Wagma Saba Amir Pashto Ghazal 2022.
غزل
څه حسین څه جادوګر یې د زړه سره
نه چې خدای یې نوښتګر یې د زړه سره
درته غوږ یمه ارام راته غږیږه
د لفظونو جادوګر یې د زړه سره
دا سیندونه ولې ستا په لورې درومي
نه چې ته هم سمندر یې د زړه سره
هاچې ما تر اوسه هیڅ نه دي ویلي
په هغو څنګه خبر یې د زړه سره
د تیارو لمنه ټوله کړه رادرومه
راته ستوری د سحر یې د زړه سره
څه کیمیا او څه جادو لرې په لاس کې
داچې خور په لر او بر یې د زړه سره
په سجده یم او تصویر دې لټومه
ای ته خدای یې که دلبر یې د زړه سره
اخري خبره داده خپه نه شې
د وږمې نه مرور یې د زړه سره
Pashto Times Pashto Poetry Lyrics.
Wagma Saba Amir Pashto Ghazal 2022.
Pukhto Ghazaluna. Ghazalzar Pukhto. Poetry of Wagma Saba.
ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺣﺴﻦ ﺑﺎﻧﺪې دوﻣﺮه ﻏﺮور مکړه
داﺳﯥ ډﯾﺮ ښکلی ﺻﻮﻓﯿﺎن ﺷﻮل ﺗﻪ ﯾﯥ وﯾﻨﯥ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.