Skip to main content

Zama Daghestan by Rasul Gamzatov. Mera Daghitan In Pashto

Pashto Translation of My Daghitan, Mera Daghestan by Rasool Hamzatov Or Rasul Gamzatove.


داغستان دی کۀ پښتونستان دی

ليک:  فضل اشنا 

Zama Daghestan. Pashto Translation Of Mera Daghistan or My Daghitan of Rasul Gamzatov. Pashto Novel.
Zama Daghestan. Pashto Translation Of Mera Daghistan or My Daghitan of Rasul Gamzatov.


        

     شلمه پېړۍ د انقلابونو مور بلل کيږي، هغه انقلابونو چې بنسټ يې نشنلزم وي، نو ما څراغ پسې واخيستی چې د شلمي پېړۍ د دغه زامنو شجره معلومه کړم، د انساني ژوند د آغاز څخه بيا تر زراعتي ژوند پوري او بيا له هغه ځايه تر صنعتي ژوند پوري، د عقيدوي سامراجيت څخه تر امپراليزم او نظامي ديکتاتورۍ پوري، بيا 1789 د لومړي انقلاب فرانس څخه دروس د اکتوبر 1917 تر انقلاب پوري، مي شلمه پېړۍ د نيشنلزم په هنداره کې د مطالعې په سوب وکتل، د قام شناخت او بنيادي شرائط، جغرافيه،کلتور، ژبه، فولکلور، نفسيات، اقتصاد، تاريخ،ادب او سياست مې مطالعه کړه خو د نورو قامونو په څېر ډېر جوس او خوند په رشين يا روسي نيشنلسټ لټريچر کې دی


  په روسي لټريچر کې مي ډېر کتابونه د ګرانوف، ګراشيف، کې کې ماياروف، وولکوف کې، ګيورو ګيان اي، ميخايلينکو، سويتزاروف او رسول حمزاتوف کتابونه  په انګريزي اردو او پښتو ژبو کې مطالعه کړي دي، په هم دغه لړۍ کې مې د رسول حمزه توف ژوند ليک ( ميرا داغستان ) په نوم په اردو کې مطالعه کړ چې له ډېره وخته يې کهانده راسره وه، په ټول داغستان کې يې داسي وګرځولم لکه زه چې په خپل کور پښتونستان کې ګرځم



  داغستان لغوي معنا ده د غرونو وطن پنځه سوه کاله د ترک، ايران ، او روسې په امپراتوريو کې پاتې شوی دی ، 1921 کې په روسې انقلاب کې د روس برخه سو په 1997 کې ځان ته خپل هېواد سو. 30 ملين نفوس لري پنځه لوی او ټول 24 قامونه په کې ژوند کوي، تر ټولو لوی قام يې آوار دی، پنځه ژبي په کښې ويل کيږي چې ستره ژبه يې هم اواري ده . د دوو لويه دريابونو په منځ کې پروت دی، نوم يې جمهوري داغستان او مزهب اسلام دی


رسول د حمزه  زوی دی چې پلار حمزه (حمزاتوف)  يې هم د هغه وخت د داغستان اولسي شاعر وو، او د محمد کشر د‌ ايلچي مشر ورور وو يوه خور يې درلوده، د کور وداني نوم يې فاطمه وه


 په خټه آوار دی، د سدا په کلي زېږېدلی دی، په 1944 کې يې خپل ژوند ليک د ( ميرا داغستان) په نوم ليکلی دی. يو ځل په ماسکوا هوټل کې ياد ژوند ليک سوځل سوی هم دئ، لس يې نور د شاعرۍ کتابونه چاپ دي



په داغستان کې هغه څه چې زه يې د پښتونستان په غېږ کې وينم هغه دا دي

لومړی


داغستان د غرونو وطن 

روهيستان* د غرونو وطن


 پښتونستان هم د دوو لويو دريابونو په منځ کې پروت دی، د داغستان او پښتونستان ورته والی چې کلتوري، جغرافيايي،کښت کرهڼه، کليوال ژوند، فولکلوريکي کړه وړه ، ژوند ژواک ، او دودونه، ننګ ، مړانه ، مېلمستيا، پېغور ، د کورنو جوړښت، او د جرګو په کولو کې دی، 

 يو څو دودونه يې دا دي


  د ماشوم د زېږېدني نعره کول او زيري والا ته چرګ ورکول ، د ماشوم د نوم په ورځ مېلمستيا کول او نشره ويل، د سيمي په مشر او وزرګ کس پر ماشوم نوم اېښول، د ماشوم پر سنتي بيا هم داسي دود، کوزده په خپل نغري کې د پلار و مور په خوښه کول،په واده کې خوشی کول ورا بياول، په بزرګ کس پاپاخ خولی ( لکه زموږ لنګۍ) ور پر سر کول، نښه ويشتل، د ناوي سره خېښاني تلل، د مخ لڅي ډوډۍ کول


  د شپې مهال په کوټو(حجرو) کې کښېنستل، روايتي ټوکي ټکالي کول، د ناستي لوبي کول، چيلم څکول، په مقابله داسي نظمي صنف ويل لکه زموږ غاړي يا ټپې، عام دود يې وختي پرېوتل وختي کښېنستل، د اوبو خپل وار تېرول، اشر کول ،کونډه نه ايله کول، (خو یو زويمړی په کښې دئ، لس ماينې يې ايله کړي دي) د کونډي يا بوري مور تور پؤڼنی پر سر کول، جرګې کول، د پاپاخ د خولۍ سپکه د هغه کس سپکه ده ، د مړي پور مړی دی، که چيري په بدل وي بيا کډه باروي، مغزی به اوړي(ضلع اوټ ) د غرو د اوسېدونکو غښتلتيا او ولاړه ورځ ، په ژمي لاندي کول، مزهبي ورځي لمانځل، پال اچول ، تلميحات ساتل، د شپې نکلونه کول، کردارونه يې پېری، مار ، شاپېرۍ، د باچاهانو افسانوي باتورۍ، په خپلو نيکګانو وياړ ، د هغه د لاس د شي احترام کول، مشاعرې کول، تنقيد کول، د کتاب مخکتنه کول، يو پر بل ځان برتر ښوول، په خپله ژبي کې شاعري کول، د خپلي خاوري، ژبي ، اولس، او چاپيريال سره مينه يې د شعر موضوع ده، په اوړي غرو ته کډه کېدل، په ژمي حواري ته راغبرګېدل، مېږي، بیزې، غواوي، د شېدو دپاره ، خر او غويی د کروندې دپاره ، اس د سوارلۍ دپاره ، ماځيګر وخت اس ځغلونه ، په مسافر پسې اوبه شيندل، او په راتګ يې څراغ بل ساتل، د مرغانو پر ږغ ښه او بد پالونه اچول، د کښت دپاره د اوبو لښتي په کورونو کې تېرول، د ماشومانو لوبي، دا او دې ورته نور دودونه چې زموږ په ټولنه کې هم دود دي په ياد کتاب کې سته. خو يو شی هغه داچې موږ شنې او توري چای څېښو دوی خو نو تاسو پوه ياست ترخې اوبه چيښې خو د کورني چرګ يخني مو يوه ده


  د مطالعې په دوران کې مو څو واره کتاب ټايټل ته وکتل چې دا اوس زه "زما داغستان" مطالعه کوم که د پښتنو ژوند ژواک مطالعه کوم، دومره ډېر ورته والی د پښتونستان او داغستان په دوديز ژوند کې سته چې په نړيواله کچه بل د هيڅ هېواد سره نيږدې اړيکي نه لري، په ياد کتاب کې قامپالي وډلې ده، چې حمزاتوف د ليک په هنر ښکاره کړېده که د داغستان دود دئ، چې د داغستان يو وکيل په روسي پارلمان کې په خپل داغستاني لباس او په خپله رايې ژبه يې سوګند واخيستی، د بنديز په سوب يې استعفا ورکړه، بالاخر پارلمان ټولو قامونو ته اجازه ورکړه چې په خپل کلتوري او قامي لباس او ژبه کې پارلمان ته ننوزي. کې  د خپلي خاوري، ژبي، وګړو سره يې د ميني انتها کړې ده. په هغه وخت کې د راو قبيلې تعداد 20 زره نفوس وو خو شاعرانو يې  شاعري په مورنۍ ژبه( آرا ) کول بيا به رياست روسي ژبي ته ژباړل، هر کس يې د مځکي خاوند دی ، د قامولۍ ټول شرائط يې راته په ګوته کړه چې قامولي څه ده ، ارزښت ، تماميت، عروج و زوال يې څه دی 


  دلته يې د ادب دپاره درې خبري راوړم چې د رسول حمزاتوف د علمي پوهاوي، تحقيقي تخليق عکاسي کوي ..

  1. شاعري د شاعر خور ده 

  2. تخليق د تخليق کار اولاد دی ، تر څو چې يې په اولاد کې د بلوغت اثر ښکاره سو ، بيا به يې ټولني ته وړاندي کوي


  3. شاعر زکه د قام ترجمان دی چې ړندو ته به سترګي ورکوي خو شرط يې دا دی چې شاعر به بېريږي نه وهم به نه کوي ، ولي چې هر کله شپانه بېرېدلی دی رمه يې لېوانو خوړلې ده



  نور ستا سو و د داغستان په منځ کې خنډ نه جوړېږم ، د پښتونستان په خاطر يې مطالعه کړ 


 فضل اشنا 

*   روس. پېژندنه  مقاله 

*   روهيستان د پښتونستان پخوانی نوم وو


Pashto Times Pashto Blogs

Pashto Translation of My Daghitan, Mera Daghestan by Rasool Hamzatov Or Rasul Gamzatove. Zama Daghistan is Pashto version of My Daghitan published originally in Avar Language in 1968.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso