Skip to main content

Pashto Tappay 2022. Pashto Sherona 2022 & 2023

Pashto Tappay Or Pukhtu Tapay.

Lyrics of Pashto Folk Songs or Tapa.


What Is Tappa and Its composition In Pashto?

د ټپه په اوله مصرعه کې نهه (۹) سېلابه وي او دويمه مصرعه کې يې (۱۳) سېلابه وي. لکه


جانان کوڅه کښی اواز وکړو 

زۀ کټ کښې ناسته رنګ مې زیړ وتښتیدونه


‏د مریضانو طبیـب خـداي دي

د عاشقانو وړکو زه طبیبه یمه

کابل 

زما پخپله زړه نری دی 

ستا غریو نیولی غږ مې زړه سوری کوینه 


امریکه 

په ما دې اوکړه په تا اوشه 

واړه دې مړه شه لوی دې اوغواړه خېرونه


اسفندیار ولي خان 

که په شېبو باران ورېږي 

زما په خپل لالي باور دې رابشینه 


اشرف غني 

څوک په رضا د ملکه نه ځي 

یا ډېر غریب شي یا د یار د غمه ځینه 


ایمل ولي خان 

ستا د یارۍ به توبه نه کړم 

که جلاتیان مې سر د تورو سره وړینه 


منظور پشتین 

ما  وې چې زه به ورته ژاړم 

جانان د کوره سترګې سرې راوړي دینه 


محسن داوړ 

د نیمې لارې مسافره 

په دیدن موړ شوې که مخ بیا درواړومه 


افرسیاب خټک  

د کلي دوه اتیا کوڅې دي 

زه د جانان دیدن ته کوم ځای ودرېږمه 


لطیف لالا 

دا لېونی لېونی ګرځه 

په چم کې ګرځه چې ډاډه درباندې یمه 


علي وزیر 

سپرلی به بیا په ګلو راشي 

مدام به نه وي د خزان سپېره بادونه 


عمران خان 

د موزیګي مړانه ګوره 

نن یې چرګوړی د لکۍ نیولی وونه ه


محمود خان 

اوړې دې پاس کابل کې تېر کړو

په ژمي راغلې سلامت غواړې خالونه 


سراج الحق 

د دېروجۍټوپۍ  دې زار شم 

په ټنډه ستا وي کږه زه د خیاله ځمه  


پښتانه


چې ما وئیلې تا منلې 

تا به د داسې یارۍ خوند لېدلې ونه


بېبو 

ما وې د غمه به دې مړ شم 

مرګ په نیټه دی دروغژنه شوم مئینه

د بیلتون په اړه پښتو ټپه

د بېلتانه سېلۍ لګېږي 

لالی مې کډې باروي وطن پرېږدینه


د خندا باره کښی پښتو ټپي

‏زما په تشه خندا مسته

که خوله مې درکړه لېونے به شې مئینه

میین توب

‏‎پۀ مئین هر سړے پوهیږي 

‏‎د رنګه زیړ وي سترګې ښکته ګرځوینه


زه به يې ولې قدر نه کړم

زما په سر يې غرغرې منلی دينه

کرمه په پښتو ټيه کښی

دکُرمې غاړه ورته نيسه

بلبلې ځان سينګاروې اوبو له ځينه 

#PashtoTappa


باچا او باچاهی

ما د زړګی په تخت باچا کړې

چې ته باچا شوې زه دې خاورې ايرې کړمه

ما ليوني کارونه پرېښول 

او تا په غونډه زنه بيا کېښول خالونه

‏کور په پښتو ټپو کښی

که ته راځې غرمې ته  راشه

ابۍ کور نشته بابا ژرندې ته ليږمه


کور ته په وخت راځه لالیه 

دا سر تړلې مور دې ما بدنامه وینه


سترګي او پښتو ټپي

سترګو کچکول په لاس کې راکړو

ده يار دربار ته مې په خير پسې ليګی نه


سترګو کچکول به ورته نيسم

يار نه به غواړمه ده حسن خيراتونه


سترګې ديدان باندې مړې کړه

ملنګه ياره په بانه راغلی يمه


ماته په هغو سترګو ګوره 

که مې جامې ده ملنګې اغوستی وينه


ده باڼو شپول به ترې چاپير کړم

ده جانان مينه به په سترګو کې ساتمه

زلفي او پشتو ټپي

ده سترګو تور مې غم ړانده کړل

سپين به ده يار په قبر ږدم چې خاورې شينه


‏په تور اوربل مې یار رنځور کړو

سبا خوارې زلفې ورځم چې مړ ئې کړمه


د پلار يې غوږ د لوږې وچ شو

لور يې ميرګاټ د اشرفو سره کوينه


په کلی ډېره خاموشی ده

لالے مې مړ دے خلک ما نه خبروينه


د چا چې يار په کلی نه وي

لکه چې ملک په زلزله وران شوے وينه

سلام او پښتو ټپه

زه چې سحر د خوبه پاڅم

اول سلام د کبرژن جانان کوومه

لونګ او ټپه

که یار مې تور دې سه پیغور دې 

تور خو لونګ دې باچایان یې بویونه

ملاکنډ په ټپو کښی

د ملاکنډ لار ورته نيسم 

زما د زړه تاوان دې راکړي بيا دې ځينه

هشتنغر په پښتو ټپو کښی

د هشنغر د ګوړې نرخه

الله دې خه که جانان ما کوئدن کوينه


ستا دشپېلۍ آواز چى راشى

د غره لمن ته ليوني په دٶ راځمه


خلک په کرکو نه شرميږي 

زه به د مينې قيصې ولې پټوومه


خولګؽ مې نيمه شپه کې درکړه ـ

خلق په نيمه شپه اوبه نه ورکوينه ـ


پہ لویه لاره کښې مي کور دے

غم چي رازي اول زما تپوس کوینه۔

کابل او ټپي

شونډي شربت کړه ماته يي راکړه

زه دکابل په لورى ځم تږى به شمه


سترګې ستا له سترګو غټې

که نازولې مې ساتې در سره ځمه


تا چې په مخ څپېړهٔ راکړه

له اوخکو ډکې سترګې چاته واړومه


لاس په ولاړي را چاپیر کړه 

تر کیناستو پورې مې صبر نه راځینه


خلک د پير لمنه نیسې

ما د مغروره جانان پښې نیولي دینه


‏ګورګورې ته وخوره لاليه

ماته مماڼې راکوه ناجوړه يمه


په تا د جونو محفل تود دے

زه د حجرى بنډارا تا وستلى يمه


پيزوان ترى چا کافرو پټ کړو

په پير بابا به قسم ما له راکوينه



که راکوې نو غاړه راکړه

د ګوتو څوکې خلک ورور ته ورکوینه


زما تصویر ټوټې ټوټې کړه

په جار نعرې کړه چې یاري دې نه کوامه


په ټول بدن کی زړه پاچادی

هغه می هم تاله درکړی دی مینه


ده جانان یو نیمه خبره

به زړه می لیک ده تورو خاورو له به یی اوړمه


د بیلتانه کیسې شروع دي

ما دې لالي لاسونه کلک نیولي دینه


د مجبورۍ کور دې ميرات شی

چې سړے خپل جانان پرېدی دوبۍ ته ځينه


د مازیګر زیړیه لمره

ته به ولاړ یې زه به توری خاوری یمه


خدايه ما ستوری د اسمان کښي

چې ھمېشه د يار په سر ولاړه يمه


او مرګيه مه راځه لا ځوان يم

که زوړ مې وينې دا د یار د غمه يمه


وه دا به د پاک الله رضا وه نو

چې ته يې ښايسته کړي ذه يې مئين درباندې کړمه


داسې بې سره دې عادت کړم

چې ودې نه وينم پېريان په ما راځينه


ما په کرکنړو کښې شريک که

زيړه به ځه خورم، سره به تاله درکوومه


د يو زړه نه بل ته لار وي 

چې زما خوښ يې ستا به ولې بدي شمه


هلکه مرې که پاتي کېږې 

زه په ولاړ سلائي سترګې تورومه


ملا د خپل تاويز سمبال کړه

که زور په مينه کې لرم نو يار به يې کړمه


ملا د خپل تاويز سمبال کړه

که زور په مينه کې لرم نو يار به يې کړمه


زرې زرې زړه به راټول کړم 

جانانه تا به پکې نه راټولوومه


زما پې تنده ماته نه شوه 

لاسونه جګ کړه غاړه بيا راکړه مئینه


رُخصت دې واخيستو روان شوې

پېوند دې نه کړل په چړو وهلي زړونه



ما ته دې خپل جانان راياد کړو

مولا دې ورک کړه ځنګېدلي قدمونه


زما سودا پسې پېدا شوا

هلک زړې لارې پرېږدي په نوو ځينه


پروردګار دې ورته ټينګ کړه

د پيربابا په رنجو سترګې توره اومه


‏‎د بیلتانه د جګړې نه يم

پخي مورچي ورته پريږدم په ورستو ځمه


‏لکه د سوری راپسې شوې

بیلتونه ما درسره څه بد کړی دینه


د ځان پروا راسره نشته 

ماسره غم دے چې جانان به څنګه وینه


‏د جنازې بازو مې نیسه

ما چې د ننګ ټپه وئیله مړ یې کړمه


زما دې دغه انداز خوښ دے

چې په خندا شې مخ ته ونیسې لاسونه


د بارانه سوال مې قبول شو

د يار زړه نه دے په کګو شېبو کښې ځينه


‏کوټه مې توره په لوګو ده

ماته تکيه شه دېوال ډډې توروينه


د چا چې خپله مینه نه وي 

نه دم چلیږي نه جادو اثر کوینه


‏‎زړه به مې موړ به کوکۍ نه شي

څو دې له دنګې غړۍ تاؤ نه کړم لاسونه


‏خوله درکوم بخیله نه یم 

ته په پسته سینه چاپېر غواړې لاسونه 


‏زما خرچي به پوره نۀ کي 

پۀ سرکاري تنخواه دي مه کوه نازونه


د کلی يو پنځوس کوڅې دی 

لیونۍ ستا ديدن ته کوم ځائ ودرېږمه


‎په زوره ور جانان اخته شوم

‎په بارانه کښې رانه غواړي دیدنونه


ولې لۀ مانه لرې ګرځې

  مادې دمينې ګل پۀ زړۀ کرلي دينه


  هابيل قابيل و سره وروڼه

  نفس ظالم شوپۀ خپل منځ کې تباه شونه


  هاپخوانۍ مينه دې نۀ شته

  چې شيرين ځان دې غورځاوۀ ترګړنګونه


  هاپخوانۍ مينه دې نۀ شته

  يادې زړۀ توردی يادې کلی لمسوينه


  هجران جهان پرماتورتم کړ

  لۀ ښايسته مخه دې پورته کړل شالونه


خندا د شونډو په سر راوړه

ياره چې ختم مې د زړه دردونه شينه


وه دڅټوکی لاندې دې حال دې

څلورم کال دې چې مئن درباندې يمه


څه شو که ناسته مې دلې ده

روح مې د یار په غېږ کې ښکته پورته ځینه


دوه سوه دوه رنګه جانانه

 شپږ سوه شپږ رنګه ميَن درباندې یمه


سترګې په تلو کې راستنې کړه

د بيا راتلو دلاسه راکړه ګنې مرمه


‏لعنت زما په بېوسۍ شه

له خداى راکړي لالي سترګې اړومه


يا خو جانان په زړه کافر دے

يا ملا کړی بې اودسه تاويذونه


دا نيمه شپه په کلی راغلم 

په خوب اوده آشنا به څوک راويخوينه


يار مې پيغور ده نستې راکو،،

ده ځان هډوکى ماتوم پيسې ګټمه


#مينه #ژوند #محبت #يارانه #رورولى #رنګ #رومان

 

رنګ مې په تا پسې زيړېږی 

خلکو تا وايم چې نفلی روژې لرمه


په سر مې چج زلفې پرتې دي

ورلاندې مه شه د نامرد سړي لاسونه


په ژوند به چېرې ناکام نشې 

له خپل څادر سره چې خپې څوک غزه وینه 

#ټپه

د جانان غمه څومره خوږ يې

هم مې ځوانی خورې هم ډاډه درباندې يمه


مور دي راوليږه ماوکړه

بيابه دى ګل لکه اور بل کې ګرځومه🥀


نن مې د يار د راتلو ورځ ده

په چم کې ګرځم بالختونه ټولومه


جانانه خپل کلى ته راشه

زما همزولې جونې وړکى زنګوينه


په يارانه پښېمان ته وايه

یاری دې نه کړې خو پښتو دې نه پردينه


‏کوچی زما زهٔ دهٔ کوچي یم

‏کهٔ مې دهٔ اوښ دهٔ پاسه وړی ورسره ځمه


‏د بزرګۍ قېسې دې مه کړه

سړې تودې تبې مې ستا د لاسه دينه


‏خولګۍ مې در کړه پرې خفه یم 

‏لکه چې زر مې په اينګر خرڅ کړې وېنه ؛


د لیونۍ د پلار غوبل دے

زما اجل دے چرمباز* به مې تړينه

چرمباز*چرمباز هغه غوائي ته وائي کوم به چې ډېر مست وه او غوبل دوران به يې د ټولو نه بهر تړلو چې چکر به د نورو نه اوږد وه


خلک تپوس له د رنځور ځي

زه چې رنځور شم د جانان تپوس به ځمه


مورې پښتون له مې ورنکړې

پردی جنګونه په سر اخلی مړ به شينه


‏د هغه ګل بهار به څه وی

چې یې په زړه کې خزان جالې کړی دینه


د هشنغر نه خبر راغے

د باچاخان لښکرې ځان سمبالوينه


ستا دې د سترګو اشاره وی

که د چړو په څوکو لار وي دربشمه


  هجران ظالم راپسې ګرځي

  ماداشناپۀ زلفووخوړل ټالونه


زما په حق کافره ياره

د بزرګۍ قيصې دې واورم وخاندمه


حساب به کېږي محشر شته دی

جانــــان لــــه بدو نه ګېډۍ تــړلې دینه

روژه په ټپه کښی

‏‎یار مې روژه کې خولګۍ غواړي

عالمه راشه د دين خونه ورانه وينه

ملا او پښتو ټپي

‎‏د شُکرانو مُلا ته وایه

که یار زما شو دا نتکۍ به درکومه


‏پۀ خلۀ دې سل وږی مړيږي 

‏پۀ زړۀ دي ځاې نۀ شو زما څو ارمانونه


شال دې د مټو په سر مه وړه

شانه وانه زلفې دې کلی ورانوينه

کچ اختر په ټپه کښی

مورې څلور کمڅۍ مې وکړه

دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه


په دعاګانو مې زړه شين شو 

نور جادوګر ملا له ځم کوډې کوومه


دا سرسايه مې دې پلار ورکړی 

بله روژه کې به د يار په څنګ کې يمه


ارمان به هلته زما درشي 

چې مې د سخات پېسو ته ونیسې لاسونه


پخوا به چې کوم کور کې مړے وشو نو هغه کور نه به د جمات ملا مال/پېسې اغستې همغې ته به يې سخات وېل

اختر

اختر په ورځ دې سنګار وکړو

څوک دې په زړه وه که ډاډا وهې ټالونه


اختر په منډه منډه راغے 

نه مې نتکۍ شته نه د غاړې تاویزونه


خدایه د تېلو کوهیان وچ کړې

عربان خوار کړې چې لالی کور ته راځینه

هغه دې هېرکۀ دې پۀ ياددي

چې دکړکۍ شمال پۀ دواړولګېدنه


هغه ساعت بۀ کله راشي

چې دجانان سره مې وشي ديدنونه


هغه ساعت بۀ کله راشي

چې داشناسره برګودرته ځمه


هغه ساعت بۀ لوی قيامت وي

چې زوړسړی پۀ چټه واچوي لاسونه


زړه مې پنځـــــــــــــــــــوس ځايه مٸين دی

څلويښت واده شوې، لس بدرنګې پاتې دينه


زما جانان په ما خبر که

ورته د سر د سپينو مه وايه حالونه



هغه ساعت داخترورځ ده

چې دڅلوروسترګووشي ديدنونه


هغه ملابۀ هم ارمان کړي

چې زمايارورته کتاب وغوړوينه


دہ زلیخي خویونه ستا وؤ

لكه يوسف دی بی ګناه تهمتي

کڑمه


قرآنه مه راپسې کېږه 

چې زورور دې راکوي زه به دې خورمه


‏زما له غيږې دې جدا وي

خو په لالي دې دونياګۍ اباده وينه


ریبار مې داسې راته وويل 

 جانان وئل چې نه ورځم نه دې راځينه


يار د صفت محتاجه نه دے

په ګلابونو عطر چا شیندلی دينه


‏ځما دې څه نصیب کو خدایا

حمزولې ګل شوې زه غوټۍ اوره ژېدمه


‏خوب دې زما په شانتې ورک شه

چی لپې لپې ګولۍ خورې خوب نه درځينه


د مینې چل زما نه زده کړه

د صبرېدلو چل به تا نه زده کومه


تا خـو دا ټـول ڪلـی خبــر که

په بیـګانۍ درکـړې خـوله پـښېمانه شومه


پړ به دي کړم پړه به مي نکړي 

ما د سندرو سپاري لوستلي دينه


د زلفو تار مې اوبو يوړو

پما مين لاليه نيسه کودرونه


‏پریږدﺉ چې سمه ترې نه تاوشم

مسافرۍ ته لالے ځي ارمان به کړینه


د پټو زړونو خبرداره

پروردګاره لېونے يار پسې شومه


‏د يار په وروستو سلګو راغلم

لکه شېبه د بارانه پرې تویه شمومه


ته رانه بل وطن ته لاړې 

زه ماسخوتن په بلۍ کېنم وژاړمه


کټ د بلۍ سوري له راوړه

مامی ناترسې شرمول راغستي دينه


جبل وهه دنيا پرسته 

زما کټ کټ خندا دې هېره کړه مئینه


غږ يې اشنا راته ښکارېږي 

په دې ملنګ مې د جانان ګمان راځينه


کابل ډوبيږي زړۀ مې ډوب شو

چې بيا جوړيږي زۀ به تورې خاورې يمه


چې روانېږې لاس دې راکړه

چې پناه کېږې مخ راواړوه ميينه


غل د بهر بېتي له کوره

د زړه کنډرې مې کوي موران ترې وړينه


غل د بهر بېتي له کوره

د زړه کنډرې مې کوي موران ترې وړينه


ها پخوانۍ مینه دې نیشته

لکه د مست تنزري شور به دې کوونه


‏د پیر بابا په خورده جوړه

یاره ناجوړه په کمڅیو دې تړمه


چا رانه ګل ده نمېر غوښتې

‏په چورلندو به ده ایلم تر څوکې ځمه


ستا يارانه د غنو شپول دے

لکه رېښمين ځړوکے ټول در پاتي شومه


‏کور که د غره په سر اباد کړې

غل چه له خپله کوره وي تالا به شېنه


لالیه مخکې شه لار ګوره

ما خو په خوب لیدلي نه وو دا ملکونه


د مشري رور يې واده دے

د ګډېدو سره ملکونه تاوهينه


تسلي مه راکوه ياره 

لاسونه راکړه سمندر مې ډوبوينه


د لیونۍ مينې دې ځار شم

ناجوړه زه يم سنډا تا منلے وينه


د زنې خال مې کانې وکړې 

د تندی خال به په اوربل کې پټ ساتمه


په انتظار اوسه جانانه 

که مې په زړه کې چرته تېر شوې دربشمه


پټ مې په زړه کې ياره خوښ يې

د چا په مخکې درته نه ګورم مئینه


ځما په شان ځوانی ده چا وه

ده جانان غم لکه ده واوري ويلی کړمه


ده پلار په کور کي شهزادګي ووم

اوس په پردی کور کي دالان جارو کوومه...



‏د پشکال د ګرمۍ زور دی

زلفې دې ټولې کړه چې نه دې تنګوینه


‏مرګيه ودريږه لاړ نشې

ژوند ته يو څو ګيلې کوم درسره ځمه


‏ستا د دیدن باران دې اوشي

چې یو ساعت ورته سرتوره اودریګمه


باران وریږي شال په سر کړه

پیریان مې نیسي چې لمده دې ووینمه


‏زړه مې په تن کې په دې پايي

چې ورته وايم جانان نن سبا راځينه


‏زړه مې په تن کې په دې پايي

چې ورته وايم جانان نن سبا راځينه


که زه خبر وم چې به شلېګې

د فکر ټاله زه به ولې درختمه


دا ته چې ځې اخر به لاړ شې

ماته ګهړ ې په ګهړ ې مه وایه چې ځمه


ما وېل چې زه به ورته ژاړم

جانان د کوره سترګې سرې راوړی دينه


ماله دې دومره سزا راکړه

لکه سيشن يې چې قيدی له ورکوينه


سپی چې نهر شي مالک نه خوري

کم اصل يار چې دې نهر شي تا به خورینه


د نا چارې مېرمنه واخلم

اصيل سړے به د کم اصل محتاج کړينه


بیلتون ټوپک شو راته ډک شو

ناڅاپه ټک شو په زړګي يې اويشتمه


د پلار ناموس راباندې ګران دے

ګنې جانان به مې په غرونو واړوينه


‏په ځان مئینه قلار کېنه 

زما خندا به دې د کاره اوباسینه


خله مې په بيړه بيړه واخله 

په کوز سړي مې د لالا ګمان راځينه


ورکوټې ما په يارې پوي

  کړې

اوس دی کټکی د مور په خوا کی واچونه


صبر د قبر پۀ مثال دے

زۀ چې مدام صبر کوؤم خاورې به شمه


زما ترې طمع نه پرې کېږي 

جانان چې هر مازيګر سترګې توروينه


خوبه د خداي دپاره راشه 

 رڼا خوره شوه وس به بيا روزګار له ځمه


ستا په کتو خاورې زر کېږی 

ما ته دې نه راکتل خاورې ايرې شومه


که الله بيا چرته يوځاي کړو 

ټولې کيصې به درته اوکړمه مئینه


جانانه هر ناز به دې يوسمه

خو په يارۍ کې دې شريک نه قبلومه


که اتيا سل کلونه تېر شي 

هېر به مې نه شی ستا رټلي جوابونه


په ځان مئين خلک اوده دی

په بل مئين خلکو له نه ورځی خوبونه


وايم چې ژبه ترينه پريکړم نو

او چې د سخر وعده کوي ماښام راځينه


دا خو مې زړه دے چې لا ټيک دے

که دومره غم په درياب راغے وچ به شينه


که راکه وی کشره دی راکړی

ماته يي مشری خور لالا ویالې دینه


زړه که مې ستا نه صبرېدلې

په بېګاني پېغور به شام ته تلے ومه


زما  دې تــش دیدن  پــکار دے

ما له د ګلو ګېډی مه راوړه مئېنه


‏فقیره کبر پکې مکړه 

چې لېلا خاورې درکوي تړه پنډونه


ستا د ياري به توبه نه کړم

که جلاتيان مى سر د تورو سره وړينه


‏په خوله ملا په زړه بلا یې

‏په خوله دې رب په زړه دې درب ختلې دینه


جانان مې نمر زه نمر پرسته🌻

تر مازیګره پسې درسته تاوه شمه۔


سترګې ډولۍ باڼۀ پرې چتر

د جانان مينه پکښې ناوې ګرځوومه


که چیلم کش ئې خله به در کړم

که نسواري ئې په وربوز دې ودانګمه


تصوير د يار پکې ښکاريږي 

د تصور شيشه چې زړه ته ونيسمه


‏سودائي مۀ ګرځه جانانه!

پۀ مور مې ګران یې ما به تا له درکوینه


يا به مې دا يارې يارې شي

يا به مې سر د غرغري شمال وهينه


که ته مې روغ لیونې نه کړې 

بیا مې خیالی مومنده مه بوله مٸینه


نن خو مې ډېر ياديږی ياره 

خدای دې ناساپه چرته راوله مئینه


‏که اسوېلي مې را بهر کړل

په دې نيزدو کلو به اور ولګومه


د هشنغر نه خبر راغے

د باچاخان لښکرې ځان سمبالوينه


زړه ته مې ګوره خوښ مې ته يې 

نصيب ته ګوره ستا نه لرې مې ساتينه


مصرې مې ډېرې درته وکړې 

مطلب مې دا دے چې مئین درباندې يمه


ماله تري خپله برخه راکه

تا به د صبر خزانې موندلي وينه

#ټپه

Keywords For This Pashto Tappay Blog.

Pashto Tappa, Pashto Lyrics of Haroon Bacha Tappy, New Pashto Tappay about Judai, Pashto tapy about Akhtar or Eid. Roja pa Pukhto Tapo ki. Pukhto tapa aw Kabul. Bacha Khan In Pashto Tapa. Pashto Folk Tappay. Rohi Tappay. Ghazal Zaar. Pukhto Matalona. Sabar Pashto Lyrics, 2022 Pashto Tappay, Written Pashto Tapay, images of Pashto Tapay. Pashto tapa with Images. Halak in Tapay. Lyrics of Pashto Folk Songs. Pashto Folk Songs and History. Poetry for Bacha Khan Baba. 

New Pashto Tapay And Pashto Sherona.

Pashto Times. Pashto Tapay 2022. Pashto Tapay 2023. New Pashto Songs 2022. Pashto Songs Lyrics 2022. Pashto Folk Songs. Pashto Tapa, Pashto Sherona 2022, Pashto New Sherona, Pashto SMS, Pashto Sex, Pashto Best Sherona. Pukhto Ghazal 2022.

Pashto Tappy Lyrics. Pashto Tapay Lyrics. Pashto Tapay Lyrics 2022. Tapay In Text. Pashto Tappy Lyrics In Text. Pashto Written Tapay Lyrics.

Tag Lines for This Blog. Pashto Tappay, New Pashto Tappy 2022. Pashto Tapa and its types. Folk Pashto Songs Lyrics Or Tapay. Tapay Lyrics 2022

Pashto Blogs. Pashto Tappay And Blogs. Pashto Times and Pashto Songs. پشتو ٹپے

Pashto Times Pashto Tappay Lyrics Search Increased by 40 % in Last week From 12 December 2021 to 18 December. It Means Pashto Music and Literature lovers also want to read Pashto Tappay Lyrics beside listening and Watching. Pashto Tappay Lyrics Will be Updated regularly with Pashto New Tappay In 2022. Pashto Tappay Lyrics 2022 and 2021



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso