Skip to main content

What Is Spelani ( Wild Rur) ? Pashto Info Blog

 Spelani.

مورې سپیلنې راپسې وشینده

 نن راته بلأ خلکو کتلې دې



What Is Spelani ( Wild Rur) ? Pashto Info Blog

سپېلني

خاطره يار دي په خېبر کې اوسي 

ټوله دره له سپېلنو ډکه شه



نومونه: سپانته (اوستا) سپاند (پهلوي)، سپانده (پښتو)، اسپند (پارسي)، هرمل (اردو)، (wild rur)  انګليسي او نور 

واخله سپېلني غوندې درمات مې کړه

دود مې کړه له ځانه نظر مات مې کړه (امر خېل)


(سپانده) يو داسي ځنګلي واښه وزمه بوټی دی چي  تر دوو فوټو پورې ځان پورته کوي، د پاڼو پر ځای  ښانګي او ږغځګۍ راباسي، دا بوټی عموماً په تاند سپرلي کې په رغونو، دښتونو او نسبتاً پيتولنو (تودو) او پستو اړخونو کې په ګڼ شمېر رازرغونېږي، تراوسه ئې کوم کمرشل قدر نه دی موندلی البته يو شمېر طبيبان ئې په يو ډول دارو درملو کې کاروي، سپانده خپل تخم چي سپېلني (تخم اسپند) ورته وائي په مياشت يوه نيمه کې پخوي، دا تخم په ختيځو اساطرو په خصوص د ارينو قبائلو په دود دستور کې تل د يوه  نيک مرغه او (folk Medicine) په حېث ارزول شوی دی، بلکې دا لړۍ لاتراوسه هم دوام لري، له سپېلنيو څخه پرون هم او نن هم ډول ډول کارونه اخستل کېږي، په ځانګړي ډول د (نظر مات) لپاره د سپېلنيو دودول هر وخت نيک مرغه ګڼل کېږي، هم دا وجه ده چي دا افسانوي تخم د پښتونخوا وطن د زیاترو اوسېدونکو په کورونو کې هر وخت شتون لري، دوئ وخت په وخت په خپلو کورونو، خونو کښي سپېلني دودوي، او خيال ئې دا وي چي د سپېلنیو په دودولو پريان تښتي، د ناليدلو بلاګانو مخ نيول کېږي:

ته پښتون ئې ته ښايسته ئې زه د سترګو نه وېرېږم

په تاخونو کې مي اېښي سپېلني کلي ته راشه (عابد)

 سپېلني د پښتو په شاعري کې هم تل د یوې نېک مرغي استعارې په توګه کارول شوي دي، هم دا وجه ده چي د پښتو د  هر شاعر په شاعري کې د دې افسانوي تخم نوم په مخه درځي:

شين کميس خامکۍ، او انګۍ د واده

د شلمې ول د زوم، سپېلني او تور سکور (ياد) 

نوټ: که هر څوک د سپېلني په اړه کوم شعر، ټپه، متل، غاړه لري لاندې دي ئې ولیکي

Blog by Mir Hassan Attal. Pashto info.

Spelani sa ta waye?  Khatira Yar di pa khyber ki osi. Tola dara da spelano daka sha. Khatir Afridi


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso