Pashto Poetry By Saud Bangash. Pashto Poetry 2022 by Saud Bengash. Pukhto
حـرامــه ده، اې علمه! سـتــا ډیوو سـره نکاح
حـلاله ده اې جـهـله! سـتـا تـیـارو سـره نکاح
دې کلي کې اویاوو کالو سپين ږيري شیطانان هم
تــړي لا نــابـــالـغــو فــرښـتــو ســره نکاح
چې ورکړ واشنګټن ورته طلاق نو چاره نه وه
نــو ځـکه يـې تــړلـې ده مسکو ســره نکاح
پخوا به دوی ویل چې دا اواز د شیطانۍ دی
مــاتــېــږي مسلمانـــه له #رادیــو ســره نکاح
سکه وروڼــو اغـیــارو قــاتــلانـــو تــه کــولـې
سکه خوېندو معصومو شين خالو سره نکاح
ملا پــه لاس تـړلې پـښـتـنـو تــه طاقـتـونـو
اې جنګه! ښـه پـخـه د سـتـا لمبو سره نکاح
زمــوږ کلي جمات نــه داسې غـږ راتلو بلبله!
له مـنـځـه ځـي سـنـدرو او نغمـو سـره نکاح
پــوهـنـې او قلم تـــه يـې ورکړی دی طلاق
لالیه! هــر چــا کړې ده وسلو سـره نکاح
سعوده! دا بدرنګ وحشي دېوان کوي لګیا دي
پــه زور زمــا د خــاورې ښـاپېرو سـره نکاح
سعود بنګښ
۲۳/۱۱/۲۰۲۱
Nikkah, Nekah by Saud Bangash. Pashto Ghazal Poetry. Ghazal. Elam, Radio, Wahshi, Khaperi, Mula, Pukhtun.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.