Patasa. Patasay In Pashto Tapa or Tappay.
Pashto Tappy Lyrics. Pashto Tapay Lyrics.
پتاسې او په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې یې یادونه
-----------------------------------------------------------
پتاسې چې په هندي ژبه یې پتاشې بولي یو ډول خواږه او شیریني ده چې له بورې ( sugar)نه جوړیږي او سپین او ګلابي رنګونه لري .پتاسې په هغو دوکانونو کې خرڅیږی چې خواږه شیان جوړوي
پتاسې زیاتره دکال په نوي ورځ ، اخترونو او دخوښیو او ښادیو په مراسمو او میلو کې خر څیږي. په پخوانیو وختونو کې به چې کوم پلار خپله لور چاته ورکوله نو هغو میلما نه به یې چې دکوژدې ( کوز دې ) مراسموته رابللي ول په دسمال کې به یې دنورو خوږو سره یوځای پتاسې هم په دسمال کې ایښودلې او پر هغو میلمنو به یې ویشلې. همداراز په پښتني سیمو کې به چې کوم ماشوم او ماشومه وزیږیدله او خلک به دماشوم کورنۍ ته دهغه دزیږیدو دمبارکۍ لپاره ورتلل نو کورنۍ به یې هغو ته پتاسې په دسمال کې ایښودلې او ورکولې به یې
که به چیرې کومه خواښې له خپلې نږور ( اینګور) نه خپه شوه نو ورته به یې ویلې (چې په تا باندې به دې هم پلار اومور پتاسې ویشلي وي ؟
په پښتني فولکوريکو ادبیا تو کې د پتاسو ډېره ياده شوې ده : موږ په پښتو لنډیو( ټپو) ، متلونو او شعرونو کې هم پتاسو په اړوند لنډۍ ( ټپې ) او شعرونه لرو چې زه تاسو ته یو څولنډۍ ( ټپې) دلته دبیلګې په توګه راوړم
Pashto Tappay or Pukhto Folk Poetry. Folk Pashto Tapay or Lyrics of Pashto Folklore.
پښتو ټپے یا ٹپے
د پتاسو غوندې خوږه یې
څومره اوږده یې لږ راټوله شه مینه
د پتاسې یاران دې نور دي
شوتلو پنډو ته دې زه نیولې یمه
په پتاسو دې اموخته کړم
اوس د جوارو نینې خوند نه راکوينه
خلک زیارت ته پتاسې وړي
زه د جوارو پولۍ وړم چې کونډه شمه
تر کلیوال جانان مې جار کړې
ماته پر تشه پتاسه خوله راکوینه
د تهمتونو یار دې زه یم
د پتاسو دسمال دې بر کلي ته ځینه
خوله دې دوکان د پتاسو دی
ور اچولی دی د سرو شو نډو کو لپونه
خلک اختر کې پتاسې وړې
زه به جانان ته د نینو سره ورځمه
د پتاسې په شان دې خوند دی
څومره اوږده یې لږ راټیټه شه مینه
ګودر ته ځم را پسې راشه
ما په منګي کې پتاسې راوړې دینه
(دیاد لیکنه)
By Latif Yaad.
Patasa. Patasay In Pashto Tapa or Tappay.
Pashto Tappy Lyrics. Pashto Tapay Lyrics. Pashto Tapay Lyrics 2022. Tapay In Text. Pashto Tappy Lyrics In Text. Pashto Written Tapay Lyrics.
Tag Lines for This Blog. Pashto Tappay, New Pashto Tappy 2022. Pashto Tapa and its types. Folk Pashto Songs Lyrics Or Tapay. Tapay Lyrics 2022
Pashto Blogs. Pashto Tappay And Blogs. Pashto Times and Pashto Songs. پشتو ٹپے
Pashto Times Pashto Tappay Lyrics Search Increased by 40 % in Last week From 12 December 2021 to 18 December. It Means Pashto Music and Literature lovers also want to read Pashto Tappay Lyrics beside listening and Watching. Pashto Tappay Lyrics Will be Updated regularly with Pashto New Tappay In 2022. Pashto Tappay Lyrics 2022 and 2021
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.