16 December, 2014. Army Public School Peshawar APS Peshawar Massacre. Pukhto Nazam by Dr. Dedar Yousafzai
_شپاړسم_دسمبر
هغه ګلونه جنازې او هغه یخ دسمبر
هغه کوڅه کوڅه ماتم هغه دوزخ دسمبر
هغه سلګۍ سلګۍ ژوندے پۀ زړونو ښخ دسمبر
هغه ساعت لکه د تورې شپې یو تور تناو دے
هغـه قیامت لکه ښامار زمــــا لـــه خیاله تاو دے
هغه فکري ، هـغه ملي ، هـغه قامي المیه
هغه پۀ زړونو کښې د ساه سره خوندي المیه
هغه بې سترګو ، بې پښتو ، هغــه وحشي المیه
چې څو ړندو د یو مکتب بلې ډيوې وژلې
چې ابلیس فکره ځناورو فرښتې وژلې
څنګه محشر به وۀ چاپېره چې سپرغۍ ورېدې
د مرګ ږلۍ چې پۀ بې وسه زندګۍ ورېدې
پۀ ګل بدنو چې د ګل پۀ ځائې ګولۍ ورېدې
پۀ دې ورتو چغو کښې څومره قیامتونه به وو
پۀ دې وړو شونډو کښې پټ څومره سوالونه به وو
پورته اسمان ته به ئې څومره وي زیر زیر کتلي
د قاتل مخ ته به ئې سترګو وي ګاګیر کتلي
د بابا لار ته به ئې هر ګام وي پۀ ویر کتلي
پۀ خپل وجود کښې بندیوان لکه د لاش پۀ څېر وو
لکه مارغان د یو ښکاري پۀ کافر جال کښې ګېر وو
سرۀ دېوالونه، سرې تمبې ، او سرې کرکنډې منډې
د خلې دعا ، د زړۀ درزا، د پښو بربنډې منډې
د مرګي زور ، د ژوند زارۍ او د ساه لنډې منډې
غلبېل سینې وې څوک بۀ پس او څوک به زر پرېوتل
تنکي ګلونه وار پۀ وار پۀ خپل ډنډر پرېوتل
چې قیامت ښار ته خپرېده بیا اوازونه نۀ وو
پۀ ګونګ مکتب کښې نور آهونه ، فریادونه نۀ وو
پۀ خوره زمکه جوابونه وو ، سوالونه نۀ وو
یو خوا کتاب ، بل خوا قلم ، بل خوا بسـتې پرتې وې
خورې ورې پۀ سور سېلاب کښې سـرې تنې پرتې وې
پۀ دې کښې حوره ، ګل مکۍ هم ګل ورینه هم وه
پۀ دې کښې سیالـه ، حیا هـم ، عروج ، شیرینه هم وه
پۀ دې کښې څانګه ، پاغونده ، ثنا ، نیازبینه هم وه
د چا اتل ، د چا نعمان ، د چا ځلان وۀ پکښې
د چا د ژوبل زړۀ درمان ، د چا ارمان وۀ پکښې
پۀ داسې حال کښې هم د ځان وو یا پۀ ځان وو خلک
د تورې شپې ، د تور فکرونو غلامان وو خلک
د خپل احساسه تختېدلي مخروران وو خلک
چا قصیدې ، چا تبصرې او چا درنې کولې
مونږ چې پۀ ښار کښې د ګلونو جنازې کولې
هغه ګلاب ګلاب د مور د سترګو تور ګلونه
هغه غندل غندل د پلار د زړۀ ټکور ګلونه
هغه مسکي مسکي د سپین جبین سمسور ګلونه
داسې تالان شو چې ئې ښکاري نۀ ښکالو پۀ لاره
لاړۀ سلګۍ سلګۍ د ورکو لولکو پۀ لاره
خالي کورونه ئې ناترسۍ بربادۍ اووهل
شنکي فصلونه ئې د شین اسمان ږلۍ اووهل
د ژوند غږونه ئې مرګونې خاموشۍ اووهل
اوس ئې پۀ بېره کښې د سرو پړو ټالونه نشته
اوس ئې پۀ غولي کښې د زرکو اوازونه نشته
اوس ئې پۀ بېګ کښې قلمونه ، کتابونه پاتې
اوس ئې پۀ تاخ کښې څو فریم کړي تصویرونه پاتې
اوس ئې برګو ته تش د وېرې تعویذونه پاتې
مور ئې ډوډۍ پۀ دواړو لاسو کړي خس خس وخاندي
دیداره بیا د پښو زنځیر ته پۀ کړس کړس وخاندي
ډاکټر ديدار يوسفزے
16 December 2014. Pashto Nazam To Remember APS Peshawar Victims. Poet Dr. Didar Yousafzai. Pukhto shayeri, nazam 16 December 2014. Pashto Times pashto poetry 2022.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.