Skip to main content

Lyrics Of Pashto Song Of Shamali Afghan. Badmargha Khoob

Lyrics Of Pashto Song. 

Nazam. Bad Margha Khoob

Poet. Abdul Bari Jehani

Singer. Shamali Afghan

“بد مرغه خوب”

ما په خوب کي یې لیدلې چي دي هار دانه دانه وي
لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي
ستا د ښار ټولي کوڅې وي د رقیب لښکر نیولي
د دښتونو پر لمنو د اجل خېمې وهلي
کور په کور پر هر قدم وي د غلیم ډلي ناولي
محتسب لېونی ګرځي ړنګه ښکلې میخانه وي
لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي
 
نه هغه مستي کوڅې وي نه پایکوب وي د مستانو
نه غزل پر غزل اوري نه آواز  د مطربانو
نه پیالې پکښی ماتیږي نه نارې وي د رندانو
له سندرو اوښکي اوري په سرو ساندو ترانه وي
لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي
 
د خزان سیلۍ وهلي هم غاټول هم انارګل وي
باغ وي لاښ ګلونه وچ وي نه نرګس وي نه سنبل وي
د زاغانو خرمستي وي نغمې ورکي له بلبل وي
پر وچ ښاخ باندي سوځلې د بلبلو آشیانه وي
لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي
 
د پاتا کمبلي وینم ستا د ښار له دېوالونو
هدیرې وي چي ډکیږي د زلمیو له قبرونو
د بوډا نیکه ملا ماته د لحد له کلنګونو
ناوې ناسته پر پاتا وي بوډۍ سر پر زنګانه وي
لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي
 
د بلا ساه وي ختلې پر جونګړو پر کورونو
تور دودونه پورته کیږي له سوځلو جوماتونو
پردی ږغ پردی مُلا وي پر منبر پر منارونو
کوڅې تشي وي له خپلو ښار نیولی بېګانه وي
لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي
 
نه پانوس نه یې لمبه وي نه رنګونه د ستایلو
نه شرنګی وي د سازونو نه مستي وي د پایلو
نه د شمعی په خوله اور وي نه مضمون وي د غزلو
نه له اور سره په مینه ځان سوځلی پروانه وي
لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي
 
زه چي خپل قسمت ته ګورم دا خوبونه ریشتیا کیږي
ستا به هار دانه دانه وي زما به لاس نه در رسیږي
زما به وس وي پردی سوی ستا به سرې اوښکي توییږي
تش به نوم د جهاني وي نور به ختمه افسانه وي
لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي

شاعر : عبدالباري جهاني
سندرغاړی : شمالي افغان
Lyrics Of Pashto Song. 

Nazam. Bad Margha Khoob

Poet. Abdul Bari Jehani

Singer. Shamali Afghan

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso