Afghans, Pathans, Pashtuns In Sri Lanka. Afghans And Pashtuns History In Sri Lanka.
پښتانه په سري لنکا کښی. لنډ لیک
سري لنکا چي پخوا ورته سایلون وییل کیدو یو شمیر پښتانه هم پکښي ژوند کوی چی زیاتره ي په اتلسمه او نولسمه صدۍ کښی د موجوده افغانستان د پاکستان د موجوده خیبر پختونخواه او د بلوچستان د بیلا بیلو سمیو نه سری لنکا ته د کار روزګار په غرض تلي وو
د یو سری لنکن پښتون چي ډاکټر او محقق دے، ضمیر کریم خان د تحقیق مطابق پښتانه په پنځلسمه صدۍ کښي اول ځل په ریکارډ سريلنکا کښی شتون لرلو
پښتانه په سري لنکا کښي د پټان، پټاني، افغان کرایو، کابل منشیان، کابلی او ګني پولو کرایو په نومونو پیژندلی شي خو تر ټولو زیات دغه پښتنو ته د بهایی نوم کارولی شي
د ضمیر کریم د تحقیق مطابق دوی پخوا د خپل نومونو سره د خان لاحقه لګوله خو انګریزانو په دوي د خان ټکي بندیز ولګوو نو دوي د بهايی په نوم وپيژندل شو
د افغانانو یا پښتنو د اتلسمی صدۍ نه د هند او ساییلون ترمینځه د تجارت په غرض تګ راتګ کاوو خو په کال 1860 برطانوی حاکمانو په ګنډ شمیر کښی پښتانه د اسونو د خصمانه او تربیی په غرض سري لنکا ته وغوختل چي هم ي اکثره هلته میشته او عمري پاتی شول
د دستاویزی ریکارډ مطابق پښتانه په سري لنکا کښی په سود د قرض ورکولو د پاره مشهور وو او ان تر دي چی د بینکونو د جوړیدو وړاندي ي لوی لوي خلک د سود پوره وړي وو. د بینکونو د جوړیدو روسته دغه روزګار ته زیان ورسیدو او پښتانه په سری لنکا کښی نورو روزګارونه جاری وساتل
د مختلفو سرکاری افسرانو او تحقیق کوونکو مطابق پښتانو په سری لنکا کښی مقامی خلکو ته په دوه چنده او دري چنده سود قرض ورکولو چی دی عمل یو طرفته دوي مالي توګه ډیر مالدار او بل اړخ ته مقامي خلک دومره مجبوره کړي وو چی مخیرو خلکو د پښتنو د پور یعنی سود سره قرض نه خلاصولو د پاره د مرستي خصوصی اداري جوړي کړي
د اسونو خصماني، سودی روزګار تر څنګ پښتانه افغانان په سري لنکا کښی د خپل قوي وجودونو له وجي د چوکیدارۍ دپاره د غټانو او افسرانو خوښ خلک وو
په کال 1881 کښی د پښتنو شمیره یو زرو نه زیاته وه بیا په کال 1901 کښی 270 ته راکمه شوه چی وخت تیریدو سره واپس یو څه اندازه زیاته شوه او دغه شان
په کال 1921 کښی د شمیرو مطابق سری لنکا کښی 304 پښتانه میشته او په کال 1948 کښی 550 پښتانه میشته وو
خو ضمیر کریم وایی چی وروسته سرشمیرو کښی پښتانه خپل افغاني پښتون شناخت پټ ساتی او دغه شان موجوده کره شمیر ي نه معلومیږی
Pashto Times.
Pashtuns In Sri Lanka
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.