Skip to main content

Open Letter To Manzoor Pashteen By Najib Nangyal.

Open Letter To Manzoor Pashteen By Najib Nangyal.



‏منظور پښتون❤ ته د نجیب ننګیال پرانستی لیک

------------------------------------------------

د پرون منظور، د نن رهبر ته سرخلاصی ليک


د پرون منظور، د نن رهبره

پوهېږم له نيشت نه هست شوې. د ډي وي ايم ډاکټر وې. عام سټوډنټ. د يوه غريب سړي زوی. خو زړه دې په قام و دردېده. ويښ شوې. چيغې دې ووهلې. خبره کې دې درد و. تاثير يې وکړ. خلکو همدردي درسره پيل کړه. همدردي په مينه بدله شوه. مينې رهبر کړې. اوس خلک عشق در سره لري. يو نه دی. دوه نه دي. مليونونه پښتانه در سره ولاړ دي. د نړۍ ګوټ ګوټ ته دې نوم تللی. واړه زاړه دې پېژني. هيلې، ارمانونه، ژوند او نجات يې په تا پورې تړلی. ستا خولۍ د مزاحمت او حق غوښتنې په سمبول بدله شوې. ميندې دعاوې درته کوي. پلاران په خپلو زامنو ستا نوم ږدي. ستا نوم اوس په دې قام کې تر ټولو منظور او مقبول نوم دی. د ځوانانو ايډيال وګرځېدې. جراءت يې پيدا کړ. شعور يې خپل کړ. سر يې خلاص شو. دا هر څه داسې نه و، چې تا پلان کړي و، يا ستا ستراتيژي وه. حقيقت دا دی، چې دې ملت انتظار وېسته. د يوې نارې انتظار. د يوه غيرتي زوی انتظار. د يوه داسې ځوان چيغې ته يې انتظار وېسته چې د ځان هيڅ پرواه ور سره نه وي. ځان وسوځوي. د ژوند ډيوه بله کړي. دا جراءت تا وکړ. د دې نارې سرلاری ته شوې. د ډار او وېرې طلسم تا مات کړ او له پېړۍ حاکم سکوت تا ختم کړ. 


ګوره سړيه!

پښتانه د رهبرۍ له شديد قحط سره مخ دي. له حضرت باچاخان وروسته په هيڅ پښتون دومره خلک نه و را ټول شوي، لکه په تا چې را ټول شو. ته ځوان رهبر يې. کټ مټ لکه احمد شاه چې ځوان و، د ملت د پاچاهۍ تاج ور په سر شو. لوی افغانستان يې جوړ کړ. تاريخ يې ثبت کړ او تر ننه د خلکو په زړونو کې ځای لري. هغه هم په ځوانۍ د يوه ملت زړه ګټلی و، تا هم. هغه هم د پاني پت جګړه د مرهټيآنو له ظلمه د مظلوم شاه ولي الله د نجات لپاره وکړه. ته هم بايد نور له يوې پېړۍ د ظلم او بربريت لاندې خپل قام د تور پنجاب له ظلمه خلاص کړې. دا حالت بايد نور بدل شي او سم بدل شي. داسې چې بيا هيڅوک د دې ملت ژبه بنده نکړي. ګلان يې ونه رېژوي او چينار چينار ځوانۍ يې ړنګې نکړي. دې قام په تا ډېر لوی باور کړی. بيخي ډېره مينه يې درکړه. بيخي ډېره ملا يې در وتړله


زه وېره لرم

يوه شديده وېره

هسې نه واخيستل شې. هسې نه د نېشنل اسمبلۍ په يوه سيټ خرڅ شې. هسې نه د کومې سیاسي سودابازۍ په جال کې ګير شې. هسې نه لالچ او جبر ته تسليم شې. هسې نه و ډار شې. هسې نه ستړی شې. غلی شې او د رهبرۍ په چکچکو کې د خپل ورک، مات او دانه دانه ملت ارمانونه درڅخه هېر شي.


پوهېږې څه به وشي؟

بيا به يوه پېړۍ وروسته هم دا ملت، ملت نشي. بيا به يوه پېړۍ وروسته هم دلته په ځوان او رهبر څوک باور ونکړي. بيا به يوه پېړۍ وروسته ته خاين ياد شې. د تاريخ تر ټولو مختورن خاين. داسې چې د لکونو پښتنو لښکر سره دې ماته وخوړه او له منزله په شا شوې. داسې چې يوه پېړۍ به بيا په دې ملت د مايوسۍ څپه خپره وي او سکوت به حاکم. د ظلم په وړاندې به ګونګيان او هر جبر به تحمل کوي. 


خيال دې وي

ډېرخيال

دې ملت په لومړي ځل اتفاق کړی. اتفاق يې هم په تا کړی. د تاريخ د وياړ دا تاج يې تا ته در په سر کړی. د سياست ايډيال يې ته وګرځولې او د خپل راتلونکي واک يې تا ته درکړ. اوس نو ته محسود نه يې. وزير نه يې. د لر پښتون نه يې. د بر پښتون نه يې. اوس د دې سيمې د نجات کيلي له تا سره ده. اوس د نړۍ د ګوتو په شمېر مبارزينو کې شمېرل کېږې چې له سوله ايزې لارې دې وکولی شو په لکونو مظلوم او محروم انسانان په ځان را ټول کړې


پوهېږې منظوره؟

يو زمانه وه، ما به تاته لاس درکولو. يو زمانه وه چې په ۱۹۴۷ کال د يو بل چا په نوم کېدې، ما په اقوام متحده کې د احتجاج غږ پورته کړی و. زه وم چې ستا د هر پرهر د رغولو لپاره مې لاس در اوږد کړی. د هر ازادي غوښتونکي مبارز لپاره مې خپلې دروازې خلاصې پرېښې وې. ستا هر بچی مې ساتلی او خپله سپوره ډوډۍ مې ور سره نيمه کړې وه. هو، پوهېږم چې زمونږ په وجود يوه توره کرښه ده. چې دا بدبخته ملت نژدې کېدو ته نه پرېږدي. دواړه پوهېږو چې دا ظلم چا کړی. ولې يې کړی؟ او ولې بايد بېرته له منځه لاړه شي. خو هغه وروستۍ خبرې دي. هغه د پای او د ارام ذهن کيسه ده. بيا به يې وکړو. اوس زه او ته دواړه په غم اخته يو. په يوه داسې غم چې هيڅ پای نلري. هره ورځ زما د ښار په ويالو کې وينې روانې وي او هره ورځ ستا يوه ښکلې څهره په بوجۍ کې بنده موندل کېږي. هره ورځ زما ماشومانو ته ماښام د پلار مړی ور وړل کېږي او هره ورځ ستا ماشومان د خپل ورک پلار تصوير ته اوښکې تويوي. زمونږ د ميندو مخې ته يې زامن په ګېډو کې حلال شو او ستا د ميندو مخې ته يې بچي سوري سوري کړل. زه دومره بېوسه شوی يم، چې په همدې ليکلو مې هم ګوتې رېږدي. تر ماښام په خپل ژوند ډاډمن نه يم. د سبا او بل سبا فکر يې راڅخه اخيستی. د تخليق او پرمختګ سوچ نشم کولی. څنګه يې وکړم؟ چې د يوې ورځې ژوند ضمانت نه وي، هلته انسان څنګه کولی شي ترقي وکړي؟ هلته به زه څنګه ځان سيال کړم؟

اوس زما ټول نظر تا ته دی. اوس پېښور د کابل په تمه نه دی ناست. بلکې کابل د پېښور په ننداره دی. چې څه به کېږي؟ دغه لښکر په کومه ځي؟ څه ځان سره راوړي؟ زه ناتوانه يم. زه د شاهانو د کور هغه شهزاده يم چې د خپلې ورانې کلا په څلي ناست، وير کوم. د يوه هاتفي غږ په تمه، د الهي رحم په لټه. زه تا سره مرسته نشم کولی. يواځې لاس درته خوځوم. په کمين کې ناست دښمن در ښايم. دا درته وايم چې زه چا داسې کړم؟ ته چا داسې ورک؟ که تا ځان ومونده، که تا ځان وپېژنده. زه يقين لرم. د نېکونو نړېدلی کور به هم جوړ کړې. تا ښه لټون شروع کړی. ډېر ښه لټون. د ځان موندلو او ځان پېژندلو لټون. دا لاره مه پرېږده. دوام ورکړه. ازغنه لار ده. پېچلې او له کړاوونو ډکه. خو جنت ته تللې. د ازادۍ جنت ته. د حيثيت او عزت جنت ته. دا قام له دې دوزخه وېستل غواړي. دا شملې د اور لايق نه دي. دا ښکلاوې د سوځېدو نه. 

انتخاب ستا دی. ټول ملت ته نجات ورکوې او که ته يې هم له زمکې ولې. دا ماشوم چې تا يې  انځور پروفايل کړ، پلار يې ستا په ناره کې شهيد شو. مور يې بوره او خويندې يې بې پلاره شوې. ده خپل ټول کاينات له تا ځار کړل. سترګې يې اوس تا ته دي. څه ور سره کوې؟ ايا کولی شې نور پښتانه له دغه بدې ورځې وباسې؟ نور د بم، غم، باروتو او جګړې دغه روان بهير ته پای ورکړې؟ ته يې کولی شې. زه باوري يم ته يې کولی شې. که ته مظبوط شوې. که ستا کور اباد شو. بيا هلته چيچن، ازبک، عرب او بل ترهه ګر نشي اوسېدلی. زه به ارام شم. ته به د ژوند ساه واخلې. 


يوه اندېښنه وه. څو ګډوډ فکرونه. څو بې ترتيبه خبرې. 


په مينه

نجيب ننګيال- کابل

Najib Nangyal From Kabul Afghanistan.

Open Letter To Manzoor Pashteen By Najib Nangyal.

Pashto Times Tags For This Blog. PTM , Manzoor Pashteen and Pashtun's rights. Pashto Open Letter to Manzoor Pashteen. Future of PTM and Future of Manzoor Pashteen. Pashto Blogs about PTM and Manzoor Pashteen. Latest Pashto letters, Blogs and Articles. Najeeb Nangyal Pashto Blogs about PTM, Manzoor Pashtun and Afghanistan.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso