Skip to main content

Page from Pashtun History. Pukhtana da Tarikh pa ranra Ki

 From Zaffar Kalakhel Book. Umer Lais or Omer Laith as Governor of Saistan Afghanistan.

یو خوا عرب 250 کالو پورې د افغانانو سره په جنګونو کې بوخت و, بلخوا یې ورباندې تبلیغیان ورسم کړې وو، چې دوۍ په څه نه څه طریقه د ځان ملګرې کړي! ولې د حربه هم ناکامه شوه ----------- عمر لېث کوم چې د هارون رشید د خلافت په وختو کې د سیستان والي وټاکلی شو، دۀ د پښتنو قبېلو ځینې خلک او د تُرکمان قوم ځینې خلک د پیسو په بدل کې د ځان ملګرې کړل او دا وعده یې ورسره وکړه چي افغانستان فتح کیدو نه پس تاسې ددې ځای واکمنان شئ



د بلخ پیش قدمۍ اړخ ته یې د ځان سره روان کړل, شاه کابل چې کله د عمر لېث د پیش قدمۍ نه خبر شو نو په هلمند کې یې یو لوی لښکر جمع کړو او هند ته یې هم خپل دوه استازي ولېږل چې د عربو د حملي په صورت کې موږ سره کومک وکړي



د هلمند خلک دومره ډاډه و. پر عمر لېث یې ملنډي وهلې. عمر لېث چې د شاه کابل د لښکر راټولو او هند ته د شاه کابل استازو لیږلو نه خبر شو' نو وړومبی یې خپل جاسوسان د شاه کابل استازو پسې کړل چې د دوې مخه ونیسي او د هند راجا درباره پورې ونۀ رسي ـ ـ ـ دویم کار یې دا وکړو چې د شاه کابل خوا ته یې خپل دوه استازي د امن پیغام لېږلو لپاره واستول چې عمر لېث د تاسې سره جنګ نه غواړي بلکي د ستاسو دربار کې خدمت کول غواړي ـ ـ ـ کله چې د عمر لېث دواړه استازي د شاه کابل دربار ته لاړل او د عمر لېث پیغام یې ورسوو! شاه کابل ډېر خوشاله شو او هغوي ته یې زیاته کړه چې موږ په هیڅ صورت کې جنګ نه غواړو خو ستاسې له اړخه پر موږ مسلسل جنګ مسلط شوی دی، بیا یې د څو قیمتي هیرو جواهراتو تخفي د عمر لېث استازو ته ورکړي دا یې ورته وویل: شاه کابل خپل وړې حفاظتي دسته سره د عمر لېث لیدو ته راروان دی


 عمر لېث چې خبر شو نو سمتدستي یې د شاه کابل حفاظتي دستي پر ضد خپل لښکر چمتو کړو، شاه کابل خپلې حفاظتي دستې سره لا پر لاره و، چې د عمر لېث لښکر پری حمله وکړه او د لږ مقاومت نه پس یې د شاه کابل سر د تن نه جلا کړو او سر یې ورله بغداد ته د هارون رشید دربار ته ولېږلو، د اسلامي خلافت امیر المومنین هارون رشید چې د شاه کابل سر وصول وکړو نو خپله نوره فوځي دسته د عمر لېث کومک ته ولېږله ـ د بغداد نه فوځي کومک راتللو نه پس د عمر لېث لښکرونو په هلمند حمله وکړه او د هلمند خلک یې دومره وځپل چې په تاریخ کې یې مثال نشته، د هغوي مالونه یې لوټ کړل، په هاغه وخت کې د هلمند ځینو مالداره خلکو په ډېره جرمانه ځان د عمر لېث د غضب نه بچ کړو 



بلخوا د شاه کابل د مرګ سره د وطن فوځ حوصله بایللي وه، عمر لېث د هلمند، کاپیسا، بلخ، بامیان د فتح کولو نه پس د کابل په دربار حمله وکړه د بدها او د شیو مجسمې یې ریز مریز کړي، د شاه کابل خرانه یې بغداد ته ولږدوله، ویلی کېږي چې د شاه کابل په خزانه کې دومره مال و، چې هارون رشید دومره سوچ هم نشو کولی


عمر لېث په مفتوحه علاقه هاغه خپل ګوډاګي تُرکمان او د ځینې پښتانه واکمنان کړل! کوم چې د جنګ نه وړاندې په پیسو مسلمانان شوې وو ـ عمر لېث سره د خپله فوځه په مخکې تللو اراده وکړه ـ ولې د وړوکي لاهور او د بنو په مقام ورته پښتانه راغونډ شول او د شپې شپې یې په دوۍ حمله وکړه, د ډېر سخت مقاومت نه پس عمر لېث مجبور شو چې د دوې سره د امن معاهده وکړي او بیرته بغداد ته لاړ شي, دغه وخت چې عربو اسلامي خلافت فوځ کې یو شاعر و ـ چې د پښتنو توریالانو ځوانانو په میړانه یې دا شعر وئیلې و ـ 


الم تر ان الازد ليلة بيتو 

ببنته كانو اخير جيش المهلب

***

سرچېنه

پښتانه د تاریخ په رڼا کې // بهادر ظفر شاه کاکاخېل

via. Nabeel khan

Pashto Times Tags for This Blog Post. 

History of Islam in Afghanistan. Helman History in Haroon Rashid Caliph Times. Omer Laith Attack on Hilmond Afghanistan. Umer Lais Attack On Balakh Afghanistan..

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso