Begum Saib, Queen Of Swat By Muhammad Pervesh Shaheen of Manglawar Swat.
د سوات ملکه queen
د سوات په پتمنه اودفرهنګى خاوره يو څو داسى queen تيرى شوى دى چى هره يوه په خپل جدا جدا پوهه نر والى admistration او علمى او فرهنګى مينه او ژب پالنه کى د اسمان هومره هسک او لوړ مقام او نوم او ياددلرى
دى د سکندر د وختونو د لاخترى يونانينو د وختونو د يوسف زو د راتګ د وختونو د بابر د وختونو د زرو سواتيانوپښتنو د وختونو او دنن زمان د روان دور د وختونو هاغه زړه ورى هاغه ژبپالى اودهاغه منتظمى درنى او قم پاله او ګل رنګه پيغلى شريکى دى چى خواږه او د فخر او نازونو ډک يادونهبه ي تل پاتى وى
لکه تير لکونه کوم چى د سوات د شاهانو د ژب پالنى او علم دوستۍ بارا کى وو هم دغه شاهى کورنۍ کى د بادشاه ميجر جنرل جهان زيب خان بى بى يا کور ودانى يا د ژوند ملګرى او دسوات ملکه يا کوين هم دډيرى ستاينى وړ ده
دا بى بى چى نن اويا کلنه ده او د z b زيډ بى په نوم ليکنى کوى او لا دى بختور عمر کى ي قلم لا د لاسه نه دى غورځولى ددى نور بلها بلها غوره والى په خپل ځاى کوم چى د دلبار سمبالولو او د شاهى ښځينه ميلمنو او د سوات د عام فرياد کونکى اولس او انصاف غوښتونکو خلقو د پاره په دلبار دننه درناوى او انصاف غوښتلو کى لاس او کوشش په نغدو پيسو سره د بى وزلو امدادونه کول دا هر هر د ستاينى ډک کارونه به بل ځل ته پاتى کړو
خو دا مال دى فرهنګ پالى او ژب پالى کورنۍ چىپه ژبه ادب او علم اودفرهنګ او قلم کتاب څومره پير زونه کړى څومره قدرونه ي کړى څومره پالنه او روزنه ي کړى ده نو دغو ټولو کى دا ننۍژوندى ملکه هم لويه ونډه او لاس لرى
دا ملکه چى په وګړو کى د بىګم صيب په نوم نوموړى شوى ده څوک چى د پښتو ژبى يوه ياده او نارولى شاعره ده او د دلبار په دننه مخ ي پښتو ادب او شاعرۍ ته د دريو امبارى کتابونو بښنه کړى ده چى لا وس ي د نثر په وشو کى هم د قلم هوسۍ په ټوپونو نه ده تل دى دا ژب پاله ميرمن د عزتونو سره ژوندۍ وى او ددى لوى کالو د تللو ميړنو ارواګانى دى ښادى وى
دا لويه او درنه بىګم صاحبه د خپل باچا خاوند جهان زيب خان سره ډير ځله د يوروپ په دورو تللى ده نو که خپلى سفر نامى هم وليکى نو ددى کورنۍ د پښتو پالنى او ادب دوستۍ او مينتيا لړ به لا ښه دروند او اک پک شى
خبره را نه په نه څه کى اوږده شوه او وغځيدله نو بس کوم د بيګم صيب په کتابونو تبصرى او ليکونه او ددوى د نورو رياستى ا خدماتو سره سره به د هاغو سريزو او رايو او ليکونو کومى چى دوى د نورو شاعرانو او اديبانو په کتابونو ليکلى دى به چر ته بيا و غږۍږو
يادونه دى تل پاتى وى ددى علم دوسته کاله او کورنۍ مينه او مننه
Muhammad Perwesh Shaheed
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.