Saud Bangash Pashto Ghazal.
ستا سو منځ کې چې ملا،پادري،پنډت دی
شیطان وایي، نـو زمـا څه ضرورت دی
وطـن وبـېـلـه، اتــل تـمـغــه بـــه درکړي
دا یــــو داسې مـنـفــرده مـمـلکـت دی
مـا د روس پــه واډکې وکـړل ګناهونـه
تــا د چين پــه تـسبـو کړی عبادت دی
فیصلې پکې خـرڅـېـږي، خلک يې اخلي
دا دوکان دی، پـه والله که عـدالت دی
تـجــربــه لــرم ، پــه بنګ کې ملنګي ده
په شرابو کې مستي ده، او جـــرت دی
اسلام څه دی؟ خدای مخلوق سره ده مينه
دا اسلام نه دی ، د سـتا سـو ملایت دی
لکـه څــرنګـه پـښـتـون چې منـتشـر دی
مـنـتـشـر يې دغــــه شــانې قـیـادت دی
دومـــره پــوه شــومـــه سـعـوده لېونیه!
دې هېواد کې ټول دوه مخی سیاست دی
سعود بنګښ
۲۲/۱۱/۲۰۱۶
Pashto Times.
Pashto Poetry By Saud Bangash. Pashto Ghazal, Pukhto Ghazal, Pukhto Shayeri. Mulla, Pandat, Padri, Siasat, watan, Adalat, Mumlikat, Pukhtun by Saud Bengash.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.