What Is Philosophy? Pashto article about Philosophy. Falsafa sa Ta Waye?

فلسفه څۀ ته وائی?
ډېر ځله داسې پېښېږي چې کله انسان له ورځنیو چارو وزګار یا په یوه ګوښه کې یوازې شي، نو خپل ځان او چاپيریال ته وګوري، آسمان، ځمکې، لمر، سپوږمۍ، ستوریو، غرونو، سیندونو او بېلابېلو ځناورو ته ځیر شي او بیا ډول ډول پوښتنې ورته پیدا شي:
چې دا نړۍ کله او ولې جوړه شوې؟
د ستوریو او آسمان تر شا نور څه دي؟
د نړۍ وروستي بریدونه چېرته بشپړیږي؟
د ورځې او شپې، پسرلي، دوبي، مني او ژمي دا نظم و سیستم ولې جوړ شوی؟
ژوند ولې پيل شوی، د څه لپاره دی او څه مانا او ارزښت لري؟
تر مرګ وروسته به څه پېښېږي؟
او داسې نورې بېشمېره کړونکې پوښتنې چې انسان د خپل پیدایښت له پیله تر ننه ورسره مخامخ دی او هر چا د خپلې شعوري وړتیا په اندازه یا یو ډول ځواب ورته موندلی او یا یې د ځواب موندلو ارمان له ځان سره خاورو ته وړی دی.
په ټولیز ډول، فلسفه دې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو په لټه کې ده، چې نړۍ او ژوند او په هغوی کې واکمن قوانین ولې منځته راغلي دي؟
سره له دې چې هر فلسفي سیستم هڅه کوي دغه ډول پوښتنو ته رښتینی ځواب ومومي، خو ډېر کله داسې هم پېښېدای شي، چې ځینې ځوابونه هېڅ ډول پوهنیز (Scientific)
بنسټ ونلري
Pashto Times.
What Is Philosophy In Pashto. Pashto blog post about Philosophy. Understand Philosophy in Pashto. Articles and blogs in Pashto. English to Pashto and pashto To English.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.