Skip to main content

Amir Hamza Khan Shinwar Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri

 Amir Hamza Khan Shinwar Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri

.غزل _ امير حمزه شينواری


زۀ شوم آئينه چې ګـــورم ستا په لور

خېر که اوس نظـر نه کړې زما په لور


تۀ رټـــــل شـــــړل کــــړه زۀ وفا کوم

سترګې خو د سپي وي د آقـــا په لور


شو چې سپوږمۍ مخيه مې نظر په تا

نه کړمـــــه نظـــــر د توتيـــــا په لوړ


ګوره مې همت چې ستــــا طلب کوم

پورتـــه مې قـــــدم د کبريـــــا په لور


سترګـــــو ته زمـــــا تورې تيرې او وې

تور به مو سپين سپين شي د صبا په لور


پرانـــــزه لبـــــان چې زۀ رنځـــور يمه

بېځـــــه اشـــــاره کـــړې د دوا په لور


لور دې د هجران کړې دوه ټوټې زمــــا

ګوري مـــــا له رشـکه نــــن زما په لور


زۀ حمـــــزه د زړه لـــــه کـوره تلې يم

يم لکه چې غـــــږ وي د صحرا په لور


ارواښاد حمزه شينواری بابا

کليات (څلورم جلد)

مخونه _ ۵۸,۵۹



Pashto Times. Kulyat Amir Hamza Shinwari aka Hamza Baba. Amir Hamza Khan Shinwar Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pukhto ghazal zar, Adabzar

Comments