Pashto Ghazal. Ma Pa Taa Pase Da Speeni Jami Rang Kri.
Poet. Abdur Rahman Baba
ما په تا پسې دا سپینې جامې رنګ کړې
ته لا بیا په ما ګمان دَ نام و ننګ کړې
هیڅ اثر دِ په سنګین خاطر و نه شه
که هر څو مې مُصلې درپسې لنګ کړې
دلسوزی به دِ په نور وګړی څه شی
چه له ما غوندې مخلصه سره جنګ کړې
ته په عشق کښے ما هاله دروغژن بوله
که یو بل هم هسې ما غوندے ملنګ کړې
دا نارې سُورې غمازې دی په عشق کښې
ګڼه ما به دَ بلبل په څیر اهنګ کړې
عاشقی و معشوقې ته سپینه لار ده
ته و ما و ته دا سپینه لار ګړنګ کړې
چه یو دم مې له نظره پناه کیږې
دا جهان لکه لحد راباندې تنګ کړې
په ښه خوئ سره دَ خلقو افسانه ئې
خدائے زما له کم بختیه په زړۀ سنګ کړې
دا دِ څوک دَ څنګه ناست دے نه پوهیږم
چه خبرې له رحمان سره په جنګ کړې
ملنگ عبدالرحمن بابا
Abdur Rahman baba, Hazar Khwani Peshawar.
Sufi Lyrics in Pashto by Rahman Baba. Ghazal
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.