Skip to main content

Postural hypotension Explained In Pashto. Health Blog

postural hypotension.

Postural hypotension Explained In Pashto. Health Blog By Dr. Didar Yousafzai.



_نيم_حکيم

د پښتو متل دے - چې رښتيا را رسي نو دروغو کلي وران کړي وي - يو څو ورځې مخکښې مې يو پوسټ له نظره تېر شوے وۀ - چې د لسو زرو نه ډېر ځله خلکو شئېر کړے وۀ - د هغې پوسټ لب ولباب دا وۀ - چې څوک د شپې تشو متيازو ته پاڅي - نو ګنې چې عزرائيل عليه السلام خپل مرګ ته رابلي - او پۀ داسې خلکو د زړۀ دوره راځي - کۀ هغه روغ رمټ ولې نۀ وي - ځکه چې د ناڅاپي پاسېدو او بيا ودرېدو سره مزغو ته د وينې سپلائي ختمه شي - او روغ رمټ انسان د زړۀ د دورې نه وفات شي 


پۀ هداياتو کښې دا ليک وو - چې د وېښېدو نه پس يو نيم منټ هم دغسې سملاسته غواړي - بيا نيم منټ پۀ کټ کښې کښېناستل ، نيم منټ پښې د کټ نه ښکته زنګول او دغسې ټوټل درې نيم منټه ئې پوره کړي وو - خو زۀ تاسو ته وايم - چې پۀ دې خبرو کښې هېڅ حقيقت نشته - اکثر خلک د بې خوابۍ ښکار وي - نو هغو چې دومره وخت خپل خوب تختوي نو بيا ورله خوب نۀ ورځي - او ځينې خلک د hyperactive bladder ښکار وي - يا تشې متيازې نۀ شي ايسارولے - او د يو نۀ ډېر ځله راپاڅي نو هغو له هسې کار کتل دي 


رښتيا دا دي - چې ناڅاپه د ملاستې نه ودرېدل مزغو ته د وينې فشار کموي - خو د زياتو نه زيات پۀ روغ انسان سر ګرځولے شي - نور هېڅ مسئله نۀ پېدا کوي - دغې ته مونږ 

postural hypotension 

وايو - البته کۀ چاته د بلډپرېشر

 کمېدو او زياتو مسئله وي - نو پۀ هغو د ناڅاپي ودرېدو سره سترګې تورېدے شي - او د لوېدو له وجې ورته لوئے نقصان رسېدلے شي - هيڅوک هم د خوب نه پۀ منډه نېغ نه ودريږي - ځکه چې د انسان ټول عضلات بالکل پۀ نيم مرده حالت کښې وي - او انسان پۀ دمه دمه پاڅي - دغه فطري  احتياط پوره هم دے او ضروري هم 


ما مخکښې هم ليکلي وو - چې يو پۀ ګوګل د خپلو بيمارو علامتونه مۀ لټوئ - ځکه چې د ډېرو بيمارو علامات يو شان کېدے شي - او نيم حکيم خطره جان واله قيصه درسره کېدے شي - او بل دا قسمه غېرمستند پوسټونه مۀ شئېر کوئ - ځکه چې ستاسو له وجې ډېر خلک د نفسياتي مسئلو سره مخ کېدے شي 


ډاکټر ديدار يوسفزے

Pashto Times Pashto Health Blog. 

Postural hypotension Explained In Pashto. Health Blog by Didar Yousafzai. What Is Postural Hypotensian? 

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso