Skip to main content

Afghans, Afghan Camels, and Afghan Train In Australia. Pashto Info

 Afghans, Afghan Camels, and Afghan Train In Australia. Pashto Info Article.


د وقاص ايسپزي په مننه 



«استرالیا اوښان او افغانان»

لیکوال: محمد پرویش شاهین

Muhammad Parvesh Shaheen



کله چې دوه نیم سوه کاله اګاهو په استرالیا کې د سرو زرو کانونه رابرسېره کړی شول! کوم چې ډېر ژور هم ول' نو د استرالیا حکومت سره غم شو چې دا سره زر به څنګه راوباسو؟ 



ځکه چې خپل خلک یې ددې جوګه نه وو. چا ورله د سخت کوشیش نه پس د پښتنو درک ورکړو؛ هغوي ورپسې دلته وفد راولېږه؛ له دې ځایه د دوست محمد اپرېدي په مشرۍ کې یو څو کسان د سوات پېښور او نورو سیمو څخه تللو ته تیار شول! خو سوال دا وو چې اوښان به استرالیا ته څنګه رسولی شي؟ 




اخیر دغه اوښان یې د اوبو په جهازونو کې هلته ورسول. پښتنو ته یې ډېر ډېر مراعات ورکړل، دغه پښتانه چې اوس شمېره زرګونو او عن لکونو ته رسیدلې ده; هلته د برابرۍ سوکاله ژوند تیروي, بچیان یې ښه تعلیم یافته او ښې ښې نوکرۍ لري



دا د دغه پښتنو همت, میړانه او د خپل کار سره اخلاص و چې کله یو څو کاله د مخه یې په استرالیا کې په ډېرو ګرانو او دنګو غرونو کې د اورګاډې پټرۍ وغځولې' نو چې کوم ګاډې یې دغه غرونو ته مقرر کړل نو دغه ګاډو له یې په تندې افغان او ګان ولیکلو. بله ددې ګډبه افغانانو چې ځان خپله پېژندګلو ده: نو سره د کورونو په دېوالونو د اوښ د سر نه تر غړۍ د راستۍ سره مارکه جوړه ده. دغلته محلې خلک افغان په افګان بدلوي



اوس د مېډیا خبرونه دي چې استرالیا کې سخته وچکالې ده، ډېر لوی او قېمتي ځنګلونه یې سوزېدلې دي او د اوبو ورته سخت کموت پېدا شوی دی، له دې سوبه چې اوښان اوبه ډېرې څښې' نو په زرګونو اوښانو د وژلو تابیا کوي! خو موږ ددغه ښائیسته خاورې خائیسته حکومت او خلکو ته خواست کوو او وړاندېز غوندې ورته دا کوو چې دا خو به د افغانانو د ښه مېنې او کلک د رګ ژوبلې په مزدورۍ چې د چا په خوله د استرالیا نوم او بجټ په نړۍ کې نوموړی شوی و؛ په هغي د خاورې اچولو, په اور د سېزلو او په سېند د لاهو کولو په شان وې 



نو ښه به دا وې چې د ټول اوښان افغان حکومت ته بیا راورسوۍ. ښه ګټور مالي شتون پوه او مینه لرونکي ېۍ! تاسو ته داسې کول هیڅ ګران نه دي او زموږ به یو ډېر زوړ متل یو ځل بیا په ډډه واوړې چې «غوړې که په غوړو کې توی شي' نو توی نه دي»

مننه








Pashto Times. Pashtuns In Australia. Pashtuns history In Australia. Australian Pashtuns. How Pashtuns came and resided in Australia. Afghans in Australia. Afghan Or Ghan Train Service. Pashto Facts and History blogs.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso