Lyrics Of Ghani Khan Poetry.
Poem. Che Masti V aw Zwani V Aw Dak Jaam. Der Gulona, Lag Yaran aw Rangeen Ghondi makham. Singer Sardar Ali Takkar
Lyrics Of Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak Jam.
چې مستي وي او ځواني وي او جانان وي او ډک جام
ډېر ګلونه لږ ياران او غمګین غوندې ماښام
عشق څه اور وي او څه نور وي
زړه لمبې لکه تنور وي
په دې ژوند به زه ور ځار کړم
جنتونه ستا تمام
چې زه ټول عمر ځلمى يم
ځلميتوب به يو عذاب وي
ځکه اوس را باندې ګران دى
چې يې خېشت شي زر تمام
تل سپوږمۍ د څوارلسمې
بل جانان د شپاړسمې
تل ځواني سيند د شرابو
دا دوزخ دى که انعام
دې دنیا پسې به ژاړم
دا تياره هلال به غواړم
هره ورځ به يادوومه
نرۍ لړه د ماښام
تنګ د حورو وفادارو
بې وفا جانان به غواړم
ستا آدم په ذات ښکارې دى
د ښکار خوند کوي هر ګام
د مستۍ د سيند په غاړه
ثوابي روژې به نيسم
اسوېلي به کوم يادوم به
د ساقي نيمګړى جام
هر يو شى چې ابدي شي
يو افت شي يو عذاب شي
بس يو تا سره مزه کا
د ازل ابد دوامه
بنده نوې رنګ محل کې
نوى نوى جانان غواړي
بيابان کې سره ګلونه
توره شپه چراغان غواړي
تل تيارو کې دى ورکېږي
تل رڼا کې هم ړندېږي
دى بچى د تغییُر دى
يو حالت کې نه ټينګېږي
که د ستا جنت له يوړو
دا فطرت او دا وجود
يو څو ورځې به سوځي
په سرو سترګو به ژړېږي
اې د لوى فضل مالکه
ماله دا دنيا جنت کړه
فارموله يې ده اسانه
د درې ټکو نه جوړېږي
لکه ويلې مې دي سر کې
بس جانان ځواني او جام
ډېر ګلونه لږ ياران
او غمګین غوندې ماښام
چې زما لېونى سر پې
کله کله مشغولېږي
هغه بل د مرګه پس مې
مُلا جان پسې خيرات کړه
تش د حورو په خوبونو
که د خوار ګذاره کېږي
ماله دلته يوه را کړه
غونډه، مسته، تکه سپينه
مينه ناکه سپينه شمع
چې لمبې وهي بلېږي
شل رنګونه يې نظر کې
شل مزاجه په ځيګر کې
د سپرلي هسې خويونه
کله لمر کله ورېږي
يو څرمنه کې دننه
يو حرم د جينکو وي
کله مسته او سرشاره
کله غلې شي شرمېږي
او زما دې ستړي زړه کې
شل رنګونه اور لمبه شي
چې د اور هسې سوځېږي
د لښتو هسې ګډېږي
چې په يو بې تاب نظر مې
داسې مست داسې نشه کړي
ميخانې ورته حيرانې
او ساقي ورته پسخېږي
د هغو زرو بدل کې
ماله دلته يوه راکړه
د ابد ټوله ځواني مې
د څو کالو مشغولا کړه
که دا نه کوى اې ربه
سربې حورې دې سمبال کړه
نه مې هغلته پکار دي
نه مې دلته کې يادېږي
غټې غټې سپينې سپينې
چې نه سوال او مينت غواړي
ارتې بېرتې وږې سترګې
په بخملو به لوغړېږي
ربه اى جانانه ربه
دغه يو سوال خو منظور کړه
ګنې لاړ غني دې مړ شو
ورپسې يې ژبۍ کېږي
#غني_خان
Pashto Times Lyrics
Ghani Khan Baba, Aka Lewany Falsafy, The Great Pashto Poet Nazam Masti By Sardar Ali Takkar, Haroon Bacha, Gul Panra, Master Ali Haider, Shah Wali Afghan. Pashto Kalam Masti of Ghani Khan.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.