غرونه

په لرزه په زلزله شول په بار بار

په هغه لورې چې کېږي پینځم کال دے

هره ورځ دَ سپینو تُورو هر پهار

چې په دا لورې زۀ راغلم حبطه شوم

زۀ مردار یم کۀ دا خلک دي مردار

په لښکر لښکر نعرې شوم ورته ستړے

دا کاڼه راته نۀ مهیرک وائي نۀ ځار

چې احوال دَ یوسفزیو رامعلوم شو

لواغر وماته ښۀ وو نۀ دمغار

دَ خټکو سپی بهتر تر یوسفزیو

کۀ خټک دي هم په خوئ تر سپی بیکار

درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره یؤ دَ ننګ په کار پټ وآشکار

ګوره څو جنګونه اوشو په دا لوري

ولې هیڅ دَ یوسفزیو نشته عار

اول جنګ دَ لوړے شا دَ تهترو وو

چې څلوېښت زره مغل شول تار په تار

خو بندی لوڼه ئي په بند دَ پښتنو شوي

اس اوښان هاتیان اولجۀ قطار قطار

دویم جنګ دَ میر حسینی په دوآبه کښې

چې ئي وټکېدو سر لکه دَ مار

بیا له پسه دَ نوښهر دَ کوټ جنګ وو

چې مې وکیښ تر مغلو خپل خمار

بیا له پسه جسونت سنګھ شجاعت خان وو

چې ایمل ئي په ګندهاب ویوست دَ مار

شپږم جنګ مکرم خان شمشیر خان دواړه

چې ایمل کړل په خاپښ کښې تار په تار

چې زما په یاد دی لوئی جنګونه دا دي

دَ هلکو په هر لورې نشته شمار

همېشه فتح و نصرت دے له تر اوسه

پس له دا ده بیا تکیه چې کردګار

اورنګزیب راته یؤ کال اوشو چې پروت دے

په صورت خېران پریشان په زړۀ افګار

کال په کال اُمرایان دي چې پرېوزې 

چې طوفان شولي لښکرې کوم ئي شمار

خزاني دَ هندوستان دِ راخوری شوي

سرۀ مهران دې ننوزې په کهسار

دا دۀ هیچا په اتلس فکر نۀ وو

چې به دا کارونه شی په دا دیار

دَ بادشاه دَ بدنیتۍ کمے نشته

په بدنیت ئي آزار واخست دَ خپل پلار

ځکه اوس دَ چا باور وربانې نۀ شي

هم بدنیت دے هم بدقولهم مکار

بله هیڅ لیدنه نۀ شي په دا مینځ کښې

یا مغل دَ مینځه ورک یا پښتون خوار

کۀ ګردش دَ اسمان دا دے چې لیدۀ شي

کۀ دَ خدائے رضا په دا وي راغے وار

اسمان هر کله پیرے یک رنګے نۀ کا

ګاه په ګام په ګل جاروزې ګاه په خار

په دا هسې وخت چې وخت دَ نام وننګ دے

دا بې ننګه پښتانۀ کا څۀ رفتار

پښتانۀ چې نور څۀ فکر کا ناپوه دي

بې دَ توری خلاصے نشته په بل کار

تر مغلو پښتانۀ په توره ښۀ دي

کۀ په پوهه پښتانۀ وے څۀ هوښیار

اولسونه چې سند وبله اُوکا

بادشاهان ورته سجود کاندې اختیار

کۀ نفاق کۀ اتفاق کۀ جهل پوهه

دَ هر چا دَ خدائے په لاس ده هره چاره

آفریدی مهمند شنواری ګوره څۀ کا

دَ مغلو لښکر پروت دے په ننګرهار

زۀ تنها په کښې دَ غم ونام وننګ یم

یوسفزئ فراغت په کښت وکار

اوس چې هسې بې ننګي بې ناموسی کا

عاقبت به ورښکاره شي خپله چار

مرګ زما په پوهه ښۀ تر دا ژوندون دے

دَ عزت سره چې نۀ وي زیست روزګار

همېشه به په جهان کښې ژوندے نۀ وي

دَ خوشال خټک به پاتې شي یادګار

دَ دریمې خور اول کال دَ غفو¹ وو

ما چې اووې په برمول کښې دا اشعار.


په مننه د مقتدر شاه

¹ (۱۰۸۶)

Tags for This Paahto Blog.

Pashto Poetry By Khushal Khattak Baba. Pashto Lyrics of Khushala Khan. 

Khushal Khattak and Yousafzi Pukhtana. Khushal Khattak about Mughal Emperor Aurangzeb. Khattak VS Yousafzai.

What Khushal Khattak writes about Yousafzai?

 Why Khushal Khan Khattak was against Yousafzai? 

Why Khushal Khan Khattak was Against Mughal Empires and Aurangzeb Alamgir? 


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso