Lyrics of Wali ( Why) Pashto Nazam Poetry
Poem. Abdul Ghani Khan Baba.
Singer Sardar Ali Takkar.
خـــدایا عقل چی وو زړه دی ولي راکــــړو. 🧡
په یو ملـــک کښي دوه خودسره بادشـــاهان
بادشاهی او فقیری دي ولي یو کړه 💙
ده ژوندون په هره ساه کښي مرګ پنهان
ولي غم لکه آسمان په جهان خور دے ..
خدایا ولي خوشحالی دي کړه نایابه ..
ولي جوړ دي کړو ننګی ده ګُل ده پاڼو ..
خدایا ولي نشه بیاﺉ له شرابه
ولي ښاٸست او رنګ دي دواړه خور او رور کړو ..
ولي ولي دي جهان کړو ډک په رنګ ..
ولي کوڼ دي زه پیدا په جهان نه کړم ..
خدایا ولي دی آواز پوست کړو ده چنګ ..
ولي ماته دي عطا کړو فکر و خیال ..
ولي ولي په رڼا ورځي خوبونه ..
خدایا ولي دي ځوانی هر چا له ورکړه ..
خدایا ولي دي پیدا کړل اُمیدونه..
ولي جوړ دي ده یار سترګو کښي جنت کړو..
ولي تریخ دي کړو بیلتون او خوږ وِصال ..
خدایا ولي دي سپوږمۍ له رڼا ورکړه ..
چی زنګۍ مي ده مستۍ په مهین ټال ..
ولي جوړ دي کړو ازغی ده ګُل په خوا کښي ..
ولي زړه مي پاک خو جسم مي ناولے ..
ولي ماله دي ده ”ولی“ طاقت راکړو ..
خدایا ولي ، خدایا ولي ، خدایا ولي ..
غني خان بابا
Pashto Times, Ghani Khani, Lewany Falsafy Pashto Lines. Ghazal, Nazam by Ghani Khan. Lyrics of Wali Nazam by Ghani Khan. Understanding Ghani Khan and learning Pashto Reading.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.